Homeدا هم ولولئد منډېلا ورځ؛ ملګري ملتونو د مساوات او عدالت لپاره د عملي...

د منډېلا ورځ؛ ملګري ملتونو د مساوات او عدالت لپاره د عملي اقدام غوښتنه وکړه

تاند (شنبه د چنګاښ/سرطان ۲۷مه) نن د جولای ۱۸مه د نېلسن منډېلا نړیواله ورځ ده.

ملګري ملتونه وایي، دغه ورځ د نېلسن منډیلا د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره د تلپاتې مبارزې د درناوي فرصت دی.

د یاد سازمان په وینا، هر څوک کولای شي د منډیلا له میراث نه الهام واخلي او د ټولو لپاره د یوې ښې او عادلانه راتلونکي د جوړولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

نېلسن مانډیلا د سویلي افریقا د توکمیز تبعیض (اپارتاید) پر ضد د مبارزې مخکښ و.

منډېلا د همدې مبارزې له امله ۲۷ کاله په زندان کې تېر کړل او وروسته یې د خپل هېواد د لومړي تورپوستي ولسمشر په توګه د ملي پخلاینې او برابرۍ لپاره کار وکړ.

اوس په ټولنیز ژوند کې منډیلا د ګڼو خلکو بېلګه ګرځېدلې او د دې لارې لارویان هڅه کوي، د خلکو ترمنځ عدالت او مساوات قایم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...