Home+محمد داود خان؛ د افغانستان اقتصاد د رادیکال مدرنیزېشن هڅه

محمد داود خان؛ د افغانستان اقتصاد د رادیکال مدرنیزېشن هڅه

لیکوال: سرماچار.پ
ژباړن: سیلانی
لنډیز
په دې مقاله کې به موږ هغه اقتصادي اصلاحات وڅېړو چې د داود خان حکومت چمتو کړي و او هڅه به وکړو چې د هغو پایلې راڅرګندې کړو. ځکه دقیقاً د داوود خان فعالیتونه و چې د شلمې پېړۍ په پای کې یې د هېواد د کورني انکشاف او بهرني پالیسۍ د راتلونکي مسیر ماهیت وټاکه.
د مقالې متن
د افغانستان د معاصرو ګډوډیو او بدلونونو ریښې لرغونو زمانو ته ورګرځي؛ له همدې امله داسې نه شي کېدای چې یوازې یو مشخص عامل جلا او په ګوته شي چې له کبله یې معاصر افغانستان «ناکام دولت» یا failed state  بلل شوی وي. د افغانستان تاریخ په دې ځانګړنه پېژندل کېږي چې تل له «پرېکون» سره مخ شوی دی: د انکشاف هره دوره د شاتګ او د ټولنیز ژوند د ټولو برخو د کمزوريکېدو له پړاوونو سره بدله شوې ده. په عین حال کې، دا ټولې پېښې د قومي او مذهبي شخړو په بستر کې رامنځته شوې دي.
د بېلګې په توګه، که د شلمې پېړۍ د دویمې نیمایي سیاسي پېښې وڅېړو، وبه وینو چې محمد داوود خان د دراني سلطنتي کورنۍ تر نسکورېدو وروسته واک ته ورسېد؛ هغه کورنۍ چې نور یې خپل تاریخي کارکردګۍ له لاسه ورکړې وه. ورپسې سمدستي د مدرن‌سازۍ یو د پام وړ بهیر پیل شو؛ خو د دې مدرن سازۍ له چټکتیا څخه ناخوښي د دې لامل شوه چې واک د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند لاس ته ولوېږي. خو ډېر ژر د دې دوو دولتي پروژو پر ځای «د مدرن‌سازۍ ضد دوه پروژې» ځای پر ځای شوې.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د افغانستان اقتصاد «په بشپړه توګه ویجاړ شوی و»؛ بهرنۍ سوداګري کمه شوې وه او د دولت لګښتونه د هغه له عوایدو څخه په څرګند ډول زیات و. د اقتصاد بنسټ کرنې جوړاوه؛ خو په کرنه کې د کښت او کار زاړه او ابتدایي میتودونه واکمن و او د ځمکو د مالکانو او بزګرانو ترمنځ نیمه‌فیودالي اړیکې موجودې وې. روڼ‌اندو او پرمختګ‌پالو کړیو له ډېر پخوا د بنسټیزو بدلونونو اړتیا درک کړې وه، او محمد داوود خاند اصلاحاتو د پلي کولو له پیل کونکو څخه و.
محمد داوود خان د افغانستان په تاریخ کې د شلمې پېړۍ له نامتو دولتي او سیاسي شخصیتونو څخه دی. د هغه د سیاسي کارنامې پیل 1946  کال ګڼلای شو؛ هماغه کال چې دی د شاه محمود په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو، او یو کال وروسته د دیپلوماتیک کار لپاره پاریس ته واستول شو. په 1948 کال کې داوود خان بېرته افغانستان ته راستون شو او د ملي دفاع د وزیر په توګه وټاکل شو. د شوروي ډېر دیپلوماتان چې له داوود سره یې شخصي پېژندګلوي درلوده، په خپلو خاطرو کې لیکلي دي چې هغه «په رښتینې توګه غوښتل افغانستان مدرن کړي»، خو د خلکو د ژوند د کیفیت د ښه کولو لپاره بهرنۍ مرستې اړینې وې.
په همدې وخت کې د افغانستان په ټولنیز ژوند کې د روڼ‌اندو استازو داسې کړۍ راڅرګندې شوې چې اندونه یې ډېری وخت له سلطنتي واکمنۍ سره همغږي نه درلوده. په هماغه دوره کې محمد داوود خان د شاه محمود له حکومت څخه ناخوښ فعال ملي‌پال او هېوادپال شخصیتونه د ځان شاوخوا راټول کړل. دا کړۍ په تاریخ کې د «ملي پښتون کلوب» یا ملي پشتون کلوب په نوم پېژندل شوې ده.
د 1950مې لسیزې په پیل کې، د هېواد د مدرن‌سازۍ د پلوي په توګه د محمد داوود خان اعتبار او نفوذ په څرګند ډول زیات شو او د افغانستان د ټولنې ګڼو پرمختګ‌پالو شخصیتونو هغه خپل مشر باله. د هغه وخت د نوموړي د پلویانو په منځ کې یوازې هغه کسان نه لیدل کېدل چې ملي‌پاله او د پښتنو ملاتړ ته مایل نظرونه یې لرل، بلکې د چپو اندونو پلویان، لکه ن. م. تره‌کی، ببرک کارمل او نور کسان هم په کې شامل و.
د شاه محمود سره د اختلافاتو په پایله کې، محمد داوود خان په 1951 کال کې استعفا ورکړه.
دا ټولې پېښې په افغانستان کې د بورژوا دموکراتیک اپوزیسیوني غورځنګ په بستر کې رامنځته کېدې. خو د ۱۹۵۳په سپتمبر کې شاه محمد ظاهر شاه د حکومت د جوړولو مأموریت داوود خان ته وسپاره. په دې پړاو کې هغه نه یوازې صدراعظم شو، بلکې د ملي دفاع د وزیر دنده یې هم پر غاړه درلوده. په دې توګه د داوود خان د عملي واکمنۍ لومړۍ لسیزه پیل شوه؛ البته شاهي کورنۍ وخت ناوخت دا څرګندوله چې د داوود خان واک نامحدود نه دی، او په بېلابېلو لارو یې د هغه پر وړاندې خنډونه جوړول. داوود خان موخه درلوده چې د افغانستان سیاسي مسیر بدل کړي او پراخ اصلاحات پیل کړي. د داوود خان تر مشرۍ لاندې د «رهبري‌شوي اقتصاد» سیاست اعلان شو. محمد داوود خان په شخصي توګه په دې برخه کې د ټولو وزارتونو فعالیتونه همغږي او کنټرولول.
د داوود خان د عملي واکمنۍ د لومړۍ لسیزې عمده ځانګړنې
د دې لسیزې اساسي ځانګړنې ښایي داسې وشمېرل شي:
• د دولتي ادارې بنسټونه له هغو څېرو څخه جوړ شول چې «د ټولنې د فعالو سیاسي کړیو فضا، بدل شوي نړیوال وضعیت، او د واکمنو کړیو د ګټو په چوکاټ کې د ځینو اصلاحاتو د پلي کولو لپاره چمتووالی» یې په پام کې نیوه؛
• له 1956 څخه تر 1961 کلونو پورې اړوند لومړی پنځه کلن پلان تدوین شو؛ که څه هم دا پلان وروسته بیا وکتل شو، خو د راتلونکو اصلاحاتو لپاره په یوه محرک بدل شو؛
• د محمد داوود خان حکومت هڅه کوله چې سرمایه‌داري مناسبات پراخ کړي؛ خو په عین وخت کې یې د «رهبري‌شوي اقتصاد» سیاست اعلان کړ، څو د ټولنې د نږدې ټولو قشرونو ملاتړ ترلاسه کړي؛
• د پور ورکولو نظام اصلاح شو، او دې اصلاح د «منځنیو او کوچنیو متشبثینو» لپاره د پورونو د برابرولو امکان رامنځته کړ؛
• د ګډې سرمایې لرونکي بانکونه رامنځته شول چې باید د لویو تجارتي او صنعتي شرکتونو په فعالیتونو کې برخه واخلي. په دې توګه، د اقتصاد په انکشاف کې د دولت رول پیاوړی شو؛
• بهرنۍ پانګونه په پراخه توګه جلب شوه؛ خو د ونډو کنټرولوونکې برخې د دولت په واک کې پاتې کېدې؛
• نوي قوانین تصویب شول چې د خصوصي متشبثینو مالیات یې تنظیمول؛
• د شوروي اتحاد د بېلګې په پیروۍ، د هېواد د اقتصادي انکشاف پلانونه چمتو شول. که پر احصایو باور وشي، د لومړنیو دوو پنځه‌کلنو پلانونو په کلونو کې د تولید حجم څلور برابره زیات شو؛
• د تجارتي او ترانسپورتي شرکتونو ناڅاپي زیاتوالي د سوداګرۍ له ودې سره مرسته وکړه؛
• د داوود خان حکومت، د اقتصادي او نظامي مرستو د ترلاسه کولو په لټه کې اړ شو چې له شوروي اتحاد او د امریکا له متحده ایالاتو څخه مرسته وغواړي.
په ټوله کې، «د هېواد په اقتصادي ژوند کې د دولتي سکتور رول» په څرګند ډول زیات شو. خو هغه سیاست چې «رهبري‌شوی اقتصاد» بلل کېده، د هېواد لویې ستونزې حل نه کړې: د هېواد وضعیت لا هم ناپایدار پاتې شوی و. د محمد داوود خان ټولې هڅې چې د هېواد د څو پېړیو پر شاته‌پاتې‌والي بری ومومي، له بهرني تخنیکي او مالي ملاتړ پرته له ماتې سره مخامخ و.
په ورته وخت کې، همدغو بهرنیو مرستو هېواد په داسې یوې جغرافیې بدلو چې پر لوېدیځ او شوروي اتحاد پورې تړلی وي.
د 1953  او1963  کلونو په منځ کې، نږدې په ټولو برخو کې پراخ بدلونونه رامنځته شول: «حکومت کې بیا اصلاحات راغلل، د اقتصادي انکشاف د پلانونو تدوین پیل شو، له بهرنیو مرستو څخه د پانګونې لپاره استفاده وشوه، د نورو هېوادونو متخصصان د تأسیساتو په جوړولو کې د همکارۍ لپاره راوبلل شول، او اردو پیاوړی شوه».
محمد داوود د ترانسپورتي سیستم د راتلونکي انکشاف او د معاصرې انرژۍ او کیمیاوي صنعت بنسټ کېښود. په نورو برخو کې هم بریاوې ترلاسه شوې: هغه مسلکي متخصصان ورو ورو راڅرګند شول چې په بهر کې یې زده‌کړې کړې وې او داسې لویې لارې جوړې شوې چې د هېواد ستر ښارونه یې یو له بل سره نښلول. د ترسره شویو جیولوجیکي کارونو په برکت، په هېواد کې د نفتو، ګازو، اوسپنې ډبرې، باریت او ډبرو سکرو استخراج پیل شو. په ټوله کې، ټولنه هم دموکراتیکه او مدرنه شوه؛ یوازې د 1958  کال هغې پرېکړې ته اشاره بسنه کوي چې ښځو ته یې اجازه ورکوله چې په ښار کې لوڅ مخ راڅرګندې شي.
د داوود خان د ناکامیو اصلي علت دا و چې هغه ونشو کولی په لنډه موده کې د سیاسي نهادونو زوړ نظام اصلاح کړي، ټولنیز ژوند دموکراتیک کړي او د ټولنې د زیارکښو قشرونو ژوند اسانه کړي. خو د داوود خان د حکومت تر استعفا وروسته هم وضعیت ثبات ته ونه رسېد. د خوراکي موادو اوږدمهاله بحران په هېواد کې قحطۍ ته ورسېد، د کارګرانو په منځ کې اعتصابونه زیات شول او د بزګرانو او کسبګرو د ډله‌ییزو اعتراضونو ځینې پېښې هم رامنځته شوې. پر دې سربېره، له1970 څخه تر 1972 کلونو پورې سختې وچکالۍ د هېواد اقتصاد، چې لا هم تر ډېره زراعتي و، په جدي توګه کمزوری کړ.
د 1973 کال په اوړي کې، بالاخره محمد داوود خان پرېکړه وکړه چې له رامنځته شوي وضعیت څخه ګټه واخلي، او د دولتي کودتا په پایله کې، د اردو په مرسته، واک ته ورسېد. له کودتا وروسته سمدستي په هېواد کې نظامي حالت اعلان شو. داوود خان د اگست د 23مې په راډیويي وینا کې د خپل پروګرام بنسټونه بیان کړل؛ داسې پروګرام چې د هېواد په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ژوند کې د بنسټیزو بدلونونو پر پلي کولو ولاړ و. د ځمکنیو اصلاحاتو تطبیق د ټولنیز اقتصادي سیاست د لومړیتوب لرونکي جهت په توګه اعلان شو.
داوود خان، وروسته له هغه چې د دولت بشپړ واکمن شو، هڅه وکړه چې د افغانستان د مدرن‌سازۍ مسیر ته دوام ورکړي. د داوود خان د اهدافو بلندپروازي، له نورو مواردو سره سره، له شوروي اتحاد سره د مذاکراتو په بهیر کې څرګنده شوه. د افغانستان حکومت له شوروي اتحاد څخه مرسته وغوښته، څو د ټولنیز اقتصادي انکشاف اووه‌کلن پلان عملي کړي؛ داسې پلان چې د تطبیق په جریان کې یې باید د متالورژۍ فابریکې، د نفتو د تصفیې فابریکه، د اوبو لګولو تأسیسات او نورې لوی‌مقیاس پروژې جوړې شوې وای.
یژوف، د داوود خان د پلانونو په اړه د بحث پر مهال، له ایران سره د مذاکراتو د بهیر په هکله لیکي: «ایران، چې د نفتو د لوړو شویو بیو له پلور څخه یې د پام وړ عواید ترلاسه کول، له افغانستان سره ژمنه کړې وه چې د ترانس‌افغان د اورګاډي کرښې د جوړولو لپاره، له یوې څانګې سره د جنوب‌لوېدیځ سرحد په لور، تر 1.7  میلیاردو ډالرو پورې مرسته وکړي؛ دا هغه ځای و چې د اورګاډي کرښه کولای شوه د ایران د اورګاډي له شبکې سره ونښلول شي، او افغانستان به په دې توګه، د پاکستان(هغه پاکستان چې هېڅ کله دوست نه و) د خاورې له تېرېدو پرته جنوبي بحر ته لاره ومومي.
