تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۷مه) د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د پوځ او عاصم منیر په هکله د هند بهرنیو چارو وزیر څرګندونې وغندلې.
وړمه ورځ، شنبه د هند بهرنیو چارو وزیر پاکستان کې د پوځ د لوی درستیز د واک زیاتېدو ته په اشارې ویلي وو، چې د دغه هېواد پوځ تل په یو نه یو ډول واکمن وي.
اېس جې شنکر زیاته کړې وه چې، د پاکستان په نږدې ۸۰ کلن تاریخ کې پوځ کله د پردې تر شا او کله هم ښکاره پر دغه هېواد واک چلوي.
شنکر دا هم ویلي وو چې، د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ ستونزې هم په پاکستان کې د پوځ د رول له امله دي، خو تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اېس جې شنکر دا څرګندونې ردوي او د اسلام اباد پرضد یې پروپاګنډ بولي.
طاهر اندرابي زیاتوي چې پاکستان یو مسوول هېواد دی او ټولې ولسي او پوځي ادارې یې د ملي امنیت ستنې دي.
عاصم منیر د ۲۰۲۲ کال له نومبر راهیسې د پوځ مشر او تېر نومبر د پارلمان له لارې اساسي قانون کې بدلون سره اوس د پاکستان د سمندري او هوايي ځواکونو مشري هم ور کړل شوه.
منیر به د فیلډ مارشال منصب او یونیفورم د ټول عمر لپاره لري او له تقاعد وروسته به هم ولسمشر د لومړي وزیر په سلا هغه ته “دندې او مسوولیتونه” ټاکي.
نوموړی به ټول عمر له قانوني تعقیب هم خوندي وي.
نو دا خو ښکاره خبره ده نړۍ پدې پوهیږی ځکه خو کانګریس د امریکا بهرنیو چارو وزرات ته لیک لیږلی ترڅو په عاصم منیر او شهباز شریف باندی بندیز ولګوی نو مطلب دا ده چې نړۍ سترګي په کراره کراره خلاصیږی ترڅو به نړۍ ته غلطي ورکوی نړۍ هم عقل لري او ځانونه ته انسانان وایي که افغانانو یا خپلو هیوادوالو ته پوځ دروغ وایی او هغوی مني له مجبوریت غږ نباسی ځکه بیا بندی کیږی