شنبه, جولای 27, 2024
Home+د بیټلز ډلې نامتو هنرمن څنګه ووژل شو؟

د بیټلز ډلې نامتو هنرمن څنګه ووژل شو؟

له نن څخه ۴۳ کاله پخوا د ۱۹۸۰ م کال د دسمبر په ۸ مه د بیټلز (Beatles) ډلې مخکښ سندرغاړی جان لینین د ۴۰ کلونو په عمر په نیویارک کې ووژل شو.

جان لینین د ۱۹۴۰ کال د اکتوبر په ۹ مه د انګلنډ (انګلیستان) په لیورپول کې زېږېدلی دی.

جان لینین نه یوازې د بیټلز ډلې غړی و، بلکې یو راک موسیقي پوه، کمپوزر او د بشري حقونو فعال و.

ده وروسته له دې چې په ۱۹۵۷ م کال له پال مککارټني (Paul McCartney) سره وپېژندل، د بیټلز ډلې د جوړولو اراده وکړه.

دا ډله د موسیقۍ د ډلو په ټول تاریخ کې تر ټولو اغېزمنه او مشهوره ډله ګڼل کېږي. بیټلز ډله دومره مشهوره وه چې د افغانستان په شمول د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې ځوانانو د دوی د جامو او وېښتانو د سټایل تقلید کاوه.

خو جان لینین په ۱۹۶۹ کې له بیټلز ډلې ووت. په ۲۱ کلنۍ کې یې له خيلې یوې ملاتړې سینتیا پاول سره واده وکړ خو په ۱۹۶۸ کې ورڅخه جلا شو. په ۲۸ کلنۍ کې یې له یوې جاپانۍ (Yoko Ono) سره واده وکړ. لږ وروسته یې له خپلې جاپانۍ مېرمنې (یوکو اونو) سره، چې هغه هم سندرغاړې وه، په ګډه نوی البم راوایست.

جان لینین په داسې وخت په لیورپول کې وزېږېد چې د نازي جرمني له لوري پر بریتانیا هوايي بریدونو دوام درلود. دی څلورکلن و چې مور و پلار یې سره جلا شول. له دې مودې وروسته جان لینین له خپلې ترور سره اوسېده. د لینین پلار په بیړیو کې کار کاوه او اکثره وخت به په سمندري سفرونو وتلی و نو خپل زوی یې چندان نه شوای لیدلی.

مور یې، چې جولیا نومېده، په لومړي ځل یو ګیتار سوغات ورکړ او ده ته یې بینجو او پیانو ورزده کړل. خو هغه د ۱۹۵۸ په جولای کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوه.

دې پېښې پر جان لینین بد اغېز وکړ. ده په ځلونو د خپلې مور مړینه د خپل ژوند یوه تر ټولو ترخه پېښه ګڼلې ده.

جان لینین د عجیب و غریبو انځورونو خاص مینه وال و. که څه هم ده په ښوونځي کې ښې نومرې نه ترلاسه کولې خو د ده استادانو باور درلود چې دی د ښه هنري استعداد په خاطر د ارټ یا هنر پوهنځي ته تللی شي.

د نړۍ نامتو امریکايي سندرغاړی الویس پریسلي (Elvis Presley) یو له هغو کسانو څخه و چې جان لینین یې، تشویقاوه.

د ۱۹۸۰ د دسمبر د اتمې ماښام ناوخته و چې پر جان لینین د نیویارک ښار د منهاټن په داکوټا ودانۍ (Dakota apartment) کې دزې وشوې. جان لینین سخت ټپي شو. قاتل یې مارک ډیویډ چپمن (Mark David Chapman) نومېده، چې د بیټلز ډلې زښت مینه وال و او له هاويي څخه د لینین د لیدو لپاره نیویارک ته راغلی و.

چپمن له څو میاشتې پخوا څخه د جان لینین د وژلو پلان جوړ کړی و. دی د هماغې ورځې له سهاره د ډاکوټا ودانۍ مخته جان لینین ته انتظاز و خو بالاخره د مازدیګر او ماښام ترمنځ بریالی شو چې لینین وویني.

لینین خپل دغه مینه وال ته خپل (Double Fantasy) (دوه برابره فنټازي) البم ورکړ او لاسلیک یې پرې وکړ. له دې وروسته له خپلې مېرمن سره د سندرو د ثبت لپاره سټودیو ته روان شو. په هماغه شپه چې کله لینین او مېرمن یې ډاکوټا ودانۍ ته بېرته راغلل، د ودانۍ په دروازه کې چپمن په تمانچې پرې ۵ ډزه وکړې. کله چې روغتون ته ټپي لینین ورسول شو، ډاکترانو وویل چې نوموړی وژل شوی دی.

چمپن د ۱۹۸۱ په جون کې د لینین پر وژلو اعتراف وکړ، ویې ویل چې دا کار یې د دې لپاره وکړ چې خدای ورڅخه غوشتي و. نوموړی په ۲۰ کاله بند محکوم شو. ده د نیویارک ایالت په اوپسټ مجبس کې په ۲۰۰۰ کال د شل کاله بند له تېرولو وروسته ۱۱ ځلې د بخښل کېدو غوښتنه وکړه خو د جان لینین ماندینې اونو یې غوښتنه رد کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب