شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+بریتانیکا د انګلیسي ژبې تر ټولو پخوانی دایرة المعارف

بریتانیکا د انګلیسي ژبې تر ټولو پخوانی دایرة المعارف

تاند- له نن څخه ۲۵۵ کاله پخوا د ۱۷۶۸ م کال د دسمبر په ۱۰ مه په لومړي ځل بریتانیکا انسایکلوپیډیا یا دایرة المعارف چاپ شو.

د بریتانیکا د لومړۍ برخې بیه ۶ پینسه و، ۲۳۹۱ مخه یې لرل او ۱۶۰ عکسونه پکې چاپ شوي وو.

دوهم چاپ یې د ۱۷۷۷ – ۱۷۸۴ کلونو ترمنځ د جیمز ټایلر په مرسته په ۱۰ ټوکونو او ۸۵۹ مخونو کې خپور شو.

په ۱۸۹۵ م کال بریتانیکا له اډینبرا څخه لندن ته ولېږدول شوه او تر ۱۹۰۱ پورې له ټایمز ورځپاڼې سره شریکه شوه. د دې انسایکلوپیډیا په لسم چاپ کې، چې د هریس اورت هوپر له لوري د ۱۸۹۷ تر ۱۹۲۲ کلونو ترمنځ په امریکا کې خپور شو، د نړۍ ډېر پخواني عکسونه او نقشې زیاتې شوې.

بریتانیکا په انګلیسي ژبه تر ټولو پخوانۍ انسایکلوپیډیا ده چې لومړی چاپ یې د سکاټلنډ په ادینبرا کې خپور شو.

د دې انسایکلوپیډیا مطالب د بېلابېلو څانګو د متخصصو لیکوالو له لوري بیا کتل کېږي او زیاتونې پرې کېږي.

د بریتانیکا دایرة المعارف مطالب په ډیر دقت غوره کېږي او د کره والي له نظره د نړۍ یوه تر ټولو معتبره سرچینه ده.

دا انسایکلوپیډیا د ۱۰۰ ایډیترانو او څه باندې ۴ زره رضاکارو له لوري ولیکل شوه.

په بریتانیکا کې یولکو ۲۰ زره مقالې او ۵۵ ملیونه اصطلاحوې خپرې شوې دي.

د بریتانیکا مقالې د ۱۸ او ۲۰ مې پېړیو ترمنځ د تکړه لیکوالو له لوري لیکل شوي او بیا بیا کتل شوي دي. د دغو مقالو لپاره لیکوالو د اوږده وخت لپاره څېړنې کړي دي.

په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې مایکروسافټ بریتانیکا په سي ډي کې خپره کړه چې بیه یې له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ ډالره وه.

په ۱۹۹۰ کې د بریتانیکا دایرة المعارف خپروونکو د کتابي او سي ډي پلور له درکه ۶۵۰ ملیون ډالره ترلاسه کړل.

په ۱۹۹۴ کې یوازې په انلاین ډول بریتانیکا هغو کسانو لیدلی شوای چې ۲۰۰۰ ډالره فیس یې ورکړای وای.

خو دوه کاله وروسته (۱۹۹۶) د بریتانیکا د سي ډي بیه ۲۰۰ ډالرو ته ټیټه شوه او په یوه کال کې یې ټولټال د ۳۲۵ ملیون ډالرو سي ډیانې وپلورل شوه.

د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې د بریتانیکا مسوولانو وویل چې له کابو ۲۴۴ کلونو وروسته نور دا دایرة المعارف په کتابي بڼه (کاغذ) نه چاپوي او یوازې به د انترنیټ له لارې وړاندې کېږي.

دا دایرة المعارف د نړۍ تر ټولو کره او باوري سرچینه ده او په درسته نړۍ کې علمي مرکزونه، محصلان، او څېړونکي ورڅخه استفاده کوي. د دې لیکنې په ګډون په ډېرو نورو مطالبو کې تاند هم له بریتانیکا ګټه اخیستې ده.

عڅ

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب