Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ، لندن کې د خیبر جرګې ملاتړ غونډه وکړه

پښتون ژغورنې غورځنګ، لندن کې د خیبر جرګې ملاتړ غونډه وکړه

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۷مه) د ‏پښتون ژغورنې غورځنګ د برتانیا په پلازمېنه لندن کې  د تېر کال خیبر جرګې د پرېکړو د ملاتړ لپاره پرون یکشنبه ناوخته لویه غونډه وکړه.

دې غونډه کې د برتانیا پر ټولو ایالتونو سربېره د اروپا مختلفو هېوادونو او ان امریکا او کاناډا کې د غورځنګ ځینو غړون ګډون درلود.

په جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او ویناوالو د خیبر جرګې پر ملاتړ سربېره د افغان نجونو د زدکړو پر حق ټینګار وکړ.

دوی په پښتونخوا او بلوچستان سربېره افغانستان کې د پاکستان بریدونه وغندل او هم یې د درېدو غوښتنه وکړه.

د غونډې ویناوالو پاکستان د پښتنو پر رواني، اقتصادي او ټولنیزه نسل وژنه تورن کړ.

په دغه غونډه کې پر پښتون ژغورنه غورځنګ د پاکستان بندیزونه وغندل شول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۲۴ کال اکتوبر کې خیبر جرګه را بللې وه، چې د پاکستان حکومت یې د مخنیوي ډېره هڅه وکړه.

هغه وخت پاکستان د جرګې په مخنیوي کې پاتې راغی خو پر غورځنګ یې بندیزونه ولګول او له هغه راهیسې یې د دوی غړي هم ونیول او دا لړۍ لا هم روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...