چهارشنبه, دسمبر 10, 2025
Home+پاکستان د لارو بندیدو په وجه هره ورځ ملیونونه ډالره تاوان کوي

پاکستان د لارو بندیدو په وجه هره ورځ ملیونونه ډالره تاوان کوي

روح الله انوري
پخوا به پاکستان تل د لارو بندولو څخه سیاسي ګټه اخستله او د همدې لپاره به يې چې کله خوښه شوه او په افغانستان کې به د میوو او سبزیجاتو د حاحصلاتو راټولو او مارکیټ ته د عرضه کولو وخت راغی لارې به يې وتړلې. هرځل به افغان بزګرانو، بڼوالو او سوداګرو ته په سلګونه ملیونه ډالر زیان رسیده.خو کله به چې زموږ د تازه میوو او تریکاریو د صادرات پای ته ورسیدل او د دوی د مالټو، کینوانو،کیلو،امروتو، سبزیو او نورو بلا او بدتر وخت به شو بیا به لارو کې کومه ستونزه نه وه. هغه مهال به یوازي افغانان د خوراکي او نورو اړینو توکو بیو لوړیدو او ډول ډول ستونزو سره مخ کیدل. د افغانانو په هر تاوان کې به دوی ګټه کوله، د بیو په لوړوالي کې به يې داسې بي کیفته خواړه، درمل، ساختماني مواد او نور شیان افغانستان ته صادرول چې د کارولو وړ به نه و.
د وېزو نرخونه به يې لوړ او ترلاسه کول به يې سخت کړل،که چا به د هوا له لارې پاکستان ته سفر کولو د الوتکو ټکټونه به يې هم یو په څلورو اوچت کړل.لنډه دا چې هغوی د افغانانو په هر مجبوریت سوداګرې کړې او ورڅخه يې ګټه يې ترلاسه کړې ده.خو دا ځل لوبه بل ډول شوه د پاکستان تل کاریدونکی کارت نا چله شو او په خپل رنګ کې يې داسې کوټ وخوړولو چې تل به يې یاد ساتي.
دوي فکر کولو چې افغانستان  په وچه کې بند هیواد دی او څه چې زموږ زړه وي ،هغه به کوو.خو له دې خبر نه و چې افغانستان د نورو ګاونډیو هیوادونو سره د راکړې ورکړې،تګ راتګ زیاتې لارې لرې،کولی شي له هغو لارو د هیواد اړتیاوې پوره کړې او پاکستان سره سوداګرۍ او دغو لارو ته دومره ضرورت ونه لرې.
پاکستان هیڅکله داسې فکر نه کولو چې افغانان به د دوی له انحصار و وځي.دوي تل همدا سوچ کړی و چې (تل به ناصر خان اوسره اوښان وي) خو داسې همیشه نه وي،څنګ چې حالات بدلیږي، نوي فرصتونه رامنځ ته کیږي، له همدې وضعیت او فرصتونو خلک ګټه اخلې.لکه چې پاکستان د افغانستان له ناامنیو،جنګونو او مجبوریتونو تل ګټه اخستې، نور به افغانان له داسې حالاتو استفاده کوي.
د دومره ستونزو په شتون کې چې پاکستان اوسمهال ورسره لاس او ګریوان دی، بیا هم پاکستاني چارواکي،هغوي پورې تړلې مزدورې رسنۍ او ګلخاني خبریالان له خپل ګوډ،خوار او له ځواک پریوتي  خر باندې هم هغه شان سواره دي،فکر کوي چې افغانستان له ولږې مړ شو.
خپلې ناکامۍ پدې پټوې  او وايې،لارې (د انساني همدردۍ په خاطر خلاصوو.)
کله وايې،(ملګرو ملتونو ترې افغانستان ته د اړینو موادو رسولو لپاره د لارو خلاصون غوښتنه کړې ده)
خو دا ټولې خبرې او غوښتنې د دوي خپل داخلې درد او درک دی چې د لارو بندیدو په وجه ورته رسیږي او دوی يې اړ دي چې یوه بهانه د لارو پرانستلو ته پیدا کړي.
خو افغانان او افغان حکومت په خپله خبره کلک ولاړ دی او د لارو دایمې خلاصول،په هر حالت  نه بندیدل او قوي ضمانت غواړي.
د افغان حکومت مشر ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي:(دوي په خپله خبره ولاړ دی او له قوي ضمانت پرته به لارې بندې وې.)
پاکستان ته رسیدلی او رسیدونکي زیانونه:
پاکستاني انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان په یو راپور کې لیکلي(پاکستان هره ورځ په ملیونونو ډالره تاوان کوي او تراوسه دغه اندازه له دوه سوه ملیونو اوښتې ده.)
د بڼوالو،بزګرانو او ددې برخې دسوداګرو حالت يې د سبزیو او میوو له منډیانو ښه معلومیږي چې مالونه يې ډیري ډیري پراته دی او د اخستونکو په انتظار شېبې شمیري.هرڅه يې  داسې  وراسته او له استفادې وغورځیدل لکه زموږ رومیان،انګور،انار او نور.
د پنجاب بزګرانو او بڼوالو پرېکړه کړې چې که چیرته لارې همداسې بندې وې نو(د الوګانو،پیازو،مالټو،کینوانو،کیلو،امروتو او نوروشیانو ډکې لارۍ به د لومړي وزیر،دفاع وزیر،د پوځ مشر منیر او نورو چارواکو د کورونو مخو ته خالې کړي او لاریونونه به وکړي.)
د جعلې او بی کیفته درملو کمپنیو خاوندان او سوداګر که څه هم دلارو بندیدلو سخت پريښانه کړي،خو د مولا عبدالغني برادر دې اعلان چې(افغان سوداګر باید پاکستاني کمپنیو سره خپل حسابونه تر دریو میاشتو پورې پاک کړي او له هغه وروسته هیڅوک حق نلرې چې له یاد هیواد څخه درمل افغانستان ته وارد کړي.)د غم په ټغر کینولي او بې له فریاد او زاریو بله لاره ورته نده پاتې.
د لارو بندیدو سره یواځې بزګرو،بڼوالو،د کارخونو مالکانو،سوداګرو،د وېزو له درکه سفارتونو،روغتونونو،په لارو کې ولاړو پولیسو،پوځیانو او د ګمرکونو مامورینو دومره تاوان کړی چې  هریو د پولۍ ټک ته ناست دی.او که دغه لارې لا زیاتې بندې شي نو هرڅه به لاسه ورکړي.
پاکستاني چارواکو دا فکر کولو چې افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی او تکیه يې یوازې د دوي په لارو ده.خو داسې نده دوي ته  به تل افغان چارواکو ویل چې لارې د سیاسي اهدافو او فشار وسیله مه ګرځوئ،خو پاکستان خپله زړه سندره په زوړ خیال کې زمزمه کوله چې(که لارې بندې کړو نو افغانستان به موږ ته سوالونه شروع کړي.)
ولسمشر غني ورته همدا ویل چې د لارو بندول که زموږ په زیان دي،داسې وخت به راشي چې تاسو ته به زموږ نه زیات تاوان ورسیږي.
هغه ورته څو څو ځله ویلي و چې له دې کار څخه لاس واخلي په ګټه مو ندی او د نړیوالو اصولو سره سمه تاسو هم سوداګرۍ وکړئ او موږ هم ورته پریږدئ.
ولسمشر ورته ویل اوس موږ نورې لارې هم لارو(که تاسو د شلو کالو لپاره دروازې وتړئ پروا مو پرې نشته.)
 هم هغه خبره ده چې د لارو تړل کیدو دا دی دوه میاشتې پوره کیږي،خو افغانستان کې نرخونه د لوړیدو په ځاي ټیټ شوي.دکانونه،ګودامونه او د سوداګرۍ مرکزونه له خوراکي او نورو اړینو توکو ډک دي.سوداګرې مو لا زیاته شوې ده.
پخوا به د افغاني سوداګرو مالونه په بوسي کلدارو پلور کیدل.خو اوس په ډالرو،یورو،ریالو او نورو کرنسیو له پخوانیو نرخونو په لوړه بیه خرڅیږي.
پخوا زموږ د وطن تازه میوه لومړی  پنجابې مارکیټونو ته په ارزانه تلله . خو هغوي به په نړیوالو بازارونو ته  د پاکستان نوم او په لوړ قیمت صادروله.  ګټه يې پنجاب ته تلله،خو اوس هرڅه د افغانستان په نوم بهرنۍ نړۍ ته رسول کیږي او فایده يې د افغان جیب ته ځي.
پاکستان د لارو بندیدو سره نه یواځې د افغانستان بازار له لاسه ورکړ،بلکې د منځنۍ اسیا هغه يې هم بایلود.
اوس به د پاکستانیو چارواکو عقل سر ته راغلی وي او که راغلی نه وي رابه شي چې څومره غټه سهوه او نه جبرانیدونکی زیان يې وکړ؟
د مچ په څیر به لاسونه مروړي،خو بیا به هم د ګل په ځاي په ډیران ناست وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...