یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسپنتا ایراني وزیر ته؛ ستاسې خلق مجاهدین هم د طالبانو په شان...

سپنتا ایراني وزیر ته؛ ستاسې خلق مجاهدین هم د طالبانو په شان واقعیتونه دي

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۹ مه) د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار او د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان هغو څرګندونو ته توند غبرګون وښود چې پر افغانستان حاکم طالبان یې د دغه هېواد واقعیت وبلل.

امیر عبداللهیان په یوه تازه وینا کې ویلي چې د دې ترڅنګ دوی له طالب رژیم څخه غواړي چې په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.

ایراني وزیر دغه راز، د داعش ډلې خلاف د طالبانو مبارزه ستایلې ده.

پخواني افغان مقام دادفر سپنتا بیا ایراني وزیر ته په خطاب کې ویلي چې د ایران خلق مجاهدین هم د طالبانو په شان یو واقعیت دی، خو په وینا یې دا دواړه واقعیتونه وحشتناک دي.

د سپنتا په وینا، یوازې دا چې یوه ډله د یوه هېواد واقعیت وي په دې مانا نه ده چې هلته دې واکمن هم شي او له همدغه واقعیت والي څخه دې ځانته مشروعیت ترلاسه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو بیرته د سپنتا دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سپنتا د افغانستان په پرځېدلي جمهوري نظام کې له هغو چارواکو و چې ایران سره یې د هم ژبي توب او هم فرهنګۍ په نوم ښې اړیکې پاللې.

تازه، په تاجیکستان کې د سپنتا تر چتر لاندې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو انستیتوت په نوم یوې اینجو د هرات امنیتي کنفرانس په نوم غونډه بللې وه چې هلته هم یوه برخه ویناوال او ګډونوال ایرانيان وو.

دوی او د سپنتا د ډلې ملګرو له دې ټینګار سره چې افغانستان له ایران او تاجیکستان سره هم ژبی او هم فرهنګه دی، په افغانستان او سیمه کې د فارسي ژبې د برترۍ ادعاوې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې دوی او ژبې ته یې تر نورو ټولو باید په ښه سترګه وکتل شي.

د رنګین دادفر سپنتا خبرو ته یو شمېر افغانانو په غبرګون کې ویلي چې که طالبانو ته رېښتیا د دومره وحشتناک واقعیت په سترګه ویني ولې یې د کرزي د ولسمشرۍ له پای ته رسېدو وروسته هم د هغه خوا کلکه نیولې وه او ان په مسکو کې یې د وخت د جمهوري حکومت له ټولو اعتراضونو سره د یوه مېز تر شا طالب استازو سره غونډه کې ګډون وکړ او د جمهوري نظام په کمزوري کېدو او نړېدو کې یې مرسته وکړه.

2 COMMENTS

  1. سپنتا همیش نظر ضرورت ته خپله اډیالوژی بدلوی یعنی د ماؤیست څخه شنو ته او د شنو څخه د امریکا له خوا تربیه شوی ګروپ ته خیز اچوی او د ډالرو په چور کښی فوق العاده رقابت د نورو سره درلود او اوس قاضی شوۍ دی ، دا شخص د افغان ملت لپاره ډیر خطرناک دی !

  2. اسپنتا بدی باندی څان پوه کړی چی عبدللهیان د واقعیت د شته والی خبره کړی نه د مشروعیت. دواړه سره توپیر لری. اسپنتا د افغانستان د اشغال تیوریسین او د فساد په غیږ کی یو کثیف او شارلاتان روزل شوی سړی دی. دغه خاین مخکی له دینه چی د محاکمی نه برائت تر لاسه کړی، حق نلری چی د وطن په چارو کی خبری وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب