شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد احمد شاه مسعود د نیږدې کسانو خاطرې؛ د مجددي زوی او...

د احمد شاه مسعود د نیږدې کسانو خاطرې؛ د مجددي زوی او د دوستم قومندان یې خپله ووهل

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۹ مه) د شمال د مشهور قومندان احمدشاه مسعود دوو نیږدې سرچینو په یوه تازه ویډیویي خواله کې د اویایمې لسیزې د تنظیمي پېښو د تحلیل پر مهال د ښاغلي مسعود یو شمېر خاطرې هم بیان کړې چې هغه د قدرت پر سر د ناندریو له امله خپله د وخت د موقت ولسمشر صبغت الله مجددي زوی نجیب الله مجددي او د عبدالرشید دوستم مشهور قومندان همایون فوزي په څپېړو ووهل.

دا ویډیویي خواله د پنجشېر د مشهور ژورنالېست رزاق مامون او د نظار شورا د یوه سیاسي فعال هارون شفق تر منځ تازه شوې ده.

 مامون او شفق، چې د اویایمې لسیزې د تنظیمي واکمنۍ پر مهال د احمدشاه مسعود له نیږدې کسانو څخه وو، دا بحث په دې اړه کاوه چې مجددي له حکمتیار، دوستم، علي مزاري او د پرچم ګوند له پاتې شونو سره څنګه د جمیعت او متحدینو خلاف یې لاس یو کړی و او د رباني د موقتې ولسمشرۍ پر ضد یې کودتا پلان کړې وه.

د دغه بحث په اوږدو کې هارون شفق پر صبغت الله مجددي له دې امله توندې نیوکې وکړې چې په پېښور کې د شوې موافقې خلاف یې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته خپله دوه میاشتنۍ دوره په معاملو اوږدوله او د قدرت پرېښودو لېواله نه و.

هغه په دې ترڅ کې عبدالرشید دوستم ته د هغه لخوا د خالد بن ولید لقب ورکولو او په تاجیکستان کې د جمهوري نظام د سفیر ظاهر اغبر یادونه وکړه چې په وینا یې مجددي د تورنۍ له پوځي رتبې څخه د ډګر جنرالۍ رتبې ته ارتقا ورکړه.

شفق دا هم وویل چې یو ځل د مجددي د دفاع وزیر احمدشاه مسعود هغه ته د پوځي رتبو د خیرات په اړه شکایت وکړ.

د ده په وینا، مجددي مسعود ته وویل چې که ناراضه یې خپله ووایه کومه رتبه غواړې؟

شفق زیاته کړه چې مسعود د مجددي په ځواب کې وویل: زه هم د تورنۍ له رتبې د پورته موقف وړ نه یم.

هارون شفق دا هم وویل چې مجددي د دوه میاشتنۍ موقتې ولسمشرۍ د مودې له پوره کېدو دوه شپې مخکې  د یوې غونډې پر مهال د هغه ځای ناستي برهان الدین رباني ته د واک لېږد ومانه، خو یوه ورځ وروسته یې له ملي راډیو تلویزون څخه مسعود ته احوال ورسېد چې د مجددي زوی نجیب الله مجددي دغه تلویزون ته تللی او د خپل پلار د ولسمشرۍ مودې د اوږدېدو اعلان کوي.

د شفق په وینا، مسعود خپله سمدستي ملي تلویزون ته لاړ او د صبغت الله مجددي زوی یې په څپېړه وواهه او یادونه یې وکړه چې د پېښور د معاهدې مطابق باید دوی واک برهان الدین رباني ته ولېږدوي.

د هارون شفق له خبرو وروسته، رازق مامون چې هغه مهال یې د احمدشاه مسعود لخوا د تاسیس شوې (کابل اوونیزې) مسوول مدیریت پر غاړه و، وویل: زه خبر شوی یم چې مسعود په همدغه اعلان کې د مرستې له امله د عبدالرشید دوستم مشهور قومندان همایون فوزي هم په څپېړې وهلی و.

د مسعود دغو پلویانو په خپل دغه بحث کې ادعا وکړه چې د رباني د نسکورولو لپاره د دوی خلاف د همغږۍ شورا په نوم د مخالفو تنظیمونو کودتا د سیمې یو شمېر هېوادونو او په سر کې یې پاکستان پلان کړې وه.

دوی په دې اړه څه ونه ویل چې برهان الدین رباني ولې د پېښور معاهدې خلاف له څلور میاشتنۍ واکمنۍ وروسته له ارګه ونه وت او د ټاکنو یا د ټولو لوریو په خوښه حکومت جوړولو ته یې موقع ورنه کړه.

د رباني مخالفان هغه او په خاص ډول د دفاع وزیر یې قومندان مسعود پر ارګ او قدرت د منګولو خښولو له امله د تنظیمي جګړو اصلي لاملان بولي.

د مسعود پلویانو دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د شمال ټلوالې یوه لویه برخه مبلغان مسعود یو نابغه او نرم زړی سیاستوال تبلیغوي او په افسانوي کیسو ترې اتل جوړول غواړي.

بل لور ته: د مسعود مخالفان او په خاص ډول د تنظیمي جګړو شاهدان نوموړی د کابل د ورانولو یو اصلي لوری او په دې جګړه کې د ګلبدین حکمتیار او نورو تنظیمي مشرانو برابر ملامت یادوي.

هغه په ځانګړې توګه؛ په افشارو کې د سلګونه هزاره ګانو د قتل عام له امله هم هر کال د یادې پېښې د کلیزې پر وخت غندل کیږي او هزاره قربانیان دوی ته د عدالت او د مسعود د جرمي ملګرو د محاکمې غوښتنه کوي.

1 COMMENT

  1. مسعود یو خایین او د روس جاسوس وه پخپله مسعود یو نااهله غل او کوتاه طریقه انسان وه مسعود هیچ کوم تاریخ نلری دو لندغرو او جپاولګرو تری نابغه جوړ کړی وه د بچی سقو او مسعود منځ کښی هیڅ کوم توپیر نه لیدل کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب