Homeخبرونهد ایران ته د غیرقانوني تګ پر مهال ۵ افغانان مړه او...

د ایران ته د غیرقانوني تګ پر مهال ۵ افغانان مړه او ۱۴ نور ورک دي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه)  د افغانستان امنیتي ځواکونو د نیمروز په دښتو کې د هغو پنځو افغانانو جسدونه موندلي، چې ایران ته په غیرقانوني لارو د تګ پر مهال د سختې تندې او ګرمۍ له امله مړه شوي وو.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونه د هغو ۱۴ نورو کسانو د موندلو هڅې هم کوي چې لا هم ورک دي.

د نیمروز د پولیسو ویاند ګل محمد قدرت ویلي، موندل شوي پنځه مړي د یوې ۱۹ کسیزې ډلې غړي وو، چې غوښتل یې د هلمند او نیمروز د لیرې پرتو دښتو له لارې په ناقانونه توګه ایران ته واوړي.

هر کال ګڼ شمېر افغانان، په ځانګړې توګه ځوانان، د کار او ښه ژوند د موندلو په هیله په غیرقانوني لارو ایران ته د تګ هڅه کوي.

تېر کال هم لسګونه افغان کډوال ایران ته د اوښتو پر مهال د سختې یخنۍ له امله مړه شوي وو.

 همداراز لسګونه نور د ایراني پوله ساتو له لوري وژل شوي دي.په افغانستان کې د کار نشتوالی او اقتصادي تنګسه سبب کېږي چې افغانان د مرګ خطر په غاړه واخلي او نورو هیوادونو ته د تګ هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...