Homeخبرونهملګري ملتونه وایي، افغانستان کې د ښځینه سوداګرو شمېر لس برابره ډېر...

ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې د ښځینه سوداګرو شمېر لس برابره ډېر شوي

تاند (شنبه د چنګاښ/سرطان ۲۷مه) د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي، په افغانستان کې د ښځو په نوم د سوداګریزو جوازونو شمېر د تېرو پنځو کلونو په پرتله لس برابره ډېر شوی او دا مهال له لس زرو ډېرې ښځې رسمي سوداګریز جوازونه لري.

د یون‌ډي‌پي په په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، پر دې سربېره شاوخوا ۱۲۰ زره نورې ښځې هم له رسمي جواز پرته سوداګریز فعالیتونه کوي.

یون‌ډي‌پي ویلي، سره له دې چې د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه دوام لري، کوچنۍ سوداګرۍ د افغان ښځو لپاره د عاید تر ټولو مهمه سرچینه ګرځېدلې ده.

د خبرپاڼې له مخې، یون‌ډي‌پي له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۹۰ زرو څخه د ډېرو کوچنیو، منځنیو او وړو سوداګریزو بنسټونو ملاتړ کړی او د مرستو، تجهیزاتو او سوداګریزو خدمتونو له لارې یې د ښځو د اقتصادي ګډون د پیاوړتیا هڅه کړې ده.

یادې ادارې همداراز ټینګار کړی چې د اسلامي مالي خدمتونو، ډیجیټلي تادیاتو او د ښځینه متشبثینو لپاره د ځانګړو مالي اسانتیاوو پراختیا به د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ښځو په نوم د سوداګریزو جوازونو زیاتوالی ښيي چې افغان ښځې، سره له شته محدودیتونو، د اقتصادي خپلواکۍ او د کورنیو د عاید د لوړولو لپاره سوداګرۍ ته مخه کړې ده.

که د طالبانو د حکومت محدودیتونه راکم او د مالي اسانتیاوو، بازار موندنې او مسلکي روزنې ملاتړ لا زیات شي، د ښځو اقتصادي ونډه به نوره هم پیاوړې او د هېواد په اقتصادي وده کې به اغېزمن رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ځنګل سفر | زهیر سپېڅلی

"ځنګل" د استاد اسدالله غضنفر  تر "د زرو هيندارو ڪور" وروسته دويمه د ژباړل شويو حڪايتونو  ټولګه ده.  "مازيګر خپرندويي ټولني" لومړی ځل په...