Homeخبرونهفرانسه او انګلستان د نړیوال جام د درېیم مقام لپاره سیالي کوي

فرانسه او انګلستان د نړیوال جام د درېیم مقام لپاره سیالي کوي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ تر پایلوبې یوه ورځ مخکې نن (شنبې) د فرانسې او انګلیستان لوبډلې د درېیم مقام لپاره سیالي کوي.

د فرانسې ملي لوبډله هڅه کوي چې له هسپانیا څخه د نیمه‌پایلوبې تر ماتې وروسته بېرته ځان راټول کړي او د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام د درېیم مقام په ګټلو سره ټورنمنټ په بري پای ته ورسوي.

بل لور ته، انګلستان هم غواړي چې پر ارجنټاین د نیمه‌پایلوبې تر بایللو وروسته د درېیم مقام په خپلولو سره خپله ماته جبران کړي. د انګلستان لوبغاړي د دې سیالۍ د ګټلو لپاره هیله‌من دي.

د فرانسې او انګلستان ملي لوبډلې به نن (د شنبې په ورځ) د امریکا د میامي په لوبغالي کې د درېیم مقام لپاره سره مخامخ شي.

دواړه دودیز سیالان وروستی ځل په قطر کې د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام په منځلوبو (کوارټرپایلوبو) کې سره مخامخ وو، چې فرانسې هغه مهال انګلستان ته ۲–۱ ماتې ورکړې وه.

اوس فرانسه غواړي خپله برلاسي وساتي، او انګلستان غواړي د هغې ماتې غچ واخلي.

ځکه چې دواړه لوبډلې له پایلوبې پاتې شوې دي، تمه کېږي د درېیم مقام د لوبې په ګټلو سره د خپلو مینه‌والو مایوسي یو څه کمه کړي.

د راپورونو له مخې، د دواړو لوبډلو روزونکي، دیدیه دیشام او توماس توخل، ښايي هغو لوبغاړو ته هم د لوبېدو فرصت ورکړي چې په روان نړیوال جام سیالیو کې د لوبېدو لږ چانس ورکړل شوی وو.

د فرانسې احتمالي لوبډله:

  • مایک مانیان (ګول‌ساتونکی)
  • مالو ګوستو
  • مکسنس لاکروا
  • ابراهیما کوناته
  • تیو هرناندېز
  • وارن زایر-ایمري
  • انګولو کانتې
  • مایکل اولیسه
  • راین چرکي
  • دیزیره دووې
  • کیلیان امباپې

د فرانسې دفاعي ستوری ویلیم سلیبا د هسپانیا پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې د ټپي کېدو له امله له دې لوبې بهر دی.

د انګلستان احتمالي لوبډله:

  • جورډن هینډرسن
  • ټریوو چلوباه
  • مارک ګویهي
  • جان سټونز
  • جېد سپېنس
  • کوبي ماینو
  • ایلیټ انډرسن
  • مورګن راجرز
  • نوني مادویکه
  • هېري کېن
  • مارکوس راشفورډ

په همدې حال کې، د درېیم مقام د لوبې د ټکټونو بیې هم راټیټې شوې دي.

د فرانسې او انګلستان د نیمه پایلوبو له ماتو وروسته، د دواړو لوبډلو د مینه‌والو د لېوالتیا په کمېدو سره د ټکټونو د بیا پلور بازار کې بیې په چټکۍ راښکته شوې، او اوس د دې سیالۍ ځینې ټکټونه له ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو څخه په ټیټه بیه هم موندل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...