جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+خپلې لور (ژرالډین) ته د چارلي چاپلېن لیک

خپلې لور (ژرالډین) ته د چارلي چاپلېن لیک

ژباړن: محمد احسان علي

ژرالډین، لورې!

دلته شپه ده. . . د کرسمېس یوه شپه. . . زما په واړه بالاحصار کې زما ټول بې‌وسلې عسکر ویده دي؛ ورور دې، خور دې او حتیٰ مور دې. په ډېرې سختۍ سره مې وکولی شول، چې پرته د دغو ویدو مرغیو له راویښولو دغې وړې، نیمه روښانې کوټې ته ځان راورسوم؛ له مرګه وړاندې د انتظار دې کوټې ته. زه له تا ډېر لرې یم؛ بېخي ډېر . .. خو سترګې مې دې ړندې شي، که یوه لحظه مې هم ستا عکس د سترګو له کلاګۍ وتلی وي. ستا عکس دلته د مېز پر سر هم ایښی دی. ستا عکس دلته زما د زړه پر سر هم ایښی دی؛ خو ته په‌خپله چېرته یې؟

هلته، په جادوګر پاریس کې د «شانزې‌لېزې» تیاتر پر هغه ښایسته سټېج باندې ناڅې. زه پوهېږم او دا داسې ده، چې ګواکې په دغه شپنۍ چوپتیا کې دې د ګامونو ټکا اورم او په دغه ژمنۍ تیاره کې دې د سترګو د ستورو ځلا وینم. اورېدلي مې دي، چې په هغه ښایسته او ځلانده نمایش کې ستا رول د هغې ایرانۍ شهزادګۍ دی، چې د تاتار خان لاسونو ته لوېدلې ده؛ شهزادګۍ واوسه او ونڅېږه؛ ستوری واوسه او وځلېږه! خو که چېرته د نندارچیانو د هڅونې چیغو او د هغو ګلانو عطرین وږم، چې ستا د ستایلو لپاره یې درته رالېږي، تا ته د فکر کولو یوه موقع درکړي؛ نو په یوه ګوښه کې کېنه، زما لیک ولوله او د خپل پلار غږ دې واوره! «ژرالډین، زه دې پلار یم، چارلي چاپلېن.»

ته پوهېږې؟ کله چې ته ماشومه وې، په شپو شپو دې د بالښته سر ته کېناستلم او د «خوب‌وړي او څوکیدار ښامار» افسانه مې درته ویله؛ کله به مې چې سترګو ته خوب راته، د هغو افسانو پر انځورونو مې خندل او ویل مې: ځه خوبه، ځغله؛ دا زما د لورکۍ خوبونه (آرمانونه) دي.

ما ستا خوبونه ولیدل، ژرالډین! ستا د راتلونکي او ستا د نن ورځې خوبونه. یوه نجلۍ مې لیدله، چې پر سټېج ناڅي، یوه پریښته، چې په آسمان کې ناڅي. ما واورېدل، چې یوې ډلې خلکو ویل: «هغه نجلۍ وینې؟ هغه د یوه زاړه مسخره‌چي لور ده. ستاسو په زړه دی؟ نوم یې څه و؟ چارلي!

هو، زه چارلي یم، یو پخوانی مسخره‌چي.

نن ستا وار دی، وناڅه. زه په هاغه شکېدلي او ریښې ریښې پتلانه کې نڅېدلم او ته د شهزادګیو په ورېښمینو کالیو کې ناڅې او ډېری وخت به دې د دغو نڅاوو له امله د نندارچیانو چکچکې تر آسمانه پورته یوسي. ځه، ولاړه شه، هلته هم ولاړه شه؛ خو کله کله ځمکې ته هم راځه او د ځمکې د وګړو ژوند ګوره؛ د هغو نڅاګرو ژوند باید ووینې، چې د یوې مړۍ ډوډۍ له‌پاره په تیارو کوڅو کې ګرځي او په نهرو نسونو او لړزېدونکو پښو ناڅي؛ زه هم په هغو شپو کې د هغوی له ډلې څخه یو تن وم، ژرالډین. د ماشومتوب په هغو افسانوي شپو کې، چې ته به په‌کې زما د «الللووو . . . » په سندرو ویده کېدې؛ زه به ویښ پاتې کېدلم، ستا څېرې ته به مې کتل، ستا د زړه دربا به مې اورېدله او له خپله ځانه به مې پوښتل: «چارلي، دا پیشوګۍ به دې بیا یوه ورځ وهم پېژني که نه؟»

ته ما نه پېژنې ژرالډین؛ په هغو ټولو تېرو شویو شپو کې مې تا ته ډېرې کیسې وبللې؛ خو خپله کیسه مې هېڅکله درته ونه ویله. دا هم یوه د اورېدلو وړ کیسه ده؛ د هغه وږي مسخره‌چي کیسه، چې د لندن په تر ټولو وروسته پاتې کوڅو کې به یې سندرې بللې، ګډېده به او خیرات به یې ټولاوه. دا زما کیسه ده. ما د لوږې خوند څکلی دی. ما د بې‌کورۍ درد لیدلی دی او ما له هغه ځایه د هغه ګرځېدونکي مسخره‌چي حقارت احساس کړی دی، چې په زړه کې یې د غرور سمندر په څپو څپو ځغلي؛ خو د ځان‌غوښتونکي لاروي د یوې سکې خیرات د هغه د وجود دننه هغه سمندر وچوي. له دې هر څه سره سره زه ژوندی یم او هغه څوک چې ژوندي دي، باید د مرګ په اړه ونه غږېږي. زما کیسه ستا په درد نه خوري، ستا په اړه به وغږېږو؛ ستا په نامه پسې زما نوم راځي «چاپلېن»؛ په همدغه نامه مې له څلوېښتو کلونو ډېر په نړۍ کې خلک خندولي دي او څومره مې چې هغوی خندولي دي، خپله مې له هغه ډېر ژړلي دي.

ژرالډین، په کومه نړۍ کې چې ته ژوند کوې، هلته یواځې موسیقي او نڅا نه‌ده. نیمه شپه، څه وخت چې له هغه په زړه پورې او ښایسته تیاتره راوځې، هغه شتمن هېر کړه، چې ستا د تشویق له‌پاره یې درته چکچکې وهلې؛ خو د هغه ټیکسي‌چلوونکي حال وپوښته، چې تا تر کوره پورې رسوي، د هغه د مېرمنې حال هم وپوښته . . . او که چېرته هغه بلاربه وه او د خپل ماشوم له‌پاره یې د کالیو د اخیستلو توان هم نه‌لاره؛ نو چېک راوباسه او په پټه یې د هغې د مېړه په جېب کې کېږده. په پاریس بېنک کې مې خپل استازي ته ویلي دي، چې یواځې ستا دا ډول لګښتونه بې له «ولې او څنګه» ویلو پرته درپوره کړي؛ خو د نورو لګښتونو په اړه دې باید سمه حسابي راولېږې. کله کله هم په بس یا مېټرو کې د عادي خلکو په څېر په ښار کې چکر وهه! خلکو ته ګوره، کونډې او یتیمان وینه او لږ تر لږه په ورځ کې یو ځل له ځانه سره وایه، چې «زه هم یوه له هغوی څخه یم.» ته هم د هغوی له ډلې څخه یوه یې، بل څوک نه یې!

لورې! کله چې هنر وغواړي، چې انسان ته د الوت له‌پاره دوه وزرونه ورکړي، معمولاً تر هغه وړاندې یې پښې ورماتوي او که کله دې هم احساس کړه، چې ځان درته له خپلو تماشه‌چیانو څخه لوړ برېښي؛ نو سمدستي له تیاتره ووځه، په لومړنۍ ټیکسي کې پاریس ته نږدې ولاړه شه! زه هغه ځای ډېر ښه پېژنم، هغه ځای له پېړیو راهیسې د مداریانو، نڅاګرو او فال‌بینو پسرلنۍ زانګو ده. هلته به د خپل ځان په څېر ډېرې نڅاګرې ووینې، له تا ښایسته، له تا چالاکې او له تا مغرورې. هلته د «شانزه‌لیزه» ړندوونکې رڼا نه‌شته؛ فکر به وکړې، چې د نڅاګرو یواځینی رڼا غورځوونکی څراغ په‌خپله سپوږمۍ ده. ورته وګوره، ښه ورته وګوره؛ آیا له تا ښې نه ناڅي؟ دا راسره ومنه لورې، چې تل داسې یو څوک شته، چې تر تا ښه ناڅي او تر تا ښه ساز غږوي؛ دا خبره په یاد ولره، چې د چارلي په کورنۍ کې داسې بې‌ادبه هېڅوک هم نه وو، چې یوه ګاډۍ ځغلوونکي ته سپک الفاظ وکاروي او یا هم د «سن» د سیند د غاړې یوه سوالګر ته بدرد ووايي او ورپسې وخاندي.

زه به ومرم؛ خو ته به ژوندۍ یې؛ زما دا هیله ده، چې هېڅ‌کله په بې‌وزلۍ کې ژوند ونه‌کړې؛ له دغه لیک سره یو سپین چېک هم درلېږم، څومره پیسې چې دې زړه وي، ویې لیکه او وایې خله؛ خو کله چې دوه «فرانکه» خرڅ کوې، له ځانه سره وایه: «درېیم فرانک یې زما نه‌دی. دا فرانک باید د یوه بل نوم‌ورکي چا شي، چې نن شپه یوه فرانک ته اړتیا لري.»

ته کولی شې، چې هغه په آسانۍ سره پیدا کړې؛ که چېرته ته وغواړې؛ نو خامخا یې موندلی شې، چې وکولی شې، له هغه سره مرسته  وکړې. زه له تا سره د پیسو په اړه ځکه غږېږم، چې د دغه جادوګر شیطان د ځواک په اړه بېخي ښه پوهېږم.

ما په سرکس کې ډېر وخت تېر کړی دی، هغلته پر نري پړي باندې د تللو پر وخت وېرېدلم، چې ونه لوېږم؛ خو تا ته به رښتیا ووایم لورې؛ «وګړي هغومره له هغې لړزېدونکۍ رسۍ څخه نه لوېږي، لکه څومره چې پر دغه هواره ځمکه باندې لوېږي.» شونې ده، چې یوه شپه به تا د دغې دنیا د تر ټولو قېمتي الماس ځلا وغولوي؛ همدغه الماس یوه بې‌ثباته او لړزېدونکې رسۍ ده او ستا لوېدل ترې حتمي دي. شونې ده، چې یوه ورځ دې د یوه شاهزاده څېره وغولوي، ته به په هغه وخت کې د سرکس د یوه کمزوري لوبغاړي په ډول یې او د سرکس کمزوری لوبغاړی تل پر پړي د تېرېدلو په وخت کې رالوېږي. زړه دې د دنیا په پړک او پړوک پورې مه تړه؛ ځکه چې لمر د دغې نړۍ تر ټولو قېمتي الماس دی، چې له نېکه مرغه د هر چا پر غاړه ځلېږي؛ خو کله دې چې زړه د یو چا د څېرې پر لمر وبایلود، پاک‌زړې واوسه، له هغه سره یوزړې اوسه؛ مور ته مې دې ویلي دي، چې په دې اړه درته لیک وليکي، هغه «مینه» تر ما ښه پېژني او هغه د «یوزړه‌توب» د تعریف په اړه تر ما وړ څوک ده.

پوهېږم، ستا کار ډېر سخت دی؛ د سټېج پر سر باندې د ورېښمو له یوې نرۍ ټوټې پرته بل څه نه اغوندې؛ د هنر له‌پاره کېدلی شي، چې یو څوک سټېج ته لوڅ لغړ ولاړ شي او بېرته چې راګرځي، نه یواځې په کالیو کې پټ وي، بلکې تر پخوا لا ډېر پاک‌لمنی او باکر هم وي؛ خو له دې پرته بل هېڅ څه او بل هېڅوک نه‌شته، چې د هغه په خاطر دې یوه نجلۍ حتیٰ د پښې یو نوک هم لوڅ کړي.

لغړتوب زموږ د عصر یوه رنځوري ده؛ خو ستا لوڅ بدن باید په هغه چا پورې تړاو ولري، چې د هغه لوڅ روح خوښوې او زه زوړ یم، شونې ده، چې خبرې مې خندنۍ واوسي؛ خو زه فکر کووم، چې ستا لوڅ بدن باید په هغه چا پورې تړاو ولري، چې ستا له لوڅ روح سره مینه ولري؛ کېدی شي، دا خبره له نن څخه د لس کاله وړاندې زمانې خبره وي؛ خو ته مه وېرېږه او پرېشانه کېږه مه؛ که په دې اړه ستا فکر لس کاله شا ته هم وګرځي، هغه د کالیو د اغوستلو د وخت د فکر زمانې ته؛ نو هغه لس کاله تا نه‌شي زړولی. په هر حال هیله‌مند یم، چې ته تر ټولو وروستۍ هغه څوک شې، چې د لوڅوالي په جزیره کې اوسي.

پوهېږم، چې اولادونه او پلرونه له یوه بل سره همېشني جنګونه لري؛ له ما او زما له افکارو سره جنګ وکړه لورې؛ ځکه چې زما له فرمانبردارو اولادونو ښه نه راځي . . .

له دې وړاندې، چې اوښکې مې له سترګو روانې شي، غواړم باور وکړم او د دې هیله ولرم، چې د کرېسمېس په دغه شپه کې به یوه داسې معجزه پېښه شي، چې تا زما هغه ټولې خبرې، چې ما غوښتل درته ویې وایم، درک کړې وي او ورباندې پوه شوې به یې!

چارلي نو نور زوړ شوی دی؛ ژرالډین، ژر یا وروسته به وي، چې د نڅا د دغو پړکېدونکو سپینو کالیو په ځای باندې د غم تور کالي واغوندې او زما قبر ته راشې. نوره دې نه په تکلیفووم؛ خو کله کله دې په آیینې کې خپلې څېرې ته ګوره، هلته به ما هم ووینې. زما وینه ستا په رګونو کې ځغلي او هیله لرم، تر هغو پورې دې چې د پلار(چارلي) وینه په رګونو کې نه وي وچه شوې، ما به نه هېروې!

لورې، زه یوه پریښته نه وم او نه هم یوه پریښته یم؛ خو تر څو پورې مې چې له وسه پوره وه، هڅه مې کړې وه، چې انسان شم، ته هم هڅه وکړه!

ښکلووم دې!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب