شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+سپنتا او طالبان !

سپنتا او طالبان !

کبیر هسک

 د حامد کرزي د واکمنۍ د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا چې ښاغلي کرزي له واکمنۍ وروسته تل په شاهدۍ نیوه او له دې اړخه په یوه طنز هم بدل شوی و، تازه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبدالهیان هغو خبرو ته توند غبرګون ښودلی چې طالبان یې د افغانستان واقعیت ګڼلي دي.

ښاغلي سپنتا ایراني وزیر ته په خطاب کې ویلي چې د دوی د مجاهدین خلق ډله هم د ایران یو واقعیت دی، خو په وینا یې دا ډله او طالبان دواړه د خپلو  هېوادونو وحشتناک واقعیتونه دي.

د طالبانو په اړه د افغان سیاستوالو او نیږدې ټولو افغانانو تعریفونه، لیدلوري او قضاوتونه له بده مرغه تل له تناقضاتو او د ورځې د نرخ له اغېزو ډک وو، چې دلته پرې بحث نه کوو او د ښاغلي سپنتا په اړه هم ډېر مخته نه ځوو.

یوازې د طالبانو په اړه د دغه ښاغلي څو ډېر څرګند دریځونه او جهتونه غواړم یاد کړم او هیله وکړم چې که ممکنه وي په یوه ټویټ کې په دې اړه هم غبرګون وښيي.

ښاغلی سپنتا چې یو شمېر منتقدانو یې د کرزي د دفتر د « غلام بچه» لقب ورکړی و، له ارګ سره د کرزي تر مخه ښې وروسته هم تل له هغه سره و او ښکاره ده چې د بي دوه پنځوس په زور له افغانستانه د طالبانو شړونکي کرزي بیرته د دې ډلې په واکمنولو کې د خپلې « ورورولۍ» هېڅ ډول مرسته ونه سپموله.

سپنتا سره  له دې چې په باطن کې لږ ترلږه د لویدیز د سیاسي فلسفو د یوه شاګرد په توګه طالب سره بشپړ وران و/ دی، خو د ده په توجیه له کرزي سره یې د ملګرتیا لپاره له قدرت وروسته هم د هغه څنګ پرېنښود او د جمهوري نظام تر سقوط پورې نیږدې هره ناسته کې دی له کرزي سره لکه د برحاله حکومت د بهرنیو چارو وزیر یې را څرګند شو.

کله چې روسیې د طالبانو او د ولسمشر غني د یو شمېر مخالفانو غونډه مسکو کې بللې وه، د ښاغلي کرزي د یوه بل په اصطلاح « غلام بچه» عمر زاخېلوال په قول چې دی او سپنتا د دې ناستې د پای د اعلامیې چمتو کوونکي وو.

ښاغلي زاخېلوال خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په ډېر ویاړ دا هم وویل چې یاده اعلامیه ده د رسنیو په مخکې قرائت کړه او طالبانو سره یې د سولې د ګډو هڅو په برخه کې مهم رول ولوباوه!

له یادې ناستې څو کاله وروسته او د جمهوري نظام د سقوط په درشل کې کله چې د سپنتا د یوه هراتي وطندار او ملګري( د ملي دفاع وزارت د پخواني ویاند ظاهر عظیمي) یو زوی چې په کومانډو ځواکونو کې یې دنده لرله او طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو، سپنتا یې د تدفین مراسمو پر مهال څرګند او د طالبانو خلاف جګړه د وطن د خاورې د دفاع مقدسه جګړه او خپل وطندار یو ویاړلی شهید وباله.

دا هغه ځای و چې ښاغلي سپنتا د خپل ملګري کرزي وطندارانو ته د خپل وطندار وینه ونه بښله او په ډېر حرارت او انقلابي احساساتو یې د طالبانو خلاف خبرې وکړې.

د جمهوري نظام د سقوط پر ورځ سپنتا د سولې له ټولو هڅو(!) سره- سره فرار ته په قرار ترجیح ورکړه او په ساعتونه- ساعتونه یې د کابل هوایي ډګر کې انتظار وکړ څو چانس برابر شو او د سولې د ګڼو نورو سیاسي فعالانو منجمله: محمد حنیف اتمر سره په یوه پرواز کې ترکیې ته ورسېد.

سپنتا مشت نمونه خروار در واخلئ، د طالب په اړه د ډېرو دریځونه همداسې د ورځې په نرخ بدل را بدل شول او لا بدلیږي، دوی طالب د افغانستان واقعیت باله، بولي یا نه بولي، خو د دوی د هویت واقعیت تر اوسه نه شو څرګند.

سپنتا او نور ګڼ نا څرګند واقعیتونه که د دوی په اصطلاح وحشتناک نه دي، خو د وحشتناکو بدلونونو سبب خامخا دي او دا وحشت زېږونکي او پالونکي او د ورځې د نرخ څېرې به د افغانانو او تاریخ هېرې نه شي!

1 COMMENT

  1. سپنتا دادفر دآلمان په اخن ښار کې اوسېده دشولې اوپولې غړیتوب یی درلود اوله هغه ځایه کرزی مکار راپیداکړ زاخیلوال هم یوډانګه یی له داود یار سره کته او پورته منډې وهلی داودیار لندن کې سفیر شو او زاخیلوال کرزی کابل ته ور غوښت ګلاب منګل بل خلقی هم کرزی راووست.
    په هرحال دادفر هره لوبه وکړه خو یو ه ملامتی هم په ځان نه اخلی اوځان سپین چرګ راپاسی. داحمد مسعود ماشوم سره یو ځل بېا د بن ککًړې معاهدې خوبونه وینی.
    داد په پوله قناعت نه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب