Homeخبرونهفیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام اتلې لوبډلې ته په لومړي ځل د...

فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام اتلې لوبډلې ته په لومړي ځل د اتلولۍ ځانګړې ګوتمۍ هم ورکوي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د فوټبال نړیوالې ادارې فیفا اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ګټونکې لوبډله به په لومړي ځل د دودیز جام او سرو زرو مډالونو ترڅنګ د اتلولۍ ځانګړې ګوتمۍ (Championship Rings) هم ترلاسه کړي.

د فیفا په وینا، دا به د فیفا د سیالیو په تاریخ کې لومړی ځل وي چې اتلې لوبډلې ته د امریکایي ورزشونو د دود له مخې د اتلولۍ ځانګړې ګوتمۍ ورکول کېږي.

د نړیوال جام لپاره به ټولټال ۲۰۲۶ ګوتمۍ جوړې شي. له دې ډلې به ۳۰ ګوتمۍ د اتلې لوبډلې لوبغاړو او چارواکو ته ځانګړې وي، او پاتې ۱۹۹۶ ګوتمۍ به د فیفا د رسمي جواز لرونکو یادګاري توکو په توګه په نړۍ کې د فوټبال او د هغه د لوبډلو پر مینه‌والو وپلورل شي.

د فیفا د معلوماتو له مخې، د هرې ګوتمۍ پر یوه اړخ به د فیفا نړیوال جام کپ نقش وي، او پر بل اړخ به د اتلې لوبډلې ځانګړی نښان او هویت څرګند شي.

هره ګوتمۍ به ځانګړی سریال نمبر، د اصالت سند (Certificate of Authenticity) او د اړوند لوبغاړي د ګوتې له اندازې سره سم ځانګړې اندازه ولري.

فیفا ویلي، د پایلوبې له پای ته رسېدو سمدستي وروسته به د اتلې لوبډلې کپتان او سر روزونکي ته د یادګار په توګه لنډمهالې ګوتمۍ ورکړل شي، او اصلي ۳۰ ګوتمۍ به وروسته له بشپړ چمتووالي په ځانګړو مراسمو کې په رسمي ډول وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام پایلوبه نن د جولای په ۱۹مه د نیویارک–نیو جرسي په لوبغالي کې د هسپانیا او ارجنټاین ترمنځ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...