Homeخبرونهملګري ملتونه: د القاعده فعالیتونه په افغانستان کې کم شوي، خو حضور...

ملګري ملتونه: د القاعده فعالیتونه په افغانستان کې کم شوي، خو حضور یې لا هم شته

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ترهګرۍ ضد چارو سرپرست مرستیال، الکساندر زوییف ویلي، که څه هم په افغانستان کې د القاعده فعالیتونه کم شوي، خو دا ډله لا هم په دې هېواد کې حضور لري.

زوییف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، افغانستان له پخوا راهیسې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو ځای پاتې شوی او القاعده اوس مهال ډېره فعاله نه ده.

هغه زیاته کړه، د القاعده او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ اړیکې پیچلې دي.

د زوییف په وینا، دا مهال په افغانستان کې تر ټولو فعالې وسله‌والې ډلې داعش خراسان (ISIS-K) او تحریک طالبان پاکستان (TTP) دي.

بل لور ته، د طالبانو حکومت تر دې مخکې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د موجودیت ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.

زوییف همداراز وویل: «موږ د اسلامي امارت لپاره د “فعلي واکمنو چارواکو” اصطلاح کاروو، ځکه هغوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان رسمي استازي نه پېژنو، خو په عملي توګه د هېواد کنټرول د دوی په لاس کې دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...