Homeخبرونهګوترېش: مصنوعي ځیرکتیا باید نابرابرۍ راکمې کړي

ګوترېش: مصنوعي ځیرکتیا باید نابرابرۍ راکمې کړي

تاند (شنبه د چنګاښ/سرطان ۲۷مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، اصلي پوښتنه دا نه ده چې مصنوعي ځیرکتیا به نړۍ بدله کړي که نه؛ بلکې دا ده چې دا بدلون به نابرابرۍ راکمې کړي او که لا به یې پیاوړې کړي.

ګوترېش ټینګار کړی چې باید مصنوعي ځیرکتیا د ټولو لپاره د انساني کرامت، فرصتونو او دوامدار پرمختګ وسیله وګرځي.

هغه همداراز ویلي، هغه هېوادونه چې د اقلیمي ناورینونو له ستر ګواښ سره مخ دي، د وختي خبرداري سیسټمونو ته تر ټولو لږ لاسرسی لري.

د نوموړي په وینا، دا وضعیت باید بدل شي او د خطر په سیمو کې هر کس ته باید په داسې ژبه او باوري لارو د خبرداري پیغامونه ورسېږي چې پرې پوه شي.

 ګوترېش داسې مهال دا غوښتنه کوي چې، نن د جولای ۱۸مه د نېلسن منډېلا نړیواله ورځ ده او ملګري ملتونه وایي، دغه ورځ د نېلسن منډیلا د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره د تلپاتې مبارزې د درناوي فرصت دی.

ملګري ملتونه وایي، هر څوک کولای شي د منډیلا له میراث نه الهام واخلي او د ټولو لپاره د یوې ښې او عادلانه راتلونکي د جوړولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

نېلسن مانډیلا د سویلي افریقا د توکمیز تبعیض (اپارتاید) پر ضد د مبارزې مخکښ و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...