پر دې سربېره، ایرانیانو ژمنه کړې وه چې د سمنټو او نساجۍ یوه فابریکه او د هلمند سیند په لاندې برخه کې یو بند جوړ کړي، تر څو د ایران د خاورې د اوبو لګولو لپاره د اوبو جریان تنظیم شي؛ داسې اقدام چې کولای یې شول هغه  شخړې پای ته ورسوي چې د اوبو پر سر تر یوې پېړۍ زیاتې دوامدارې وې». د داوود خان د اقتصادي سیاست اصلي پایله د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې د دولتي سکتور د پام وړ پراختیا وه. لاندې یوازې په دې برخه کې ځینو کلیدي ګامونو ته اشاره کېږي:
• «د بهرنیو او کورنیو سرمایو قانون» باید د دولت له خوا د خصوصي پانګونو کنټرول تأمین کړی وای؛
• د مالیاتو موضوع ته ډېره پاملرنه وشوه: په لومړي ګام کې، د قانون‌جوړونې تازه بدلونونو له لویو ځمکوالو څخه د مالیاتو د راټولولو زیاتوالی په پام کې نیولی و؛
• هڅه وشوه چې د عامې اړتیا وړ توکو بیې ثبات ومومي؛ د فقراو کمیټې رامنځته شوې چې موخه یې له احتکار او ګرانۍ سره مبارزه وه؛
• د پروګرام مهمه برخه د عامې روغتیا او معارف اصلاح وه؛ داسې چې ټول خصوصي تعلیمي مؤسسات د دولت تر کنټرول لاندې راوستل کېدل؛
• یو اووه‌کلن پلان چمتو شو چې شاوخوا 200 ټولنیزې اقتصادي پروژې یې رانغاړلې. د خلکو د ژوند د کچې د لوړولو لپاره، د سترو بندونو، د اوبو برېښنا د تولید د دستګاوو، سرکونو، د اوبو لګولو د سیستمونو او د معدني زېرمو د استخراج چارې په پام کې نیول شوې وې؛
• د داوود خان حکومت، د مالي او نظامي مرستو د ترلاسه کولو په لټه کې، له امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، ایران، سعودي عربستان او شوروي اتحاد سره همکارۍ پراخې کړې.
هغه اساسي قانون چې په 1977 کال کې تصویب شو، د پرمختګ پر لور یو مهم ګام ګڼل کېده.
د داوود خان د حکومت پر وړاندې یوه بله مهمه دنده هم پرته وه: د تخنیکي ـ اقتصادي مرستو د تأمین لپاره باید یو متحد موندل شوی وی. خو لوېدیځو هېوادونو، لکه د امریکا متحده ایالاتو او نورو، د مالي مرستو په بدل کې د سیاسي تضمینونو غوښتنه کوله؛ داسې څه چې داوود خان یې قانع کولای نه شو. له همدې امله، هغه اړ شو چې د مرستې لپاره شوروي اتحاد ته مخه کړي.
له دې ټولو سره سره، حتی د بهرنیو مرستو د موندلو هڅو خپله هم د افغانستان له انکشاف سره د پام وړ مرسته وکړه: له اروپایي او آسیایي هېوادونو سره اړیکې په فعاله توګه پراخې شوې؛ غنم د امریکا له متحده ایالاتو او شوروي اتحاد څخه واردېدل او وسلې له شوروي اتحاد څخه ترلاسه کېدې. د بهرنیو پانګو په مرسته، د برېښناکوټونو، فابریکو، د اوبو لګولو سیستمونو او ترانسپورتي شبکو جوړول پیل شول. د معدني زېرمو د استخراج پیل هم یو مهم ګام ګڼل کېدی شي.
په عین حال کې، افغانستان «هڅه کوله له خپلو شریکانو څخه ډېر څه ترلاسه کړي، تر دې چې هغوی ته څه ورکړي». [5، ص. 23] له همدې امله، دا ډول شراکت په عمل کې د یو اړخیزې مرستې په یوه بڼه بدلېده. خو همدغه حالت د داوود خان له حکومت سره مرسته وکړه چې د ملي اقتصاد د انکشاف بنسټ کېږدي. باید ومنل شي چې له شریکانو سره دا ډول مناسبات د معاصر افغانستان لپاره هم یوه آشنا او تکرارېدونکې ځانګړنه ده. په جمع‌بندۍ کې باید وویل شي چې د سلطنتي نظام نسکورېدل د هغه ټولنیز اقتصادي او سیاسي وضعیت طبیعي پایله وه چې د 1970 مې لسیزې په پیل کې رامنځته شوی و.
د داوود خان پروګرام د دې وضعیت د حل لپاره مشخص اقدامات وړاندیزول. د دې دورې له بریاوو څخه بې له شکه باید د کارګرانو او زیارکښو د معاشونو زیاتوالی، د 7.5 ساعته کاري ورځې ټاکل او د کاري شرایطو ښه‌والی یاد شي. د عامې روغتیا په برخه کې د پام وړ بریاوې ترلاسه شوې، او د خلکو د بې‌سوادۍ د له منځه وړلو لپاره اقدامات ترسره شول. نوي اساسي قانون د پام وړ دموکراتیک بدلونونه په پام کې نیولي و: د حمهوري ریاست د حاکمیت تر چتر لاندې یو حزبي او پارلماني نظام ټینګېده.
مګر ناکامې پروژې هم موجودې وې. تر ټولو مهمې یې د ځمکې د مسئلې په وروستي حل کې د حکومت ناتواني، او همدارنګه د نظامي ځواکونو د کنټرول ناکامه هڅه وه. په هغه دوره کې چې محمد داوود خان د هېواد واک په لاس کې درلود، سره له دې چې په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د پام وړ چټک پرمختګ رامنځته شو، هغه ونه شو کړای د افغانستان د سیاسي نهادونو زوړ او فرسوده نظام په بنسټیز ډول بدل کړي.
دموکراتیکو بدلونونو هم وروسته پراختیا ونه موندله. له همدې امله د داوود خان حکومت د خلکو ملاتړ له لاسه ورکاوه او تر ټولو مهمه دا چې نور د هغه لپاره هېڅ سیاسي متحد پاتې نه و. د داوود خان حکومت په اقتصادي برخو کې د دولت د ډېرې مداخلې له امله تر نیوکو لاندې راتله.
د اقتصادي انکشاف د اصلاحاتو اووه‌کلن پلان، چې په 1976 کال کې تدوین شو، متوقعه پایلو ته ونه رسېد. پر دې سربېره، د یو حزبي دیکتاتورۍ له امله پر حکومت نیوکې زیاتې شوې. په هماغه 1976  کال کې د یوې توطئې چمتووالی پیل شو، چې بالاخره د ثور انقلاب ته ورسېد. د راتلونکو پېښو په بهیر کې د ابرقدرتونو رول هم باید کم ونه ګڼل شي. شوروي اتحاد، په داسې حال کې چې له داوود خان سره یې تودې اړیکې لرلې، په عین وخت کې یې د افغانستان له چپو ګوندونو سره له هر پلوه مرسته کوله. د داوود خان په څېر یو قاطع سیاستوال، طبیعي وه چې د دې وضعیت پر وړاندې بې‌تفاوته پاتې کېدای نه شو؛ له همدې امله، د واکمنۍ له لوري د دوی سرکوبول په یوه عادي پدیدې بدل شو.
• د شوروي اتحاد هغه سیاست چې په افغانستان کې یې د چپو ځواکونو ملاتړ کاوه او هېواد یې په جدي توګه بې‌ثباته کاوه.
د داوود خان د اصلاحاتو د نننۍ اهمیت په اړه باید ومنل شي چې د 1970مې لسیزې د اصلاحاتو ټول ظرفیت په پای کې تحقق ونه موند. په ټولنه کې پرمختګ‌پاله بدلونونه د جګړو له پیل وروسته خنثی شول. د بېلګې په توګه، هغه صنعتي مؤسسات چې په 1970مه لسیزه کې جوړ شوي و، تر نن ورځې پورې هم غیرفعال پاتې دي. د ډبرو سکرو، ګچ، ګاز او سربو استخراج، چې په هماغه وخت کې پیل شوی و، د ترانسپورتي زیربنا د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.
د داوود خان د حکومت په پای کې، هېواد د سیمې په یوه سیاحتي مرکز بدل شوی و، او هر کال شاوخوا 100 زره سیاحانو له افغانستان څخه لیدنه کوله. خو د 20 کلونو جګړو وروسته، د اقتصاد نږدې ټولې برخې عملاً ویجاړې شوې. له همدې امله، د داوود خان تر ټولو مهمه لاسته‌راوړنه باید دا وګڼل شي چې هغه د دې هېواد ظرفیت څرګند کړ او ثابته یې کړه چې افغانستان د انکشاف او ودې وړتیا لري.
باید زیاته شي چې د داوود خان استعداد د یوه سیاستوال په توګه د «سړې جګړې» په دوره کې له رقیبو هېوادونو سره د هوښیارانه اړیکو په څرنګوالي کې څرګند شو. د دوه‌قطبي نړۍ په شرایطو کې، افغانستان د بې‌طرفۍ او نه‌انسلاک پر دریځ ولاړ و. په عین وخت کې، داوود خان د شوروي وسلو د ترلاسه کولو لپاره له شوروي اتحاد سره نسبتاً نږدې اړیکې ټینګې کړې. له شوروي اتحاد سره د نږدې اړیکو رامنځته کول، په ټوله کې، د افغانستان لپاره ګټور تمام شول: په هېواد کې د سترو صنعتي تأسیساتو او ترانسپورتي زیربناوو جوړول پیل شول.
خو لکه څنګه چې یژوف لیکلي دي: «البته په تاریخ کې شرطي حالت وجود نه لري؛ خو کله ناکله داسې ښکاري چې که شوروي اتحاد په خپل وخت له محمد داوود خان سره مرسته کړې وای، څو پر کورنیو سیاسي اختلافاتو بری ومومي، نو دا به د هېواد لپاره  او په هر حال زموږ لپاره هم ډېر ښه وی. ښايي انکشاف به ورو روان و، خو په بدل کې به هېواد د میلیوني انساني تلفاتو او له هغه ګډوډۍ څخه خوندي پاتې شوی وی چې په دې ټولو کلونو کې دوامدارې کورنۍ جګړې پرې تحمیل کړه». بې له شکه، محمد داوود خان باید د افغانستان د تاریخ له برجسته سیاسي څېرو څخه وګڼل شي. خو د هېواد د مدرن‌سازۍ د بهیر د چټکولو لپاره د هغه هڅه، چې «له پورته یا پاس نه» ترسره کېده، له ناکامۍ سره مخ وه.
منابع
Akimbekov S. M. Afganskij uzel i problemy bezopasnosti Central’noj Azii. – Almaty, 2003. – 402 p.Bautin A. A. Processy politicheskoj fragmentacii v Afganistane: problemy i protivorechija: Avtoref. kand. polit. nauk. – Voronezh, 2010. – 24 p.Ezhov G. P. Sardar Mohammad Daud, gosudarstvennyj dejatel’ i chelovek // Ural’skij vestnik mezhdunarodnyh issledovanij, 2013. – Ed. 6. – S. 162-175.Korgun V. G. Istorija Afganistana. XX vek. – M.: IV RAN, 2004. – 508 p.Pojja S. Osnovnye aspekty novoj jekonomicheskoj politiki prem’er-ministra Afganistana Muhammad Daud-hana 1953 – 1963 gg.. // Politika i Obshhestvo, 2012. – № 1. – P. 16-26.Slinkin M. F. Liberal’naja i levojekstremistskaja oppozicija v Afganistane v 60-h – nachale 70-h gg. // Kul’tura narodov Prichernomor’ja, 2001. – №22. – P. 125-132.Toporkov V. M. Sovetsko-afganskie otnoshenija v sisteme mezhdunarodnyh svjazej SSSR do Aprel’skoj revoljucii (1978 g.) v Afganistane // Vestnik Permskogo universiteta. Istorija, 2012. – Ed. 1 (18). – P. 221-227.Shahab Abdul Gabi. Antimonarhicheskij perevorot v Afganistane i politika rezhima Dauda. ..kand. ist. nauk. – Moskva, 1994. – 21 p.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال: سردارولي الکوزی

لیکوال: سردارولي الکوزی   دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو...