Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کانونو وزارت په یوه کال کې د کانونو ۱۰۹ قراردادونه لاسلیک...

د کانونو وزارت په یوه کال کې د کانونو ۱۰۹ قراردادونه لاسلیک کړي

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په تېر یوه کال کې یې له کورنیو شرکتونو سره د شاوخوا ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د کانونو د استخراج ۱۰۹ قراردادونه لاسلیک کړي دي.

دغه وزارت په خپل تازه راپور کې، چې پرون یې خپور کړ، ویلي چې د افغانستان د کانونو په سکټور کې د کورنیو شرکتونو او د سیمې د هېوادونو د پانګه‌والو لېوالتیا زیاته شوې ده.

افغانستان د مسو، وسپنې، سرو زرو، لیتیم، کرومایټ، ډبرو سکرو او ګڼو نورو معدني موادو پراخې زېرمې لري، او طالبان دا زیرمې د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو بنسټونو څخه ګڼي. د کانونو وزارت د کانونو پراختیا د کورنیو عوایدو د زیاتوالي او د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا یوه مهمه لار بولي. طالبان وایي، د کانونو پراختیا به د حکومت عواید لوړ کړي، کاري فرصتونه به رامنځته کړي او د افغانستان اقتصادي اتکا به راکمه کړي.

وروسته له هغې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل او بهرنۍ مرستې کمې شوې، په دې برخه کې یې هڅې زیاتې کړي چې د ګمرکونو، مالیاتو او طبیعي سرچینو له لارې کورني عواید زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...