د افغانستان د جغرافیایي نعمت، دولتجوړونې، بنسټیزې پوهې، ملي وحدت او سیمهییزو ـ نړیوالو سیالیو په رڼا کې یوه تاریخي څېړنه
محمد همایون همت
لنډیز
شهید سردار محمد داوود خان د افغانستان د معاصر تاریخ له هغو اغېزناکو شخصیتونو څخه دی چې نوم یې له ملي حاکمیت، قوي مرکزي دولت، اقتصادي پرمختګ، ټولنیزو اصلاحاتو، د ښځو له نسبي مشارکت، د ملي اردو له پیاوړتیا او خپلواک بهرني سیاست سره تړل کېږي. [۱، ۲، ۷، ۹، ۱۰] هغه وطنپال، زړور، منظم او د دولت د عصري کولو د روښانه ارادې خاوند و؛ خو د ده د واکمنۍ علمي ارزونه باید نه د احساساتي مینې او نه د سیاسي کرکې پر بنسټ وشي،
بلکې موخې، کړنې، شرایط او پایلې یې په متوازن ډول وڅېړل شي.
محمد داوود خان د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ په ۲۶مه، چې د ۱۹۷۳م کال د جولای له ۱۷مې سره برابره وه، شاهي نظام پای ته ورساوه،
جمهوریت یې اعلان کړ او د افغانستان لومړی جمهور رئیس شو. [۱، ۲، ۳، ۹، ۱۰] بدلون تر ډېره له پراخې وینې تویېدنې پرته ترسره شو؛
خو اساسي پوښتنې لا هم پر خپل ځای دي:
هغه ولې جمهوریت جوړ کړ؟
تر کومه بریده خپلو موخو ته ورسېد؟
او ولې یې ملي ـ پرمختیايي پروژی د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په کر غیړ نی خونړۍ پوځي کودتا کې نیګړی پای ته ورسېدی ؟
د دې څېړنې اساسي استدلال دا دی چې شهید محمد داوود خان د قوي دولت، ملي خپلواکۍ او اصلاحاتو پلوی و؛
خو ژور ټولنیز وروستهوالی، نا لو ستی ولس ،کمزوري بنسټونه، محدوده سیاسي مشارکت، د واک ډېر تمرکز، د مسلکي کادرونو کمښت، په پوځ او اداره کې د شورويپالو افراطي چپي شبکو نفوذ، د پاکستان تر ملاتړ لاندې د ځینو افراطي اسلامپالو سازمانونو رامنځته کېدل، او د سړې جګړې سیمهییزې او نړیوالې سیالۍ د هغه د ملي پروژو د ماتېدو مهم عوامل وو.
په دې ارزونه کې نه ټول چپفکره افغانان په یوه حکم محکومېږي او نه د دین په نوم ټول سیاسي جریانونه یو شان ګڼل کېږي. د وطنپالو او خپلواکفکره افغانانو او هغو سازمانیافته چپ او ښی افراطي عناصرو ترمنځ روښانه توپیر کېږي چې ګوندي، ایډیولوژیک یا بهرنی تعهد یې تر وطن، دین، ولس او ملي حاکمیت لوړ باله.
۱. له ولسي مینې تر علمي قضاوت؛ د شخصیت او تاریخ ترمنځ توازن
د محمد داوود خان په اړه په افغان ټولنه کې احساسات ژور دي. ګڼ افغانان هغه زړور، صادق، منظم، ملي او له شخصي فساد څخه پاک مشر ګڼي. [۱، ۹، ۱۰]
د واکمنې کورنۍ غړیتوب یې د ملي شخصیت ارزښت نه کموي؛ ځکه تاریخي قضاوت باید د نسب پر ځای د سیاست، کړنو، موخو او پایلو پر بنسټ وشي.
علمي تحلیل نه شخصیت تقدیسوي او نه یې بېانصافه محکوموي.
د داوود خان وطنپالنه، د خپلواکۍ په اړه حساسیت، د پرمختګ اراده او شخصي شجاعت باید ومنل شي؛
هممهاله د ده د نظام سیاسي انحصار، د واک تمرکز، د مخالفو نظرونو محدودول او د مشارکتي بنسټونو کمزوري هم باید نقد شي.
په یوې پخوانۍ لیکنه کې د هغه د اقتصادي سیاست او اصلاحاتو ځینو اړخونو ته اشاره شوې وه؛
خو دا مقاله له هغې لیکنې سره مقایسه نه ده، نه د هغې پر استدلال ولاړه ده او نه د کوم بهرني فکري قالب له مخې د داوود خان شخصیت تفسیر کوي.
دلته بحث د افغانستان د خپل تاریخي، ملي، ټولنیز او جیوپولیتیک واقعیت په چوکاټ کې وړاندې کېږي.
۲. له شاهي نظام سره اختلاف؛ د بدلون تر شا ملي او سیاسي انګېزې
شهید سردار محمد داوود خان له ۱۹۵۳م تر ۱۹۶۳م کال پورې د افغانستان صدراعظم و. [۱، ۲، ۷، ۹، ۱۰] هغه د قوي اجرائیه دولت، چټک اقتصادي پرمختګ، عصري اردو، پراخو زیربناوو او فعال بهرني سیاست پلوی و. د شاهي کورنۍ دننه اختلافاتو، له پاکستان سره د پښتونستان پر مسئله د اړیکو خرابوالي او اقتصادي فشارونو هغه په ۱۹۶۳م کال کې استعفا ته اړ کړ.
د ۱۹۶۴م اساسي قانون د مشروطه شاهي نظام، پارلمان، ټاکنو او نسبي سیاسي ازادۍ لپاره نوی چوکاټ رامنځته کړ. [۲، ۷، ۹، ۱۰] د «دیموکراسۍ لسیزې» له مثبتو اړخونو سره سره، حکومتونه بېثباته وو، ګوندونه قانوناً نه وو تنظیم شوي، کابینې ژر بدلېدې، په کمه اندازه اداري فساد موجود و او دولت د پراخو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل کافي ظرفیت نه درلود. [۲، ۷، ۸، ۹، ۱۰]
داوود خان باور درلود چې شاهي نظام د چټکو اصلاحاتو توان له لاسه ورکړی، دولت بېتصمیمه شوی او پارلماني سیالي د ملي پرمختګ پر ځای په ځنډ او بېنظمۍ اوښتې ده. د ده په اند افغانستان داسې مرکزي او مقتدرې رهبرۍ ته اړتیا لرله چې اوږدمهاله پراختیايي پلانونه عملي کړي.
له همدې امله د جمهوریت اعلان یوازې د تاج د ترلاسه کولو شخصي هڅه نه وه؛
بلکې د دولت د جوړښت د بدلولو، اجرائیه واک د پیاوړي کولو او د یوه عصري، مرکزي او پرمختیايي نظام د رامنځته کولو هڅه هم وه.
سره له دې، د شخصي سیاسي تمایل او ملي پروژو ترمنځ کرښه تل بشپړه روښانه نه وه.
۳. د ۱۹۷۳م بدلون؛ جمهوریت، که متمرکز جمهوري واک؟
د ۱۹۷۳م کال بدلون شاهي نظام پای ته ورساوه او جمهوریت یې اعلان کړ؛ [۱، ۲، ۳، ۹، ۱۰]
خو جمهوریت یوازې د پاچا د لقب په لرې کولو نه بشپړېږي.
په یوه واقعي جمهوریت کې ولسي مشارکت، د واکونو تفکیک، خپلواکه قضائیه قوه، قانونمند پارلمان، مسئول حکومت او د واک سولهییز انتقال بنسټیز ارزښتونه دي.
په لومړیو کلونو کې محمد داوود خان په یو وخت جمهور رئیس، صدراعظم، د بهرنیو چارو وزیر او د دفاعي چارو اصلي تصمیم نیوونکی و. [۱، ۲، ۹، ۱۰]
په دې توګه اجرائیه واک تر ډېره د یوه شخص په لاس کې متمرکز شو.
د ۱۹۷۷م اساسي قانون د جمهوري نظام رسمي حقوقي چوکاټ رامنځته کړ؛
خو یوګوندي نظام، د ملي انقلابي ګوند حاکمیت او د لوړو دولتي ادارو تمرکز د سیاسي تنوع او سالمې سیالۍ ساحه محدوده کړه. [۱، ۲، ۸، ۹، ۱۰]
په همدې دلیل نظام د سلطنت پر ځای جمهوریت شو، خو په بشپړ مشارکتي او دیموکراتیک جمهوریت بدل نه شو.
داوود خان خپل لومړنی هدف، یعنې د سلطنت ختمول او د جمهوریت اعلان، ترلاسه کړ؛ خو دویم او اساسي هدف، یعنې د پراخو ولسي بنسټونو، قانونمند مشارکت او پایدارو جمهوري ادارو جوړول، نیمګړی پاتې شو.
۴. د قوي، عصري او پر ځان بسیا افغانستان ملي ـ اقتصادي لیدلوری
د داوود خان د سیاست اساسي محور یو قوي، عصري او اقتصادي پلوه پر ځان بسیا افغانستان و. [۱، ۲، ۳، ۹، ۱۰] هغه غوښتل دولت د پراختیا اصلي محرک وي، زیربناوې جوړې کړي، صنعت ته وده ورکړي، کرنه عصري کړي، ملي اردو پیاوړې کړي او د ښځو او ځوانانو لپاره د تعلیم او کار نسبي زمینه پراخه کړي.
د ده په دوره کې پنځه کلنو اقتصادي پلانونو، بندونو، سړکونو، کرنیزو پروژو، فابریکو، عامه ادارو، روغتیايي مرکزونو او ښوونیزو پروګرامونو ته ډېر اهمیت ورکړل شو. [۲، ۳، ۵، ۶، ۹، ۱۰] افغانستان هغه مهال دومره کورنۍ پانګه، تخنیکي ظرفیت او مسلکي کادرونه نه لرل چې ټولې پروژې یوازې د خپلو امکاناتو له لارې عملي کړي؛
نو حکومت د شوروي اتحاد، امریکا، لویدیځو هېوادونو، هند، ایران، عربي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو مرستې راجلبولې. [۲، ۳، ۹، ۱۰]
دا د بېطرفۍ او د قدرتونو ترمنځ د توازن سیاست و:
افغانستان غوښتل له دواړو قطبونو مرسته واخلي، خو د هېڅ یوه تابع نه شي.
دغه لیدلوری د ناپییلو هېوادونو د غورځنګ له فکر سره همغږی و؛
هغه بهیر چې جواهر لعل نهرو، جمال عبدالناصر، جوزیپ بروز تیتو، احمد سوکارنو او قوام نکرومه یې له مخکښو شخصیتونو څخه وو، او وروسته احمد بن بله، جولیوس نایرېري، پاتریس لومومبا او د آسیا، افریقا او لاتینې امریکا نور خپلواکغوښتونکي مشران هم ورسره وتړل شول.
د ۱۹۵۵م کال د باندونګ کنفرانس او د ۱۹۶۱م کال د بلګراد لومړۍ سرمشریزې هغو ملتونو ته ګډ سیاسي غږ ورکړ چې نه یې غوښتل د واشنګټن او مسکو د پوځي او ایډیولوژیکو بلاکونو تابع شي او نه یې غوښتل خپله ملي خپلواکي، اقتصادي پرمختیا او د سولې حق د سترو قدرتونو د سیالیو قرباني کړي.
افغانستان هم د دې غورځنګ له لومړنیو ګډونوالو څخه و. [۲، ۹، ۱۰]
له ناپییلو مشرانو سره د داوود خان فکري نږدېوالی د شخصیتونو د بشپړې یوشانۍ معنا نه لري؛
بلکې د استعمار ضد خپلواکۍ، دولتجوړونې، اقتصادي پرمختیا او خپلواک تصمیم د ګډو ارمانونو څرګندونه کوي.
دا اقتصادي تصور منطقي و؛
خو خطر یې دا و چې د بهرنیو مرستو له زیاتېدو سره د دولت تخنیکي، مالي او امنیتي وابستګي هم زیاتېده.
په ځانګړي ډول د اردو د افسرانو یوه مهمه برخه په شوروي اتحاد کې روزل شوې وه. [۲، ۳، ۴، ۹، ۱۰] وروسته څرګنده شوه چې د بهرنیو روزنیزو او ایډیولوژیکو شبکو نفوذ یوازې تخنیکي نه و، بلکې ژورې سیاسي پایلې یې هم لرلې.
۵. لاسته راوړنې او نیمګړتیاوې؛ ایا داوود خان خپلو موخو ته ورسېد؟
ځواب نه مطلق «هو» دی او نه مطلق «نه».
هغه شاهي نظام ختم کړ، جمهوریت یې اعلان کړ، د دولت د عصري کولو اجنډا یې بیا فعاله کړه، د پرمختیايي پروژو لپاره یې بهرني منابع راجلب کړل، د ملي اردو او ادارې د پیاوړتیا هڅه یې وکړه او افغانستان یې په سیمهییزو اړیکو کې د یوه مستقل دولت په توګه مطرح وساته. [۱، ۲، ۳، ۸، ۹، ۱۰]
د ده شخصي پاکي، انضباط، د کار جديت او د دولت د شتمنۍ په اړه حساسیت د هغه د سیاسي میراث مهم عناصر دي. [۱، ۹، ۱۰]
خو هغه ونه توانېد چې خپل نظام په پراخو ولسي بنسټونو، مسلکي ادارو او مشارکتي سیاست بدل کړي.
د واک تمرکز دا معنا درلوده چې د نظام ثبات تر ډېره د یوه شخص په حضور پورې تړلی و.
ده داسې جمهوري دولت جوړ کړ چې بنسټونه یې د رهبر له شخصیت څخه کمزوري وو.
کله چې په ۱۹۷۸م کال کې پر ارګ برید وشو، داسې مستقل او پیاوړي دولتي بنسټونه موجود نه وو چې د جمهور رئیس له فزیکي حذف وروسته هم نظام وساتي.
دا د افغانستان په تاریخ کې یوه تکرارېدونکې ستونزه ده:
دولت د قانون، ادارې او بنسټ پر ځای د فرد، کورنۍ، ګوند یا پوځي شبکې پر محور جوړېږي؛
د فرد له سقوط سره نظام هم نړېږي.
۶. د افغانستان جغرافیه؛ نعمت، ملي شتمني او د مدیریت ستره ازموینه
افغانستان د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، منځني ختیځ او د چین د لویدیځو دروازو ترمنځ پروت دی.
دا موقعیت بدمرغي نه، بلکې ستر جغرافیایي نعمت، تاریخي رحمت او ملي شتمني ده. [۵، ۶، ۸، ۱۰]
افغانستان ته د ترانزیټ، سوداګرۍ، انرژۍ، اوبو، کانونو، فرهنګي اړیکو او سیمهییز اتصال بېساری ظرفیت ورکوي. [۵، ۶]
ستونزه د افغانستان په جغرافیه کې نه ده؛
ستونزه د دې جغرافیې په کمزوري مدیریت، اوږدمهاله غفلت، سیاسي بېثباتۍ، داخلي تفرقې، ناکافي زیربناوو او هغو بهرنیو دسیسو او لاسوهنو کې ده چې د هېواد کمزورۍ یې د خپلو موخو لپاره کارولې دي.
د افغانستان غرنی جوړښت، د نفوس جغرا فیاې لریوالی ، کمزورې لارې او د بازارونو ترمنځ محدود اتصال د دولتجوړونې او متوازن پرمختګ لپاره ستونزې رامنځته کړې دي؛ [۵، ۶، ۸، ۱۰] خو همدا غرونه اوبه، کانونه، طبیعي منابع، دفاعي ژورتیا او ستراتیژیک اهمیت هم لري. همدا موقعیت چې د کمزورۍ په وخت کې د سیالیو میدان ګرځي، د سولې او ثبات په صورت کې افغانستان د آسیا د ترانزیټ، سوداګرۍ او انرژۍ پر مهم مرکز بدلولای شي.
له همدې امله باید وویل شي: افغانستان د خپلې جغرافیې قرباني نه دی؛
بلکې د جغرافیایي نعمت د ناسم مدیریت، کمزوري دولت، بېسوادۍ، فساد، داخلي اختلاف او بهرني نفوذ قرباني شوی دی.
اصلي مسئله د جغرافیې بدلون نه، بلکې د هغې لپاره د پوه، مسئول، ملي او دوامداره و لسمحوره مدیریت رامنځته کول دي.
علامه محمد اقبال د افغانستان د جغرافیایي او تمدني اهمیت په اړه ویلي دي:
«آسیا یک پیکرِ آب و گِل است
ملتِ افغان در آن پیکر دل است
از فسادِ او فسادِ آسیا
از کشادِ او کشادِ آسیا»
د دې شعر مفهوم دا دی چې افغانستان د آسیا د زړه حیثیت لري. د افغانستان بېثباتي د ټولې سیمې پر امنیت او پرمختګ اغېز کوي، او د هغه سوله، ثبات او پرانیستنه د آسیا د اتصال او سوکالۍ لارې پراخولای شي.
د شهید محمد داوود خان د قوي، خپلواک او پرمختللي افغانستان تصور له همدې تاریخي او جغرافیایي حقیقت سره ژوره اړیکه لرله.
۷. له «سترې لوبې» تر سړې جګړې؛ افغانستان د نړیوالو سیالیو په منځ کې
په نولسمه پېړۍ کې تزاري روسیې له شماله او برتانوي هند له جنوبه د نفوذ ساحې پراخولې. افغانستان د دوو امپراتوریو ترمنځ د حایل دولت په توګه وکارول شو. [۲، ۸، ۹، ۱۰] د دې سیالۍ اغېز د افغانستان پر سرحدونو، بهرني سیاست، دولتي جوړښت او اقتصادي انزوا ژور پاتې شو.
په شلمه پېړۍ کې کلاسیکه «ستره لوبه» د سړې جګړې په رقابت بدله شوه
. شوروي اتحاد غوښتل افغانستان د خپل جنوبي امنیتي کمربند برخه وساتي؛
امریکا او متحدانو یې نه غوښتل چې هېواد په بشپړ ډول د مسکو تر نفوذ لاندې لاړ شي. [۲، ۳، ۸، ۹، ۱۰]
پاکستان، ایران، هند، چین او عربي هېوادونو هم خپلې امنیتي او سیاسي ګټې لرلې.
شهید محمد داوود خان هڅه وکړه له دې رقابت څخه د افغانستان د پرمختګ لپاره استفاده وکړي؛
خو کوچني او کمزوري دولتونه هغه وخت د لویو قدرتونو له مرستو سالمه ګټه اخیستلای شي چې قوي داخلي بنسټونه، مسلکي استخبارات، ملي اجماع او حسابورکوونکی نظام ولري.
افغانستان پیسې، وسلې، بورسونه او پروژې ترلاسه کړې؛
خو له دې سره یوځای بهرنی نفوذ، ایډیولوژیک رقابت، سیاسي شبکې او امنیتي وابستګۍ هم ورننوتې.
۸. شوروي ایډیولوژیک نفوذ، افراطي چپي شبکې او محاسباتي تېروتنه
د ۱۹۷۳م کال په کو د تاې بدلون کې یو شمېر چپي او د پرچم له شبکې سره نږدې پوځي افسرانو ونډه لرله. [۱، ۲، ۴، ۹، ۱۰] داوود خان د سلطنت د نسکورولو لپاره د هغوی له نظامي او اداري ظرفیت څخه استفاده وکړه؛
خو په بشپړ ډول یې ونه سنجوله چې د دغو کسانو یوه برخه یوازې اصلاحغوښتونکي افغانان نه وو، بلکې له یوې منظمې حزبي ـ ایډیولوژیکې شبکې سره تړلي وو.
شوروي اتحاد په افغانستان کې یوازې د بندونو، سړکونو، فابریکو، بورسونو او پوځي روزنې له لارې حضور نه درلود. د پوځي اکاډمیو، محصلینو، حزبي اړیکو، فرهنګي تبلیغاتو او سیاسي سازمانونو له لارې یې د نفوذ یوه نرمه او پټه ساحه هم پراخوله. [۲، ۳، ۴، ۸، ۹، ۱۰] د پوځ، پوهنتون، دولتي ادارو او ښاري روڼاندۍ په یوه محدوده خو فعاله برخه کې داسې کسان وروزل شول چې مارکسیستي ـ لیننیستي مفکورې او شوروي دولتي لیدلوري ته یې ژوره ژمنتیا لرله. [۴، ۸، ۹، ۱۰]
په علمي او اخلاقي انصاف کې باید وویل شي چې هر چپفکره افغان پردیپال نه و. په چپ جریان کې وطنپال، د ټولنیز عدالت غوښتونکي او ملي خپلواکۍ ته ژمن شخصیتونه هم موجود وو. نقد د هغو افراطي او سازمانیافته حلقو پر وړاندې دی چې د حزب، کودتايي شبکې او بهرني ایډیولوژیک مرکز وفاداري یې د افغانستان له دیني هویت، تاریخي حافظې، ملي حاکمیت او ولسي ارادې څخه لوړه ګڼله.
داوود خان وروسته له ایران، مصر، سعودي عربستان، پاکستان، هند او لویدیځ سره د اړیکو د پراخولو هڅه وکړه او غوښتل یې افغانستان د شوروي له یو اړخیز سیوري څخه وباسي؛ [۱، ۲، ۳، ۴، ۹، ۱۰]
خو تر هغه وخته پټې حزبي اړیکې، په پوځ کې ایډیولوژیک نفوذ او د خلق او پرچم سازماني حجرې تر اټکل ډېرې ژورې شوې وې.
د ده ستره محاسباتي تېروتنه دا وه چې د اشخاصو ظاهري دولتي دندې یې ولیدې، خو د هغوی پټ سازماني تعهد، متقابلې اړیکې او د بحران پر مهال د ګډ عمل ظرفیت یې په وخت او مسلکي ډول ونه پېژاند.
د افغانستان دیني، فرهنګي او تاریخي جوړښت له زرګونو کلونو تمدني حافظې، اسلامي ارزښتونو، قومي او محلي اړیکو، دودونو او خپلواکۍغوښتنې څخه جوړ شوی و. پر دې ټولنې د یوې وارداتي او بېریښې ایډیولوژۍ جبري تطبیق ژور مقاومت وزېږاوه او د دولت او ولس ترمنځ یې درز پراخ کړ.
هر څومره چې افراطي چپي واک پر زور، اعدام، زندان او تحمیل تکیه وکړه، هماغومره یې په ټولنه کې د خپل ضد مقاومت پیاوړی کړ.
۹. پاکستان، پښتونستان او سیمهییزه امنیتي معادله
شهید محمد داوود خان د پښتنو او بلوڅو د سیاسي حقونو او د ډیورنډ د تحمیلي کرښې په مسئله کې سخت دریځ درلود.
دې موضوع د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې کړې. [۱، ۲، ۳، ۸، ۹، ۱۰] پاکستان په مقابل کې د افغان دولت د اسلامپالو مخالفینو ملاتړ پیل کړ او د افغانستان د کورنیو اختلافاتو د امنیتي وسیلې په توګه د استعمال بنسټونه یې کېښودل. [۲، ۸، ۹، ۱۰]
د ۱۹۷۵م کال د پنجشېر پاڅون د حکومت پر ضد د اسلامپالو د سازمانیافته فعالیت یوه نښه وه. [۲، ۸، ۹، ۱۰] پاڅون ناکام شو، خو څرګنده یې کړه چې افغانستان یوازې د چپي شبکو له خطر سره نه، بلکې د پاکستان له ملاتړ څخه د برخمنو اسلامپالو جوړښتونو له ګواښ سره هم مخ و.
تاریخي عدالت غوښتنه کوي چې د افغانستان د ناورین مسئولیت یوازې پر افراطي چپي شبکو محدود نه شي.
د ښي اړخي او دیني شعارونو تر پوښ لاندې د ځینو افراطي سازمانونو وده هم د دولت او ولس لپاره جدي خطر و. د دغو شبکو یوه برخه د پاکستان په خاوره کې تنظیم او روزل کېده او د هغه هېواد د امنیتي محاسبو له مخې افغانستان ته لېږدول کېده.
په دې جریانونو کې داسې کسان هم وو چې د افغانستان ملي حاکمیت، د ولس خپلواکه اراده او متوازن اسلامي ـ ملي دولت یې لومړیتوب نه و؛
بلکې د خپلو ګوندي، ایډیولوژیکو او سیمهییزو موخو لپاره یې دیني احساسات د سیاسي بسیج وسیله ګرځوله.
له همدې امله هر هغه جریان چې د چپ یا ښي، سیکولر یا دیني شعار تر نامه لاندې د بهرني ملاتړ په بدل کې د افغانستان ملي ګټې کمزورې کوي، باید د یوه واحد علمي او اخلاقي معیار له مخې نقد شي.
البته ټول دیني عالمان، اسلامپال فعالان او مذهبي شخصیتونه د بهرني نفوذ برخه نه وو. ګڼ شمېر علما، مجاهدین او دیني شخصیتونه د وطن، اسلام، ولس او ملي خپلواکۍ وفادار پاتې شول. نقد یوازې هغو مشخصو افراطي او نیابتي شبکو ته متوجه دی چې د پاکستان یا بل بهرني ځواک د ستراتیژیکو موخو لپاره یې د افغانستان خاوره، دیني احساسات او ولسي قربانۍ استعمالولې.
دا تجربه یو مهم ملي درس لري:
مشروع ملي داعیه باید د احساساتي شعار او نیابتي سیاست پر ځای د حقوقي اسنادو، اقتصادي ځواک، ملي اجماع، فرهنګي اړیکو او اوږدمهاله ولسمحوره ډیپلوماسۍ له لارې تعقیب شي.
۱۰. نا لوستی ولس ، فقر او ټولنیز وروستهوالی؛ د ملي دولت پټې کمزورۍ
د یوه رهبر اراده هغه وخت په دوامدار بدلون بدلېږي چې ټولنه مسلکي کادرونه، ښوونیز بنسټونه، تولیدي اقتصاد، فعال مدني جوړښت او اداري ظرفیت ولري.
د داوود خان د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د نفوس لویه برخه په کلیوالو سیمو کې اوسېده؛
ښو نځی محدود، صنعتي تولید کم، دولتي عواید ناتوانه او د مسلکي کادرونو شمېر لږ و. [۲، ۵، ۶، ۸، ۹، ۱۰]
مرکزي دولت په ډېرو لرو سیمو کې یوازې محدود اداري حضور درلود. [۲، ۵، ۶، ۸]
نا لو ستې “ بېسوادي “ یوازې د لوست او لیک نشتوالی نه دی؛
بلکې خلک د سیاسي غو لونی « فریب “ ، افراطي تبلیغ، قومي تحریک، بهرني نفوذ او غیرعلمي شعار پر وړاندې زیانمنوي.
فقر انسان دې ته اړ باسي چې د اوږدمهاله ملي ګټې پر ځای د سمدستي ژوندي پاتې کېدو فکر وکړي.
بېکاري وسلهوالو ډلو ته افراد برابروي،
کمزوری تعلیم د ادارې ظرفیت له منځه وړي، او وروسته پاتې اقتصاد دولت پر بهرنیو مرستو متکي کوي.
داوود خان له یوه عادي اقتصادي مشکل سره نه، بلکې له څو پېړیو راپاتې جوړښتي وروستهوالي سره مخ و.
خو د دې ستونزې حل یوازې په فرمان، مرکزي واک او پوځي نظم ممکن نه و؛
پراخ تعلیم، محلي مشارکت، د قانون حاکمیت او څو نسله دوامداره دولتجوړونه یې غوښتله.
۱۱. ظاهراً قوي، خو بنسټیز کمزوری نظام؛ داخلي نیمګړتیاوې
د داوود خان د حکومت ناکامي یوازې د شوروي، پاکستان یا نورو بهرنیو قدرتونو کار نه و.
بهرني ځواکونه اکثره هغه دروازې کاروي چې داخلي کمزورتیا ورته پرانیستې وي.
د واک ډېر تمرکز دولت ظاهراً قوي، خو په حقیقت کې شکننده کړ. [۸، ۹، ۱۰]
کله چې ټولې مهمې پرېکړې د یوه شخص له دفتره کېږي، وزیران او چارواکي د ابتکار پر ځای د امر انتظار کوي.
معتدل مخالفین، خپلواک روڼاندي، علما، قومي مخور او مسلکي شخصیتونه باید د دولت د اصلاح قانوني برخه وي.
که سالم سیاسي فعالیت محدود شي، پټ افراطي سازمانونه پیاوړي کېږي.
داوود خان غوښتل د کمونیستي نفوذ مخه ونیسي؛
خو د پوځ او دولت دننه د شبکو پر ژور تحلیل او منظمې قانوني تصفیې پر ځای یې تر ډېره پر اشخاصو فشار واچاوه. [۱، ۴، ۸، ۹، ۱۰]
نظام په مسلکي استخباراتي تحلیل کې کمزوری و او ناوخته، عاجلو اقداماتو ته یې مخه کړه.
۱۲. د ثور اوومه؛ انقلاب نه، بلکې ملي ناورین او فاجعه
د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په ۷مه او ۸مه د خلق دیموکراتیک ګوند اړوندو افراطي پوځي افسرانو پر ارګ، مهمو پوځي مرکزونو او دولتي تأسیساتو برید وکړ. محمد داوود خان، د هغه د کورنۍ غړي او ګڼ دولتي چارواکي ووژل شول. [۱، ۲، ۳، ۴، ۸، ۹، ۱۰]
دا پېښه د یوه عادي حکومت بدلون نه و؛
بلکې د افغانستان د ملي دولت، قانوني تسلسل او خپلواک تاریخي مسیر پر ضد وسلهوال کودتايي یرغل و.
د ثور فاجعې یوازې یو مشر او یوه کورنۍ له منځه یو نه وړل؛
د افغانستان د سیاسي تحول طبیعي مسیر یې مات کړ، اردو یې حزبي کړه، دولت یې د ایډیولوژیک انتقام وسیله وګرځاوه او د ولس پر دین، دود، ملکیت، کورنۍ او ټولنیز جوړښت یې په زور تجربې پیل کړې.
وروسته پراخې نیونې، اعدامونه، جبري اصلاحات، ولسي پاڅونونه، د شوروي مستقیم پوځي یرغل، جهاد، مهاجرت، کورنۍ جګړه او د څو لسیزو ملي ویجاړۍ رامنځته شوې. [۲، ۴، ۸، ۹، ۱۰]
د «انقلاب» اصطلاح معمولاً د پراخ ولسي خوځښت، ژور ټولنیز بدلون او نسبي عامه مشارکت معنا لري. د ثور پېښه تر ډېره د یوې محدودې افراطي ایډیولوژیکې ډلې له خوا د پوځ د پټو شبکو په وسیله ترسره شوې کودتا وه. ځکه د «ثور پوځي کودتا»، «د ثور اوومې ملي فاجعه» او «د دولت پر ضد حزبي یرغل» اصطلاحات له تاریخي واقعیت سره ډېر نږدې دي.
۱۳. ملي شخصیت او انساني شجاعت؛ له درناوي سره علمي نقد
د شته تاریخي شواهدو پر بنسټ محمد داوود خان د افغانستان ملي حاکمیت، اقتصادي پرمختګ، قوي دولت او مستقل بهرني سیاست ته ژمن و. شخصي ژوند یې نسبتاً ساده و، د اداري فساد تورونه پرې د ډېرو نورو واکمنانو په څېر غالب نه دي، او د مرګ تر شېبې یې د تسلیمۍ پر ځای مقاومت غوره کړ. [۱، ۲، ۳، ۹، ۱۰]
خو «ملي شخصیت» د «بېخطا رهبر» معنا نه لري.
هغه د بنسټونو پر ځای پر شخصي اقتدار ډېر تکیه وکړه؛
د سیاسي تنوع لپاره یې کافي قانوني ساحه جوړه نه کړه؛
د چپي پوځي شبکو نفوذ یې په لومړي پړاو کې کم اټکل کړ؛
د مخالفو جریانونو ترمنځ یې د ملي تفاهم دوامدار چوکاټ جوړ نه کړ؛
او جمهوریت یې د یوه پیاوړي مشارکتي نظام پر ځای تر ډېره د مقتدرې رهبرۍ په نظام بدل کړ.
د داوود خان عزت په دې کې نه دی چې هره پرېکړه یې سمه وبلل شي؛
بلکې په دې کې دی چې د هغه ملي ارمانونه وساتل شي او ا فغان و لس ددی ا هدا فو د تحقق د پاره کو ټلی ګا مونه وا خلی او له سیاسي تېروتنو یې زدهکړه وشي.
۱۴. له نیمګړې ملي تجربې څخه تاریخي درسونه
د محمد داوود خان تجربه ښيي چې صادق، زړور او وطنپال رهبر مهم دی؛
خو یوازې رهبر ملت نه شي ژغورلای. ملت ته دوامدار بنسټونه، د قانون حاکمیت، علم او تعلیم، تولیدي اقتصاد، مسلکي اداره او داسې ملي اجماع ضروري ده چې ټول افغانان پکې ځان د دولت شریک او مسئول وبولي.
قوي دولت باید له ضعیف دولت سره یو شان ونه ګڼل شي. قوي دولت هغه دی چې قانون یې تر چارواکي لوړ، بودجه یې شفافه، اردو یې ملي، استخبارات یې مسلکي، قضا یې خپلواکه او خلک یې د نظام د مالکیت احساس ولري.
افغانستان باید خپله جغرافیایي شتمني د جګړې له میدان څخه د اقتصادي اتصال پر مرکز بدله کړي. د هېواد امنیت باید د بل دولت د مرستو، اډو یا استخباراتي ضمانت پر ځای پر ملي اردو، ملي اقتصاد، متوازن ډیپلوماسۍ او ولسي مشروعیت ولاړ وي.
تعلیم باید د ملي امنیت د لومړۍ کرښې په توګه وپېژندل شي.
نا لو ستی « بېسواده » ملت ژر د ایډیولوژۍ، قومپالنې، استخباراتي جګړې او مذهبي افراط قرباني کېږي.
بهرنی توازن هغه وخت ګټور دی چې داخلي بنسټونه قوي وي؛ که کور کمزوری وي، د هر بهرني مېلمه تر شا د نفوذ امکان پیدا کېږي.
۱۴.۱. له ملي اتلولۍ تر ملي وحدت؛ علم، عدالت او ګډ مسئولیت
د افغانستان تاریخ د یوه قوم، یوې ژبې، یوې سیمې یا یوې کورنۍ تاریخ نه دی؛ بلکې د پښتنو، تاجکانو، هزارهوو، ازبکانو، ترکمنانو، بلوڅو، نورستانیانو، پشهیانو، ایماقو، عربو، قزلباشو، ګوجرو او د هېواد د نورو ټولو اوسېدونکو د ګډو قربانیو، مبارزو، بریاوو او دردونو تاریخ دی.
د خپلواکۍ، ملي حاکمیت، فرهنګي هویت او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې هر قوم خپل ویاړلی او نههېرېدونکی سهم لري.
پښتنو د دولتجوړونې، د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې د مقاومت او ملي خپلواکۍ په مبارزو کې سترې قربانۍ ورکړې دي. تاجکانو د هېواد په علمي، ادبي، اداري، فرهنګي او تاریخ کې د پام وړ ونډه لرلې ده. هزارهوو، ازبکانو، ترکمنانو، بلوڅو، نورستانیانو، پشهیانو او نورو قومي او ژبنیو ټولنو هم د افغانستان په علم، اقتصاد، فرهنګ، دفاع او ملي بیدارۍ کې ارزښتناک خدمتونه کړي دي.
نه پښتون د تاجک له ملي ویاړ څخه بېل دی، نه تاجک د پښتون له قربانۍ څخه، او نه د افغانستان د کوم بل قوم عزت د بل قوم له عزت سره په ټکر کې دی.
د یوه قوم اتلولي باید د بل قوم د سپکاوي وسیله نه شي؛
ځکه اصلي ملي اتل هغه څوک دی چې د خپل قوم تر څنګ د ټول افغانستان خپلواکي، ولس او ګډ ملي کرامت وساتي.
د افغانستان دښمنانو په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې هڅه کړې چې قومي، ژبني، مذهبي او سیمهییز توپیرونه د سیاسي نفوذ او نیابتي جګړو په وسیله بدل کړي. کمزوري دولتونه او تنګنظره مشران کله ناکله د ملي مشارکت پر ځای د محدودې قومي یا ګوندي حلقې پر ملاتړ تکیه کوي؛
خو دا ډول سیاست دولت نه پیاوړی کوي، بلکې د بېباورۍ، محرومیت، غچ اخیستنې او بهرني نفوذ دروازې پرانیزي.
د شهید محمد داوود خان له تجربې څخه یو مهم درس دا دی چې قوي ملي دولت یوازې په مقتدر رهبر نه جوړېږي؛
ټول قومونه، ژبې، سیمې او وړتیاوې باید پکې د عدالت، اهلیت او قانون له مخې خپل مشروع حضور وویني. ملي اردو، اداره، پوهنتون، اقتصاد، قضا او سیاسي نظام باید د ټول افغانستان استازیتوب وکړي، نه د یوه قوم، یوې سیمې یا محدودې سیاسي شبکې.
ملي وحدت د قومونو د هویتونو په له منځه وړلو نه، بلکې د هغوی د مشروع هویت، ژبې، کلتور او برابر انساني کرامت په درناوي ټینګېږي.
افغان ملي هویت باید داسې پراخ چتر وي چې پښتون پکې خپل عزت، تاجک خپل ویاړ، هزاره خپل حق، ازبک او تر کمن خپل مقام او د افغانستان هر وګړی خپل وطن او راتلونکی وویني.
موږ په ګډه قرباني ورکړې، زموږ کورونه په ګډه وران شوي، زموږ بچیان په ګډه مهاجر شوي او زموږ راتلونکی هم یوازې په ګډه جوړېدای شي.
د افغانستان د بقا لار قومي برتري نه، بلکې ملي عدالت؛
ژبنی تعصب نه، بلکې فرهنګي درناوی؛
او انحصار نه، بلکې د ټولو افغانانو مسئولانه مشارکت دی.
۱۵. پایله؛ قوي رهبر، پیاوړي بنسټونه او ګډ ملي راتلونکی
شهید سردار محمد داوود خان د افغانستان د معاصر تاریخ یو مهم، وطنپال، اصلاحغوښتونکی او تراژیديک شخصیت و.
هغه شاهي نظام پای ته ورساوه او جمهوریت یې اعلان کړ؛ خو داسې پایدار جمهوري بنسټونه یې جوړ نه کړل چې له ده وروسته هم نظام وساتي.
د هغه ملي پروژی د فقر، کمی و لسی زده کړی، کمزورو ادارو، د واک د ډېر تمرکز، محدود سیاسي مشارکت، افراطي چپي شبکو، د پاکستان تر ملاتړ لاندې د ځینو نیابتي اسلامپالو جوړښتونو او د سړې جګړې د نړیوال رقابت په ګډ فشار کې نیمګړې پاتې شوه.
د هغه له تجربې څخه اساسي درس دا دی چې افغانستان یوازې یوه قوي فرد ته نه،
بلکې داسې قوي، مشروع، ټولشموله او ملي نظام ته اړتیا لري چې قانون یې تر شخص لوړ، اردو او اداره یې ملي، قضا یې خپلواکه، بودجه یې شفافه او ټول قومونه یې د عدالت او اهلیت له مخې شریکان وي.
د شهید داوود خان او د هغه د کورنۍ درناوی هغه وخت بشپړېږي چې له تاریخ څخه د انتقام پر ځای عدالت، د تعصب پر ځای علم، او د نیابتي وفادارۍ پر ځای ملي مسئولیت زده شي.
۱۶. وروستۍ ملي او عبرتانګېزې پوښتنې؛ ایا موږ له تاریخ څخه زده کړه کړې؟
ایا موږ بیا د تاریخ هغه تېروتنه تکراروو چې یو قوي شخص جوړوو، خو داسې قوي ملي دولت نه جوړوو چې د شخص تر عمر اوږد ژوند وکړي؟
ایا تعلیم، اقتصاد، قضا، ملي اردو، مسلکي اداره او شفافه بودجه د نظام د بقا بنسټونه ګڼل کېږي، که د رهبر شخصي اراده د ټولو بنسټونو بدیل بلل کېږي؟
ایا افغانستان داسې نظام جوړوي چې ټول قومونه، سیمې، ژبې او وړتیاوې پکې خپل مشروع سهم وویني، که دولت بیا د محدودې حلقې پر محور راڅرخي؟
ایا د سالم نقد، دیني علماوو، مسلکي کادرونو، خپلواکو متخصصانو او وطنپالو مخالفو نظرونو لپاره قانوني ځای شته، که د هر نقد دروازه تړل کېږي او افراط پټو لارو ته ټېل وهل کېږي؟
ایا موږ د داوود خان له تجربې زده کړه کړې چې د پوځ، استخباراتو، پوهنتونونو او ادارو دننه پټې ایډیولوژیکې یا بهرنيوفادارې شبکې څنګه یو نظام له دننه نړولای شي؟
ایا د دولت وفاداري باید له اشخاصو او ډلو سره وي، که له اسلام، وطن، ولس، ملي حاکمیت او راتلونکو نسلونو سره؟
ایا کابینه، وزیران، والیان او لوړپوړي مسئولین د قانون په چوکاټ کې د مسئولانه ابتکار، علمي مشورې او حقیقت ویلو صلاحیت لري، که یوازې د امر د انتظار فرهنګ پیاوړی شوی دی؟
که په اوسني حاکم نظام کې ولسی رهبری او منظم حاکمیت موجود وي، نو اساسي پوښتنه دا ده چې:
ایا په هېواد کې داسې ملي، حقوقي، اداري او علمي بنسټونه هم شته چې د افغانستان د ټولو وګړو استازیتوب وکړي، چی په ملي کچه مشروعیت ولري او د ولس پراخ باور ترلاسه کړی ؟
17. References
1. Encyclopaedia Iranica. “DĀʾŪD KHAN, MOḤAMMAD.”
2. Library of Congress. Afghanistan: A Country Study.
3. Office of the Historian, U.S. Department of State. Foreign Relations of the United States: Documents on Afghanistan, 1973–1978.
4. Afghanistan Analysts Network. Between Reform and Repression: The Rise and History of the People’s Democratic Party of Afghanistan.
5. World Bank. Afghanistan: Spatial and Regional Development.
6. World Bank. State Building, Sustaining Growth, and Reducing Poverty in Afghanistan.
7. Richard S. Newell. The Constitutional Period in Afghanistan, 1964–1973.
8. Barnett R. Rubin. Studies on State Formation and the Political Order in Afghanistan.
9. Louis Dupree. Afghanistan.
10. Thomas Barfield. Afghanistan: A Cultural and Political History.
محمد همایون همت
MD,PhD
۲۰ ـجولای ۲۰۲۶