شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کاسا زر پروژې غړو هېوادونو په دې پروژه کې د افغانستان...

د کاسا زر پروژې غړو هېوادونو په دې پروژه کې د افغانستان د بیرته ګډون غوښتنه وکړه

تاند (شنبه، د قوس ۱۸ مه) د تاجیکستان، قرغیزستان او پاکستان استازو له منځنۍ اسیا څخه نورو هېوادونو ته د برېښنا د لېږد په مهمه پروژه( کاسا زر) کې بیرته د افغانستان د ګډون غوښتنه کړې ده.

یاده غوښتنه د یادو هېوادونو د برېښنا وزارتونو استازو د ګډې غونډې پر مهال کړې ده.

افغانستان مخکې د یادې پروژې غړی و او تمه وه چې له لارې یې د برېښنا د یادې پروژې مزې ولېږدول شي، خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د دې پروژې چارې ځنډیدلې وې او غړي هېوادونه پکې د افغانستان ګډون ته زړه نازړه ول.

د دغې پروژې تمویل مخکې نړیوال بانک پر غاړه اخیستی و.

تازه د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د یاد شوي بانک له استازو سره د لیدنې پر مهال غوښتنه کړې چې بیرته د دغې پروژې تمویل پر غاړه واخلي.

د طالبانو د رژیم چارواکو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تل یې ټینګار کړی چې افغانستان د سیمې د سوداګرۍ او اتصال په مرکز بدلول غواړي.

یاده طرحه د پرځېدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني هم لرله او طالبان د هغه د یو شمېر طرحو د عملي کولو له امله د خلکو لخوا ستایل کیږي.

1 COMMENT

  1. یاد پروژه تجارتی او ترانزیټی پروژه ده چې اوس مهال تاجکستان غواړی یاده پروژه د افغانستان له لاری پاکستان باندې برق وپلوری مګر د کرزی په وخت کې د افغانستان د برښنا حق (۱۳۰۰) میګاواټه څخه ۳۰۰ میګاواټه او ترانزیټی مالیه د افغانستان لپاره وو مګر پاکستان ټول ۱۳۰۰ میګاواټه غواړی چې تیره دولت کې له پاکستان سره منل شوي وو مګر زما په نظر دا یو منطقی کار وو چې شوی وو ځکه په تړون کې داسې ذکر شوي چې افغانستان ته به ۳۰۰ میګاواټه او ترانزیټی مالیه ورکوی خو کچیری نړیوال بانک دا پروژه بیا تمویل کوی باید د افغانستان ټولی پروژي چې کارونه ناتکمیله پاتې باید بیرته له سره شروع په ځانګړی ډول هغه پروژي چې ګاز او انرژی په برخه کې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب