شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهایران وايي، په ۴ میاشتو کې یې څلور نیم لکه افغان کډوال...

ایران وايي، په ۴ میاشتو کې یې څلور نیم لکه افغان کډوال ایستلي

تاند (شنبه، د قوس ۱۸ مه) په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري، ایران نن وویل چې ۱۳ زره نور افغان کډوال یې له رضوي خراسان ولایت څخه د دوغارون بندر له لارې د افغانستان اسلام کلا بندر ته استولي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا د رضوي خراسان ولایت د سرحدي پولیسو د قوماندان مجید شجاع په قول ویلي:«په هیواد کې له غیرقانوني کډوالو سره د مبارزې په لړ کې دا شمېر کډوال په تېره یوه اوونۍ کې وپېژندل شول. دا غیرقانوني کډوال د دوغارون او تایباد له لارو د افغانستان د حکومت استازو ته وسپارل شول.»

ایرنا د دغه ایراني چارواکي په قول همداراز ویلي چې دا شمېر افغان کډوال په غیرقانوني لارو ایران ته داخل شوي وو.

ښاغلي شجاع ټینګار وکړ، افغان کډوال، چې ایران ته په غیرقانوني لارو ننوتي، باید له قانوني لارو راغلي وای.

د ایران بل خبري اژانس، ایسنا د ایران د مهاجرت د ادارې د یوه چارواکي جواد خاني په قول وايي چې د سږ کال د جولای له ۲۳ څخه د نوومبر تر ۱۹ پورې شاوخوا څلور نیم لکه بهرني اتباع (چې اکثره یې افغانان دي) له ایران څخه ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په یوه میاشت کې نژدې ۵ لکه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

ایران او پاکستان په داسې وخت کې پر افغان کډوالو فشار زیات کړی چې افغانستان د وچکالۍ او د زلزلو په شان له نورو طبیعي پېښو او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او له بلې خوا ژمی په رارسیدو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب