Homeخبرونهعبدالحی قانت دوحې فورم کې؛ پاکستان سوداګریزې لارې د سیاسي فشار په...

عبدالحی قانت دوحې فورم کې؛ پاکستان سوداګریزې لارې د سیاسي فشار په توګه کاروي

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۷مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز رييس عبدالحی قانت د دوحې د فورم په ناسته کې ويلي، چې د پاکستان حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او جغرافیايي لارې د سیاسي فشار په توګه کاروي.

د قانت په وينا، د پاکستان دا چلند د سیمې اقتصادي ثبات ته ګواښ جوړوي او که ستونزه حل نه شي، د سیمې اقتصاد به له جدي خطر سره مخ شي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان باید په ګډه د دې ستونزې د هوارولو لپاره د حل لارې ولټوي.

نوموړي دا وضعیت «لنډمهال بحران» بللی او هیله یې څرګنده کړې چې ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې حل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، تر هغه چې د پاکستان له حکومته «باوري تضمینونه» ترلاسه نه شي، د افغانستان له لوري به دروازه خلاصه نه شي.

1 COMMENT

  1. په کافرستان باور کول په صیهونیستو باور کول دي. اوس بیا د خپلو میوو لپاره لاره پرانیزي کله زموږ د میوو وخت راسي دغه د یهود بچی به بیا لارې وتړي. چرګ کم او غول یې کم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...