شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد چمن پرلت او منظور پښتون د نیول کېدو په اړه د...

د چمن پرلت او منظور پښتون د نیول کېدو په اړه د محمود خان اڅکزي دریځ

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۹ مه) د سویلي پښتونخوا مشهور پښتون سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د چمن له پرلت څخه ملاتړ اعلان کړ.

دغه پرلت له شاوخوا ۵۰ ورځو راهیسې د دې لپاره پيل شوی چې پاکستان پر سپین بولدک- چمن د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو د اوسیدونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې د جبري کولو له پرېکړې په شا کړي.

محمود خان اڅکزي ویلي چې د دغه پرلت غوښتنې پر حق دي او د پاکستان حکومت بايد ددغو په ﺯﺭګونو خلکو غوښتنې ومني.

هغه دا هم وايي که حکومت يې غوښتنې نه مني ګوند به يې له اتحادې ګوندونو سره په ګډه په ټول بلوچستان کې احتجاج شروع کوي.

محمود خان اڅکزي دغه پرلت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د ورغلي مشر منظور پښتین پر موټر ډزو ته په اشارو وویل، هیڅوک حق نه لري چې د خلکو لارې وتړي، وایي، “کومې ټکان [ډزې] چې شوي دي د دې ایف ای آر باید چې پر ډي سي، کرنل او بریګېډیر وشي، که زموږ یو بچی ضایع شو ذمه واره یې دوی دي”.

منظور پښتین په چمن پرلت کې تر څو ورځو تېرولو وروسته د دسمبر پر څلورمه په تربت کې د بلوڅانو احتجاجي پرلت ته روانېده چې وایي په چمن کې یې پر موټر عسکرو ډزې وکړې، خو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي وو، “هغه خپل ساتونکي لري کېدای شي هغو ډزې کړې وي”.

څو ورځې مخکې د بلوچستان لپاره د پاکستان د حکومت والي د چمن پرلت ګډونوالو ته ویلي وو چې پر غوښتنو به یې غور وشي، خو د پاکستان حکومت په دې اړه پر خپلې پرېکړې د بیا کتنې کوم خبر نه دی ورکړی.

3 COMMENTS

  1. مونږ ته وسله و اله مبارزه غواړي او دوی په عدم تشدد مین خلک دي بس همداسې به تړلي لاسونه ګرځي . ما چې ددوی د مشرانو تاریخ مطالعه کړی بل شی مې پکې نده لیدلی بس دا به یی لیکلي وي چې په دومره سنه کې ونیول شو او په دومره کې راخلاص شو ، هریپور ،مچ جهیل، دیره غازی خان، تورې اوبه ، لړکانې … جیلونه پرې وګوري او دوی لا همغه شان په عدم تشدد ولاړ وی نه پوهیږو چې په عدم تشدد کې یې څه ګټه لیدلې ده؟ په بابړه پیښه کې یې د عبدالقیوم او ملګرو ګولیو ته سینې ونیولې او هغوی پرې ښه زړونه یخ کړل خو بیا هم دوی وایی چې عدم تشدد او مشران یی بیا هم زمونږ د ملک په سیاست کې غږیږي وایی چې ړنګیږی به خو د ټ و پ ک په زور ، و سړیه خپل غم خو دې هم لږ وژاړه څه به تل پردي غمونه ژاړې …

  2. حیف د شهید عبدالصمد خان بابا په داسې زوی چې پر پاکستان میین دی.
    تا ولې په کرغېړن ډیورڼډ لاین ، ازغن سیمانو او تارونو ته اجازه ورکړه؟؟.که هغه نه وای اوس به ګکړ مکړ دا غول د ویزو میزو نه خوړل!!!
    بل د شهید ارمان لوڼي،شهید عثمان کاکړ او…د قتل پوشتنه چا وکړه ؟ .
    پنجاب او سند دې ټول سویګیس او د بلوچستان ټول پیداوار وړي او کراچۍ .لا هور او اضلام عیبټ کې پرې مزې کوي او تاسو لا هم د پوکسټین پوسکی اچوئ!!

  3. عدم تشدد د بریا لار نده که بریا ممکن واېې ۷۵ کاله کې به ېې څه پایلې درلودلې دښمن به دې ډبوې او ته به پدې خوشحاله ېې چی دعدم تشدد پالیسې ده ازادو هیوادونو ولسونو خپلې آزادې په قربانیو او جګړو ګټلې.
    بنګلدیش ېې خورا ښه مثال دې شیخ مجیب الرحمن مرحوم غفار خان ته ویلې و چی پنجابی حکومت کمزورې دې همدا دې وخت ازادې اعلان کړ خو غوږ ېې پرې ونه ګروه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب