چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد طالب رژیم د رسمیت موندلو لپاره د متحدو ایالتونو شرط

د طالب رژیم د رسمیت موندلو لپاره د متحدو ایالتونو شرط

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۴مه) متحدو ایالتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم ته په خطاب کې ویلي، چې که غواړي نړیوال یې په رسمیت وپېژني، خپلې کړې ژمنې دې عملي کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې د دغه هېواد دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی او لا هم شرط دا دی چې طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي.

طالبانو له واک ته رسېدو مخکې د قطر پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړی او منلي وو چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به دوی د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې افغانستان ته ګډ حکومت جوړوي، د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته به درناوی او ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي.

که څه هم طالب چارواکي د دغو ژمنو د عملي کولو ادعا لري، خو نړیوال او افغانان یې پاتې بولي او وایي طالبانو واک انحصار کړی، د خلکو حقونه او په خاصه توګه د ښځو حقونه یې نقض کړي او لا هم ترهګرو ډلو سره اړیکې پالي.

د متحدو ایالتونو دا شرط بیا داسې مهال را مخته کیږي، چې راتلونکې اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب یوه مهمه غونډه کېدونکې ده.

د غونډې اصلي محور له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل بیا پیلیدو ته لار پرانیستل ښودل شوي او ویل شوي، هڅه کیږي چې د یوې پروسې له لارې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژندل شي، خو شرط به دا وي چې دغه رژیم سمدستي د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په ګډون د ښځو او نجونو نقض کړي حقونه بیرته تامین او د پروسې د مخته وړلو لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو او چارو مخته وړلو سره همکاري وکړي.

طالب چارواکو ظاهراً تر اوسه له دغې غونډې سره په بېلابېلو پلمو همکاري نه ده منلې او د ملاحظو لرلو په نوم یې ورسره د مخالفت تمثیل کړی او پکې د ګډون لپاره یې ځینې ښکاره او پټ شرطونه ایښي.

3 COMMENTS

  1. ریښتیا ووایو: طالبان منافقین دی دوی خپلو خلکو سره توکه وکړه، نه یی مکاتب خلاص کړل او نه یی هم ملی ارزښتنو ته احترام وکړ. د طالبانو نه ګډون پدی غونده کی زه له ورایه وینم. دوی کچیری وایی چی اشتراک کوو دروغ وایی ځکه د منافقیینو یوه څیره هما دروغ ویل دی.

  2. پاکستان يعنې پوځ او استخباراتو چې په ګډه غوښتل په ټول زور او قوت سره د عمران مخه ونيسي او نوازشريف + ملايان رامينځته او يو متحد حکومت د عمران خان په مقابل کې جوړ کړی او عمرانخان مخه ونيسي، خو پته ورته ولګېده چې خلکو چا ته زياته رايه ورکړه. هر چا خپل پخپله هېنداره (آېينه) کې اوس وليده چې په ټولنه کې څومره ځای لري او ملايانو خو دا ګوزار وخوړ چې هغه د کوثر ملاقات ته هم تاوان پېښ شو.
    مولانا فضل الرحمن ته خو ووت ورکول د حوض کوثر له ملاقات او شفاعت سره ورته شول، خو ولس ….
    پاکستان مخکې څو ځله کار په افغانستان کې د حزب اسلامي له ليارې هم وکړ چې قطب الدين هلال، حکمتيار او بيا يې زوی حبيب الرحمان هم وکارول شو، خو کومه مثبته پايله يې نه لرله. هغوی خو لا بيا هم د يو شعوري مکتب خاوندان ول او دا د مدرسو ملايان او چڼيان خو له هغه شعوري مکتبه هم برخمن نه دي او تر هغوی يې سياسي ذهنيت لا تت او تنګ دی، نو دوی پوهيږي چې خبره بايلي، نو ځکه يې بېځايه او د ټ،پک زور نيولی دی او که خبره ذهنيت ته راشي، نو راتلونکې يې روښانه نه ده چې څه به ورسره کيږي؟
    حکومت او دولتمداري په تنګ او منجمد ذهنيت او د زده کړې په دښمنۍ نه کيږي او نه نجونو او ښځې څوک له پامه غورځولی شي.
    مدرسه خپل ځای لري او نور عصري تعليمي او ښوونيز بنسټونه خپل ځای او منزل لري او د دواړه په کارولو پرمختګ کيږي.

  3. ټالبان په مجموع کې او خصوصا د ملا خبیث یا ملا غائب ډله نه غواړي چې نړیوال دې افغانستان په رسمیت وپېژني او زمونږ هېواد له انزوا ووځي . دا د پنجاب یو کرنیل دی ، دی غواړي افغانستان د تاریخ د یوې تورې دورې د موزیم په حیث وساتي او لکه ژوبڼ نړیوال به یې سیل ته راځي .
    دلته به د ښوونځیو دروازې وتړي ، علم ، زده کړه او عصري علوم به مباح لا څه چې حرام اعلان شي . قانون به څوک نه پېژني ، ګوندونه ، سازمانونه ، ملي ارزښتونه ، ملي بیرغ ، له نړیوالو سره اړیکې ، ډاکتر او روغتون به نه وي . که څوک مریضان شول ، بیا به دم او چوف یا تعویذ ته رجوع کوي . او د ټالبانو دوهم مهم مشر ملا حسن په قول « وه خلکو نور څه شی غواړئ » ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب