د ثور د کودتا په سبا باندې ګڼ خلک د کابل په واټونو کې ګرځېدل چې بدل شوی حالت وویني. د جمعې ورځ وه. زه هم له خپل مشر ورور(امان الله ساهو مرحوم) سره له کوټه سنګي د ښار خوا ته پلی روان وم. په لار کې مو، د معارف وزارت مخې ته، د کندز یو شناخته محصل، خوشحال، ولید. خوشحال مودب او پاک زړی انسان و. د پرچم په ډله کې و او د نوي دوران پېلېدو ته ډېر هیله من ښکارېده. دی خبر شوی و چې موږ کابل ته راکوچېدلي یوو، نو زما له وروره یې وپوښتل: چېرته اوسئ؟ هغه ورته وویل: په خوشحال خان مېنه کې یو غریبانه کور لرو. ده د «غریبانه» له کلمې د شکایت معنا واخیسته، ویې ویل: تشویش مه کوئ، دا مشکلات ټول حل کېږي! خوشحال څو میاشتې وروسته بندي شو او اعدام شو. دی د اقتصاد پوهنځي د دریم ټولګي محصل و.
په هغه شېبه کې د خوشحال د زیاتې خوشبیني یوه لویه وجه دا وه چې د اکثرو خلکو غوندې د دولت موسسه ورته ډېره پېاوړې ښکارېده او دا قوت یې پکې لید چې که وغواړي هر افغان ته په کال دوه، یا څو کلونو کې ښه کور برابرولای شي.
زموږ په تصور کې دولتي نظام تر حد زیات پیاوړی دی او دا تصور عام دی. د استاد الفت په یوه مشهوره ادبي ټوټه کې دولتمشر او یا په تمثیلي او رمزي ژبه (د رمې خاوند) داسې تصور کېږي چې هر څه له ده سره دي:
د رمې خاونده
د تورې کېږدۍ او د لویې رمې خاونده!
په دې سره او ټکنده غرمه کې، په دې وچې بېدیا او سپېره صحرا کې، چې یخې اوبه، یخ سیوری، توده ډوډۍ، شودې او مستې، کوچ او پېروي، کورت او غوړي، پوڅې او پنیرونه، هر څه له تا سره دي، په خوارانو او بېوزلو رحم وکړه.
له لارویو خپل خوړونکي سپي ایسار کړه.
هر څوک چې ستا کېږدۍ ته په هیله او اسره راځي، هغه له خپلو سپیو نه ساته او قدر یې کوه!
په دې وچ ډاګ کې بل سیوری نشته. یوازې ستا سیوري ته هیله او اسره کېږي.
که ته خپل سپي ونه نیسې، له دې نه لویه بې رحمي بله نشته.
اې د خوروړو سپیو خاونده!
ستا د سپیو تاوان له تا رسېږي او د دوی په ضرر ته نیولی یې.
سپی او نفس دواړه یو شان ته دي.
ته خپل سپي ونیسه او په موږ رحم وکړه!
ته په خپلو سپیو دا ګومان مه کوه چې دوی به هر وخت ستا غلیمانو ته غاپي. دوی ډېر ځله د اسمان ستورو او سپوږمیو ته هم غاپي.
ستا په ملګرو او دوستانو هم بلوسي او غوټې وهي.
آه! هیڅوک زما نارې نه اوري، د خپلو سپیو حملې هم نه ویني. زما غږ تر کېږدۍ نه رسېږي. دوی ولې څه نه اوري؟
ولې څه نه ویني؟
ولې په چا رحم نه کوي؟
پردي خو به نه وي؟
کېږدۍ خو د پښتنو معلومېږي.»
په شلمه پېړۍ کې چې د دولت موسسه ډېره پراخه شوه او د معارف او صحت په شمول په ګڼو ساحو کې خدمات تر سره کول د حکومت په مسولیت کې شامل شول او دې تصور غزوونې وکړې چې حکومت باید وزګارو کسانو ته کارونه ورکړي، نو په ذهنونو کې د دولت او حکومت اهمیت تر بل هر وخت ډېر شو او ځکه خو د استاد الفت په متن کې لولو چې:« په دې وچ ډاګ کې بل سیوری نشته. یوازې ستا سیوري ته هیله او اسره کېږي.»
په افغانستان کې ممکن یو څوک په ډېر خوند، خوند کیسه درته وکړي چې د ګمرک مامورین یې دغسې تېرایستل او خپل مال یې له محصوله بچ کړ. یو کلیوال به دا لوی شرم ګڼي چې د بل چا په باغ کې د انګورو په غلا ولیدل شي، خو همدې سړي ته ممکن دا شرم ښکاره نه شی چې په سرکاري مځکه کې ځان ته کور جوړ کړي. ولې؟ ځکه چې دولت بې حده شتمن ګڼو، دومره شتمن چې خزانه یې تمام نه لري او ورسره دا احساس هم په ټولنه کې عام دی چې دولت بر او بېل او د ټولنې له منځه وتلی، پردی موجود دی. دغه احساس تاریخي ریښه لري.
په زرګونو کاله پخوا چې د دولت موسسه رامنځ ته شوه، پاچهان د خپل رعب او شان و شوکت په وجه خلکو ته خدای غوره کړي بختیالي او د مرموزو ځانګړنو لرونکي واېسېدل چې کله کله به یې د مصر د فرعونانو غوندې د خدایي دعوه هم ټولنې ته بابېزه نه ښکارېده.
دغو تصوراتو د واکمنو چارې اسانه کولې خو ورسره یې د واکمنو او خلکو فاصله زیاتوله او دولت په داسې شي بدلېده چې د ټولنې برخه نه دی.
د قدرت د سر سړی چې له فرعوني مقامه راټیټ هم شو او له اسمانه مځکې ته راغی، بیا هم ډېر ځله د ټولنې د منځ یو څوک نه بلکې د هغې په مقابل کې او له هغې لرې تصور شو.
د عدالت په کرسۍ ناسته
عرض مې درواخله فریادي راغلې یمه
عرض کوونکې که څه هم توانېدلې ده چې د قدرت خاوند ته ځان ورسوي خو لکه باور چې یې نه وي چې د قدرت د خاوند دې ورته پام شي او فریاد دې یې واوري نو وایي: عرض مې درواخله… دغسې فاصله د استاد الفت په ادبي ټوټه کې هم وینو:« دوی ولې څه نه اوري؟ ولې څه نه ویني ؟ ولې په چا رحم نه کوي؟»
په افغانستان کې د نظامونو بیا بیا چپه کېدو او کودتاګانو دا انګېرنه ډېره کمزورې کړه چې واکمن د اسمان انتخاب دی او غیبي مرسته ورسره ده، خو له بلې خوا، له واکمنو د خلکو توقع لا زیاته شوه ځکه نویو چارواکو به ډېرې ژمنې کولې او پخواني نظامونه به یې په نه خدمت کولو تورنول. د ژمنو او د هغو د عملي کېدو تر منځ واټن د خلکو او نظامونو تر منځ واټن زیاتاوه او دولت، چې خلکو له پخوا راهیسې بر او بېل تصور کاوه، د خلکو په ذهن کې بیا هم پردی پاته شو.
دولت چې زموږ په ذهن کې هم ډېر زورور دی او هم پردی، نو ورباندې بدګومانه یوو، ډېر ځله ورنه وېرېږو او که یې په ظاهره خوشامندې هم کوو، په زړه کې ورنه راضي نه یوو. که د دولت او حکومت په باره کې د خلکو تصور په یوه جمله کې خلاصه کړو، هغه به شاید دا جمله وي: حکومتونه ډېر څه کولای شي خو افسوس چې نه یې کوي!
په پخواني ذهنیت کې حکومت په یوه شخص کې راټول و او د دې تصور وجه دا وه چې واکمن ته خپل رعیت او قلمرو د شخصي جایداد غوندې ښکارېدل. په اوسني تمدن کې دولت ورو ورو د شخص له وجوده راووت، په یوه سازمان بدل شو چې د وطنوالو د شریک هېواد خدمت باید وکړي. دولت که څه هم فرد نه بلکې سازمان دی خو موږ یې تر ډېره حده د یوه فرد غوندې تصور کوو. د دې تصور وجه یو څه تاریخي ده او یو څه دا ده چې ذهن د مشکلو مفهومونو ساده کولو ته مایل دی. دولت یو پېچلی سازمان دی چې فیصلې پکې د مختلفو اشخاصو او ادارو د مختلفو غوښتنو په رڼا کې او د مقرراتو تر اغېز لاندې کېږي. په یوه هېواد کې چې د دولت موسسه پیاوړې وي، هلته د دولتي فیصلو په منځ کې د انسجام امکان زیاتېږي خو چې دولتي سازمان کمزوری وي، هورې د متضادو او متنافضو فیصلو امکان هم کم نه وي او دغسې دولت له فرد سره ورته ګڼل، لا ډېر ناسم تصور دی. یو فرد د خپلو ګټو پر ضد فیصله نه کوي او په یوه شخصي سازمان کې به داسې څوک پیدا نه کړئ چې تنخواه یې وي خو کار یې نه وي یا یې د کار ګټه معلومه نه وي، حال دا چې زموږ په دولتي نظام کې د زرګونو مامورینو کار هدف او تعریف نه لري، ځکه چې دولتي موسسه کمزورې ده او په چارو کې یې لازم انسجام نشته.
په افغانستان کې دا خبره د متل غوندې عامه ده چې: خدای دې په حکومت کې کار مه بندوه! د سرکار په چارو کې کار نه لرل او ترې لرې اوسېدل، ډېرو ته هوښیاري ښکاري. زما انا به، چې نیکه یې د امیرعبدالرحمن خان له خوا وژل شوی و، د خپلې انا په باره کې ویل چې دا متل به یې ډېر کاوه:« د باچا شکرې، په غم لړلې!» له حکومته وېره کله زیاته او کله کمه همېشه موجوده وه. دا خبره به شاید د عبدالرحمن خان یا د سردار هاشم خان د وخت پیداوار وي چې خلکو به ویل: دېوارها موش دارند و موش ها ګوش دارند. د دغو دوو کسانو په دوران کې حکومتي استخبارات پیاوړي وو.
زما پلار په ۱۳۳۰ لمریز هجري کال کې، یعنې د سردار هاشم خان له صدارته څلور، پنځه کاله وروسته، د نهرین په فرقه کې د خپلې عسکري دوره تېروله. ده په خپلو خاطراتو کې لیکلي دي چې په فرقه کې به له درې، څلور زره کسانو یوازې اته یا نهه سوه عسکر حاضر وو، نور به ټول د پیسو یا واسطو په بدل کې منصبدارانو رخصت کړي وو. دا هغه زمانه وه چې په وطن کې پوره ثبات و او حکومت پیاوړی معلومېده خو همدې په ظاهره پیاوړی حکومت ان په خپلو فرقو باندې لازم کنټرول نه درلود. کمزوري اقتصاد او د ماهرو کسانو کمي د افغانستان په څېر هېوادونو حکومتونه کابو تل کمزوري ساتلي دي.
موږ د حکومت په امکاناتو کې شک نه کوو، خو په نیت کې یې شک کوو. د تېرو زمانو په نسبت زموږ په ذهنونو کې د دولت تقدس کم شوی او بلکې ختم شوی دی خو د دولت له موسسې مو توقع په مراتبو زیاته شوې ده. د ظاهر شاه په وخت کې دا خبره په ټولنه کې ډېره اورېدل کېده چې: خلک ډوډۍ خپله خوري او دعا پاچا ته کوي. وروسته، وروسته بیا دا خبره سرچپه شوه، یعنې خلکو له حکومته ډوډۍ غوښته خو دعا یې نه ورته کوله.
افضل خان خټک چې کابو شپېته کاله یې د خټکو مشري او سرداري کړې ده، د تاریخ مرصع په سریزه کې لیکي:«که پادشاه ظالم وي هم، (خلک) دې ځنې مخالفت نه کا، په دا سبب چې که دی عادل وي او خلق ته د خپل مقصود د پاره ظالم او مکروه ښکاره شي، په بلا به اخته شي او که دی ظالم وي، هغه ظالم هم الله تعالی د یوه مقام ناسپاس د پاره د تنبه د هغه قوم نازل کړی وي.»
د دولت په اړه په پخوانۍ نظریه کې دغسې تصور عام و چې اطاعت یې اسانه کاوه. له بلې خوا په پخواني تصور کې د خلکو د اقتصادي- کلتوري ژوند بهتري د واکمن په مسولیتونو کې شامله نه وه. که څه هم د امنیت او عدالت ټینګول د حکومت اصلي دندې حسابېدلې خو د دغو دوو په اړه هم ډېر ځله نه واضح تعریف موجود و او نه داسې کومه طریقه موجوده وه چې که حکومت د امنیت او عدالت په چارو کې پاته راغی خو څنګه چلند به ورسره کېږي او حساب به ورسره څوک کوي؟
د دولت د موسسې په اړه زموږ عام ذهنیت له اشتباه او مبالغې خالي نه دی او د دې ناسم ذهنیت په ایجاد کې د دولتونو خپله برخه هم کمه نه ده. مثلا دا معلومه خبره ده چې دولتونه د ډېرو لږو کسانو د استخدام امکانات لري مګر په افغانستان کې دولتونه معمولا ځوانانو ته نه وایي چې نه سږ کال او نه لس کاله وروسته ان د لسمه برخه تعلیم یافته ځوانانو د استخدام وس لرو. دغه راز چارواکو معمولا له دې سره دلچسپي نه ده لرلې چې دولت په سیاسي، مالي یا پوځي لحاظ بې وسه وښيي. د داوود خان د جمهوریت په وخت کې زما د پلار یوه اشنا ډګروال کیسه کوله چې یو جنرال وفات شو او د هغه د فاتحې په مراسمو کې موږ ته وویل شول چې دوه، درې ځله جومات ته ورشئ، راووځئ او بیا ورشئ، چې د اردو د منصبدارو شمېر زیات معلوم شي.
حکومتونو شاید په خلکو باندې د رعب اچولو یا د هغوی د امېدواره ساتلو لپاره سپینې خبرې نه وي کړي، خو دغسې چلند په عمل کې غیر واقعي توقعات خورا زیات کړي دي چې تاوان یې کم نه دی. البته، زموږ په هېواد کې د دقیقو خبرو د نشتوالي یوه لویه وجه د متخصصانو سخت کمی دی. زموږ اداري او دولتي ژبه له مبهمو کلمو مالاماله ده. د کلمو دقیق انتخاب تخصص غواړي.
په افغانستان کې چې هر ځل نظام نسکور شوی دی، د نوي نظام غټانو او ویاندانو په راتلونکې دوه، درې یا څو کلنه موده کې د خلکو په ژوند کې د لویو مثبتو تحولاتو د راتلو زېري کړي دي او په عمل کې بیا لیدل شوي چې هغه زېري بې ځایه وو. زما ګومان دا نه دی چې غټانو او ویاندانو به قصدا دروغ ویلي وي، بلکې په اوله کې دوی ته هم دولت تر واقعي حد ډېر پیاوړی په نظر ورغلی دی.
بي، بي،سي راډیو د داوود خان په خلاف تر کودتا یو یا دوه شواروزه دمخه د غربي دیپلوماتانو په قول وویل چې په کابل کې د کودتا احتمال شته. د دغسې ګونګوسو او رپورټونو په فضا کې د داوود خان حکومت د خلق او پرچم ګوند مشران ونیول او د کابل ولایت په توقیف خانه کې یې بندیان کړل. د ولایت د توقیف خانې ساتنه د محدود شمېر عادي پولیسو په غاړه وه. دلته سوال پیدا کېږي چې حکومت خو دوی د سر دښمنان ګڼل نو ولې یې ډېر خوندی ځای ته نه لېږدول؟ زما په خیال ځواب دا دی چې له هغه حکومت سره په امنیتي چارو کې د ماهرو کسانو کمی و. تر همدې کودتا لږ مخکې حکومت اعلامیه خپره کړه چې په خلق او پرچم ګوند کي د ټولو شاملو ملکي او نظامي کسانو لیستونه یې پیدا کړي او د دوی نیول پیل شوي دي، ځکه دوی د اغتشاش او بغاوت اراده لري. موږ دا اټکل کولای شو چې اعلامیې د بغاوت اراده په لوی لاس پیاوړې کوله او په نوموړي ګوند کې شامل هر منصبدار یې دې نتیجې ته رساوه چې که د کودتا ریسک ونه مني نو لا لوی ریسک یې په مخ کې دی. دا اعلامیه هم په حکومت کې د ماهرو کسانو د کمي یو مثال بللای شو.(له مهارته منظور یوازې په سیاسی او امنیتي چارو کې تخصص نه دی، بلکې په هره ساحه کې. مثلا که په ټولنه یا دولتي سستم کې د فرهنګ متخصصان نه وي نو فرهنګي سمینار به وي، هوټل به وي، ډوډۍ به وي، پیغامونه به وي، پرېکړه لیکونه به وي، خو لازمه محتوا به نه وي او په دې ډول به بودیجه مصرفېږي او اصلي مقصد به نه تر لاسه کېږي.)
د دولت د قدرت په اړه له مبالغې ډک تصور کله کله د دولت غټان ډاډه کړي دي چې د خپلو فکرونو او ارزوګانو د تطبیق په لاره کې د خلکو پروا ونه ساتي او کله کله بیا دغه تصور منصبداران یا نور وسله وال قانع کړي چې د ارګ د کلا نیول او د وطن ګل و ګلزار کېدل سره مساوي وویني. د دې غیر واقعي تصور لا لوی تاوان دا دی چې اکثره خلک او ځوانان فکر کوي چې ټول قوت یو ځای، په یوې کلا کې راټول شوی دی او دوی بې له دې چې لاس تر زنه کښېني، بل څه نه شي کولای. حال دا چې د دولت قدرت او اغېز هیڅوخت هغومره نه و او نه دی، لکه خلکو چې تصور کړی دی. ولسي حکایت دی، وایي، د عبدالرحمن خان په زمانه کې یو سلیمانخېل له کټوازه کابل ته تللی و، چې راستون شو، د کلي مشر پوښتنه ورنه وکړه:«هغه ګوډ اودرامان زوندی و؟» دغه حکایت راته وایي چې ډېر زورور پاچا هم د خلکو په واقعي ژوند کې چندان حضور نه لري. پسِ شا یې ګوډ عبدالرحمن بولي او ورباندې خبر لا نه دي چې مړ دی که ژوندی.
د قدرت شوقیان غواړي چې هر څه یې په کنټرول کې وي، خو د حکومت قدرت په یوه هیواد او ټولنه کې د قدرت یوازې یوه برخه ده. مثلا دا حکومت نه دی چې بیې ټاکي بلکې په واقعیت کې دا د عرضې او تقاضا قانون دی چې بیې لوړوي او ټیټوي. له بلې خوا د انسان ذوق او فکر تر قدرت ډېر وسیع او پېچلی دی. له قدرت سره مخالفت او مقاومت خامخا وي. دا مخالفت مختلفې بڼې لرلای شي. دولتي قدرت به وایي چې حقیقت دغه شی دی، په ښکاره به یې څوک مخالفت نه شي کولای، خو وګړي به د خپلو دوستانو او د کورنۍ د غړیو په کړۍ کې کوښښ کوي چې رسمي حقیقت ناسم ثابت کړي. د عبدالرحمن خان غوندې زورور پاچا به غواړي چې په هر چا باندې یې رعب وي خو په غیررسمي ادبیاتو کې به یې په نفوذ او اهمیت پورې ټوکې کېږي. دولتي قدرت به د ځان مخالفې لیکنې سانسوروي خو استاد الفت به خپلو خبرو ته د ایهام او تمثیل په مرسته داسې طرز انتخابوي چې د سانسور په لومه کې را ایسار نه شي.
قدرت غواړي چې حقیقت په خپله خوښه وتراشي او د خپلو امکاناتو په مټ یې په خلکو ومني خو که یې وهم مني، د څه مودې په مخه به وي او هغه وخت ډېر ژر راځي چې خلک یو اړخیز تبلیغات، یو اړخیز وګڼي. د ثور په کودتا به ګومان کوم یو کال تېر و چې د واکمن ګوند یو نسبتا معتبر غړی په کابل کې زموږ کور ته راغی. دی مو له پخوا راهسې پېژانده. ماښام و. ده راته وویل:«راډیو ولګوه، خبرونه به واورو.» ما چې ستن واړوله، په ماسکو راډیو پېښ شوم. ده راته وویل:« دا څه کوې، بي، بي، سي ونیسه!» ما ورته وویل:« ولې د ماسکو خبرونه ښه نه دي؟» د ده په ځواب کې زما لپاره یو سبق و. ده وویل:«ښه دي خو سړی یې اټکل کولای شي.» خلک هغه څه نه اوري چې اټکل یې کوي او په دې ډول، یو اړخیزې خبرې په لنډه موده کې بې تاثیره شي، یعنی حتا هغوی یې هم له اورېدو سره دلچسپي نه ښيي چې هغه یو اړخیزې خبرې یې په ګټه وي.
د داوود خان په وخت کې چې زه په کندز کې د لیسې زده کوونکی وم، اوازه خپره شوه چې د معارف د وزیر لور په طب پوهنځي کې ناکامه شوې او پلار په خپل زور کامیابه کړې ده. دغه اوازه ډېره عامه وه. وروسته بیا تصادفا په کابل کې زموږ کور د هغه وزیر کور ته مخامخ په یوه کوڅه کې و او ما ته د هغې اوازې د رشتیا، دروغ معلومولو سودا راولوېده. څه موده پس مې یقین شو چې هغه نجلۍ په خپل لیاقت کامیابېدله او ان هغه وخت یې هم ښې نومرې اخیستې چې پلار یې وزیر نه بلکې د داوود خان د نظام له نسکورېدو وروسته د نوي دور په لویو ګناهګارو کې حساب و. د دې خاطرې له بیانولو مې منظور دا دی چې یو حکومت هسې په خپل تبلیغاتي قدرت ډېر حساب کوي. د مخالف جهت تبلیغات یې شاید لا متنوع او لا اثرناک وي. د شلمې پېړۍ نامتو فیلسوف میشل فوکو په دې نظر و چې قدرت، همیشه خپل مخالف جهت تولیدوي او له دسپلین سره له دسپلینه د تېښتې لارې هم پیدا کېږي. که یو دولت د تبلیغاتو ټولې رسمي او ښکاره ذریعې په خپل کنټرول کې واخلي، نتیجه یې دا نه ده چې ټولنه به یوازې د دولت د خوښې «حقیقت» مني، بلکې په اتومات ډول په ټولنه کې د اوازو، غیبتونو، پس پسکونو او غیررسمي روایتونو په مټ یو بل مخالف «حقیقت» هم رامنځ ته کېږي. (د قدرت د ماهیت په باره کې د میشل فوکو نظریات ډېر ژور، نوي او منلي دي. کاشکې زموږ په علمي مرکزونو کې د سیاسي فلسفې او ټولنپوهې ماهران د هغه د فکر معرفي ته زیاته توجه وکړي.)
د حکومت په اړه د خلکو تصور معمولا د تېرو تجربو او تاریخ پیداوار وي. د دې لپاره چې د دغه تصور او واقعیت تر منځ فاصله کمه شي، د حکومتولۍ په چارو کې د نوې تکنالوژي اغېزو ته هم توجه پکار ده. اوس موږ، مثلا، برقي تذکره لرو چې د قانون د حاکمیت او امنیت په چاره کې له حکومت سره ډېره مرسته کولای شی. د داوود خان په جمهوریت کې مې یو حاجي یادېږي چې حکومت ته یې عریضه وکړه چې د اودس په وخت یې تذکره د واسکټ له جېبه خطا شوې او د سین اوبو وړې ده، اوس یې مثنی پکار ده. حکومت د تذکرې نوې کاپي ورکړه. د حاجي اصلي تذکره اوبو نه وه وړې خو څرنګه چې په هغې کې د ده له نوم سره د حاجي کلمه لیکل شوې وه او حکومت ورته د بیا حج کولو اجازه نه ورکوله نو ده همدا د سین په غاړه د اودس کیسه جوړه کړه او یو ځل بیا حاجي شو.(ده به هغه وخت پاسپورټ ته هم څه کیسه جوړه کړې وي.) د کمپیوټر او برقي تذکرې او الکترونیکي حکومتولۍ په زمانه کې دغسې چمونه ډېر سخته کېږي. په هغو وختونو کې دا چل هم زیات و چې یو چا به له عسکري د بچ کېدو لپاره په اسنادو کې ګوتې ووهلې او د بېکسي مجلا به یې وکړه، یعنې حکومت به یې قانع کړ چې پلار، ورور یا داسې بل څوک نه لري چې د کور سرپرستي یې وکړي، نو دی باید له عسکري معاف شي.
خو له لویه سره نوې تکنالوژي په ډېرو برخو کې خلک د حکومت له احتیاجه را ایستلي او په دې ډول یې د هغه زور کم کړی دی. مثلا د پخوا په نسبت د ښکاره تبلیغاتو کنټرول د حکومت له لاسه تر ډېره حده وتلی دی او یا پخوا به یوازې حکومت خلکو ته برېښنا ورکوله خو د لمریزې برېښنا په برکت اوس ډېر خلک په دې برخه کې حکومت ته ځان مجبور نه ویني.
دولت څه دی؟ قدرت یې څه دی؟ څنګه کار کوي؟ او څنګه باید چلند وکړي چې مشروع او عادلانه واوسي؟ دغو پوښتنو ته معمولا د اساسي حقوقو او سیاست عالمان ځوابونه پیدا کوي. هغوی په دې عقیده دي چې حکومت په وچ زور نه چلېږي او د خلکو قناعت ته اړتیا لري. وچ زور وېره پیدا کوي. وېره د تسلیمي سبب ګرځېدای شي خو د وفاداري سبب نه ګرځي.
په دې لیکنه کې اصلي مقصد دا و چې د دولت او قدرت په اړه زموږ د خلکو ذهنیت ته کتنه وشي. دا یوه څه بېله ساحه ده او له ټولنپوهنې او تاریخ سره زیات تړاو لري. زموږ په ادبیاتو، متلونو، حکایتونو، ټوکو، اوازو، بحثونو او خاطرو کې د دولت په اړه کوم تصور موجود دی؟ په دغه تصور کې څه تغییرات راغلي دي؟ د ټولنې او حکومتونو لپاره د دغه تصور منفي او مثبت اړخونه کوم دي؟ په دې اړه سپړنې د سیاسي ژوند د بهتري لپاره پکارېدلای شي.
په هغو هېوادونو کې چې اقتصاد کمزوری او د ماهرو کسانو کمی وي، د حکومت د کړنو او د خلکو د توقعاتو تر منځ واټن زیاتېدلای شي. په دې منځ کې که د دولت په اړه تصور هم په مبالغه ولاړ وي، ستونزې لا زیاتېږي.
مننه جناب غضنفر صېب، کم مشې
خوندوره لیګنه ده. داسی ښکاری چی دا لیکنه د جمهوریت په وخت کی د ذهن څخه ګوتو او کاغذ ته سپارلی شوی وی.
د ” حاکمیت ” او ” رعیت ” د قدرت یا ځواک د کیفیت په باب په عام وولس کی ۲ متضادی مقولی ( چی د دواړو مقولو وزن یو شان دی ) رواج درلود او لری.
۱ – د حکومت زور د خدای زور دی.
۲ – د خلګو زور د خدای زور دی.
له بلی خوا زموږ په ټول تاریخ کی داسی پړاۇ نه دی تر سترګو شوی کوم چی یو ” حاکمیت ” د خلګو په رایه او خوښه را منځته شوی وی البته دا بیلګه تر سترګو شویده چی یو حاکمیت له ” زور ” څخه کار اخیستی او خپلی غوښتنی ئی په ” مۇقته ” توګه په عام وولس منلی وی،
خو
په ټول تاریخ کی دا بیلګه نلرو چی ګواکی د ” خلګو زور د خدای زور دی ” صِدق موندلی وی.
د ” زور ” هغه اِعمال چی موږ لیدلی دی او د ژورو بدلونونو لامل ګرځیدلی دی د خلګو زور نه بلکه د قدرت د کړیانو او کړیانو ته نژدی او منسوب کسانو او همدارنګه په کابل جان کی د شرق او غرب د ” سفارتونو ” خپل منځی ډغری وی چی البته اوس هم په سایه کی دوام لری.
په ۱۳۳۸ کال کی د کندهار ځینو خلګو د ښار د مخورو – قومی او روحانی مشرانو په لمسون د ښځو د آزادی پر ضد څو ورځنی بغاوت وکړ او شعار ئی دا ؤ چی د خلګو زور د خدای زور دی. حاکمیت د نظامی ځواک په ذریعه نوموړی بغاوت سرکوب او مشهور مشران ئی د کابل د دِه مزنګ میلمانه کړه. قومی مشران دوه دری کلونه وروسته خوشی شوه خو یو مشهور اخوندزاده ساب ۸ کلونه په زندان کی پاتی شو، تر خوشی کیدو څو ورځی مخکی، ظاهرشاه خپل حضور ته ور وغوښت او په جدّی لهجه ئی تری وپوښتل چی اخوندزاده ساب د خلګو زور د خدای زور دی او که د حکومت زور د خدای زور دی؟
اخوندزاده ساب چی د کابل د ژمی یخنیو ئی د نس د پوست څخه د پور غړکه جوړه کړی وه په التماسانه او پښیمانه لهجه وویل چی باچا ساب د حکومت زور د خدای زور دی.
نو داسی کیسی دی.
مننه ، ډېر ښکلي لیکل وو
الله ج د ژوندی لره
ښاد او اباد د وې غضنفر صیب.
رب د عمر اوږد کړهٔ!❤️
واقعیتونه مو راسپړلي