تاند (شنبه د چنګاښ/سرطان ۲۷مه) د چین ولسمشر شي جینپینګ د جمعې په ورځ د چین د شانګهای ښار کې د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال کنفرانس (WAIC) د پرانیستې پر مهال، دغه هېواد د مصنوعي ځیرکتیا د نوي نړیوال نظم د جوړولو مخکښ هېواد وباله.
شي جینپینګ په خپله وینا کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د مصنوعي ځیرکتیا له دې «تاریخي فرصت» څخه اعظمي ګټه واخلي او ژمنه یې وکړه چې، چین به له پرمختګکوونکو هېوادونو سره مرسته وکړي، څو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپلې وړتیاوې پیاوړې کړي.
هغه خبرداری ورکړ چې دې ټکنالوژۍ ته نابرابر لاسرسی کولای شي د «نوو تاریخي بېعدالتۍ» لامل شي.
شنونکي دا وینا تر اوسه د مصنوعي ځیرکتیا په نړیوال نظم کې د چین د رهبرۍ د هیلو تر ټولو څرګند دریځ بولي.
شي جینپینګ د چین د پرانیستې سرچینې (Open Source) ټکنالوژۍ «نړیواله عامه شتمني» وبللې او بیجینګ یې د واشنګټن د ټکنالوژیکې برلاسۍ لپاره د یوه بدیل په توګه معرفي کړ.
هغه د مصنوعي ځیرکتیا ارزښت د برېښنا له اختراع سره پرتله کړ او ویې ویل چې چین غواړي د دې ټکنالوژۍ لپاره نړیوال معیارونه رامنځته کړي.
د شي جینپینګ له وینا یوه ورځ مخکې، د چین په مشرۍ د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې همکارۍ سازمان (WAICO) د ۲۹ غړو هېوادونو په ګډون جوړ شو.
شي دغه سازمان د نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ په تاریخ کې یو مهم پړاو وباله.
دا اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې متحده ایالاتو د د مصنوعي ځیرکتیا فرصت تر نوښت لاندې ۳۵ هېوادونه سره راټول کړي او هڅه کوي خپل نړیوال معیارونه رامنځته او پلي کړي.
مصنوعي ځیرکتیا د نړۍ د سیالۍ نوی ډګر ګرځېدلی دی.
د چین او امریکا ترمنځ د دې ټکنالوژۍ پر سر رقابت ښيي چې راتلونکی نړیوال اقتصادي، تخنیکي او سیاسي نفوذ به تر ډېره د مصنوعي ځیرکتیا له پرمختګ او کنټرول سره تړلی وي.