Homeخبرونهچین او روسیې د افغانستان د ثبات او له پاکستان سره یې...

چین او روسیې د افغانستان د ثبات او له پاکستان سره یې د ستونزو د حل ملاتړ کړی

تاند (شنبه د چنګاښ/سرطان ۲۷مه) چین او روسیې ویلي چې د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او امنیت د ټینګښت ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلې همغږۍ ته په دوه‌اړخیزه او څو اړخیزه کچه دوام ورکړي.

چین او روسیې په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې، په پاکستان کې د چین له سفارت خپره شوې دغه څرګندونې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغانستان د سیاسي وضعیت د حل لپاره د سیمه‌ییزو چوکاټونو رول مهم دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې چین او روسیه چمتو دي له پاکستان او افغانستان سره مرسته وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني اختلافونه د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو ژر تر ژره حل شي.

دواړو هېوادونو همداراز ټینګار کړی چې په سیمه کې سوله، امنیت او همکاري د ګډې ودې او ثبات لپاره اړینه ده او افغانستان په دې برخه کې مهم رول لري.

دا ملاتړ په داسې مهال څرګندېږي چې، له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې او سوداګري په بشپړه توګه تړلې ده.

په دې موده کې د دوه اړخیزه جګړې ترڅنګ پاکستان په وار وار افغان خاوره کې ملکیان تر هوایي بمبارۍ لاندې راوستي او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

کارپوهان هم د دې کشالې د دوام پرځای پر سیاسي حل ټینګار کوي او باور لري چې، خبرې اترې د دواړه لورو ترمنځ ګټور میکانیزم دی او دواړه لوري په کې ګټه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...