تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د ایران پر پوځي هدفونو یې د شپنیو بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. دا د امریکا له لوري پر ایران د پرلهپسې لسمې شپې بریدونه دي. په ورته وخت کې، ایراني سرچینې هم وايي چې د ایران ځواکونو په سیمه، په ځانګړي ډول په اردن کې، د امریکايي ځواکونو پر اډو د توغندو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
سنتکام د دوشنبې په شپه، د ایران پر وخت د ۱۱:۳۰ بجو، په اېکسپاڼه (X) کې په یوه لنډ پیغام کې وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی.
سنتکام یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دا بریدونه د دې لپاره ترسره کېږي چې د ایران هغه پوځي وړتیاوې کمزورې کړي چې د دوی په وینا په هرمز تنګي کې سوداګریزه بېړۍ چلونه له ګواښ سره مخامخ کوي. خو د بریدونو د هدفونو په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.
د ایران په جنوبي سیمو کې چاودنې
له دې اعلان سره هممهاله، ایراني رسنیو د هېواد په څو جنوبي سیمو کې د چاودنو خبر ورکړ. د فارس خبري اژانس ویلي چې په سیریک ښار کې څو چاودنې شوې دي. همدې اژانس د بندرعباس او قشم په ښارونو کې هم د چاودنو د غږونو د اورېدو راپور ورکړی. د مهر خبري اژانس ویلي چې د بوشهر اټومي بټۍ شاوخوا د هوايي دفاع سیستم فعال شوی دی.
په شیراز کې هم چاودنې
د راپورونو له مخې، د شیراز ښار ځینې برخې هم د زورورو چاودنو له امله ولړزېدې.
ویل کېږي چې د الکترونیکي صنایعو شاوخوا سیمې په نښه شوې دي. د همدې سیمې په شاوخوا کې څو ساعته مخکې هم یوه لویه چاودنه شوې وه.
عراق کې یوه بېپیلوټه الوتکه ویشتل شوې
رویټرز خبري اژانس د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د عراق په اربیل کې د امریکايي ځواکونو د الحریر هوايي اډې ته نژذې یوه بېپیلوټه الوتکه نسکوره شوې ده.
تر اوسه د دې پېښې د احتمالي تلفاتو یا زیانونو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
د اوربند د وړاندیز راپورونه
دا بریدونه په داسې حال کې روان دي چې د سیمهییزو منځګړو په هڅو د امریکا او ایران ترمنځ د لس ورځني اوربند د وړاندیز په اړه هم راپورونه خپاره شوي، خو تر اوسه د دواړو لورو له خوا په رسمي ډول نه دي تایید شوي.