دوشنبه, مې 6, 2024
Home+دا شیان سهار مهال مه خورئ

دا شیان سهار مهال مه خورئ

ژباړه: مینه احمد

په اکثرو شتمنو هیوادونو کې قهوه د تازه مالټې جوس او مستې هغه څه دي، چې عموماً د خلکو په سهارنۍ یا سبناري کې شامل دي. خو له بده مرغه که ځينې خوراکي توکي په خالي معده وخوړل شي، ډېر به ګټور نه وي د دې لپاره دلته داسې خوراکي توکي تاسو ته درپېژنو چې د سهار له پلوه یې خوړل ښه نه دي. البته په دې زیاتونې سره چې ممکن ځینې خوراکونه د ځینو پر معدو یو ډول اغیز ولري اود ځینو پر معدو بل ډول. مثلاً ممکن د ځینو لپاره ممکن په تشه ګېډه کافي یا قهوه اسید یا تیزابي حالت پیدا کړي خو پر خینو، چې له اسیدو تکلیف هم لري، ممکن کافي هیڅ منفي اغېز ونه کړي.

وچه ډوډۍ

هغه خوراکي توکي چې خمیره لري، د معدې قشر یا برسېرن پوښ تحریک کوي او ممکن چې د یاد یا نفخ د زیاتېدو سبب شي.

خواږه

د خوږو خوراکونو خوړل د انسولین اندازه زیاتوي، چې دا د پانقراص یا پانکراس کار زیاتوي. په تېره بیا له خوب څخه تر پاڅېدو وروسته، پایله یې دا ده چې ممکن د دیابت یا شکر له ناروغۍ سره مرسته وکړي.

مستې او د شیدو ټول محصولات

د سهار له پلوه که مستې وخورئ، هایدرولیک اسید په معده کې پیدا کېږي، چې لاکتیک اسید او د معدې موجوده ګټورې باکتریاوې له منځه وړي، نو د د دې ډول محصولاتو خوړل په سهارنۍ کې د وجود لپاره کمي ګټې لري.

سره یا رومي بانجڼ

بانجڼ په لوړه کچه تانیک اسید لري چې د معدې اسید زیاتوي او همدارنګه ممکن د معدې د زخم لامل شي.

بادرنګ او نور شنه سبزیجات

خام سبزیجات د آمینو اسیدونو غټې منابع دي، خو بیا هم کولای شي د زړه د سوی، باد او نس درد سبب شي په ځانګړي ډول کله چې په سهارنۍ کې وخوړل شي.

کافي/ قهوه

ځینې کسان کافي د سهار د چای په توګه څښي، خو که کافي په سبناري کې وخوړل شي، د ډیر کافئین د درلودو له کبله د معدې لپاره مضره ده، ښه به دا وي چې د کافي تر څښلو مخکې یو ګیلاس اوبه وڅښئ.

چای

چای د نړۍ تر ټولو ښه او ډیر عام څښاک دی، خو څښل یې د سهار له پلوه د معدې اسید ډېروي او د اسید زیاتوالی د معدې په جدار باندې اغېز کوي او د هضمي سیستم (معدې) د زخم سبب کېږي.

کیله

که کیله د سهار له خوا وخورئ، کېدای شي په ډېره چټکۍ په وینه کې مګنیزیم زیات کړي چې په پایله کې یې کېدای شي زړه ته ضرر ورسوي.

ګاز لرونکي څښاک

د ګازلرونکو څښاکونو استعمال د سهار له پلوه کېدای شي چې مخاط ته ضرر ورسوي او معدې ته د وینې په رسیدو کې خنډ پېښ کړي، په پایله کې د ډوډۍ د هضم پروسه له خنډ سره مخامخ کوي یا کموي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

غزل

رنګ/اجمل پسرلی