پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ملا هبت الله لاسلیک ته په تمه د طالبانو تازه دمه...

د ملا هبت الله لاسلیک ته په تمه د طالبانو تازه دمه قوانین

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۴مه) په داسې حال کې چې د طالبانو د بیا واکمنۍ څه باندې دوه نیم کاله تېریږي او لا یې د واکمنۍ د « بې قانونۍ» ادعاوې کیږي، د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د عدلیې، د بهرنیو چارو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارتونو او یو شمېر نورو وزارتونو قوانین وروستي شوي دي.

 مجاهد دغه راز زیاتوي چې پر قوانینو بیا کتنه د« اسلامي شریعت او د ملي ګټو» په رڼا کې شوې ده.

د هغه په خبره، دا قوانین د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخوند زاده ارزونې او لاسلیک ته په تمه دي.

طالب ویاند دا ډول څرګندونې بیا- بیا کړي او د قوانینو د بیا کتنې لپاره یې د یوې ځانګړې کمېټې د جوړولو هم ویلي، خو تراوسه په دې اړه خلکو سره جزییات نه دي شریک شوي.

د طالبانو منتقدان نیوکه لري، چې په دې تړاو د دوی څرګندونې تر ډېره بې اساسه بریښي او که واقعیت هم ولري. د قانون جوړولو د پروسې خلاف دي.

د دوی په باور، که قوانین د خلکو لپاره جوړیږي، باید مسلکي کسان یې جوړ کړي او د خلکو خوښه او استازیتوب په یو ډول پکې شامل وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنیدو سره دوی د افغانستان اساسي قانون لغوه کړی او دوی ظاهراً له کوم قانون پرته پر خلکو واکمن دي او خپلې چارې مخته وړي.

2 COMMENTS

  1. سمه ده چې دی خو به دا قانون لاسليکوي، خو دې نوي قانون کې به خپله د ده د شتون مساله څنګه وي؟
    ايا دا به پکې درج وي چې دی نور دې ولس ته او رسنيو ته راښکاره شي او له دې وروسته به د ټولنې او د خلکو په مينځ کې اوسيږي او که همداسې به د خفاش په شان پټ وي او څوک به يې کتی نه شي.
    دی خو خپله ملا هم دی او خامخا به يې د تدريس تر څنګ امامت هم کړی وي او ده ته خپله پته ده چې مقتديان به امام ويني او يا به لږ تر لږه د هغه اواز اوري چې يو صف د بل پسې ولاړ او همداسې په ترتيب سره يو صف له بل پسې همداسې ويني.
    که يو صف بل صف نه ويني، نواولی دا ده چې بله جماعت وشي، نه دا چې ….
    نوپه سياست او حکومتولۍ کې له ټولو اسلامي اړوندونو پر بنسټ موږ داسې لاوند نه لرو ان تر دې چې د قرآن کريم کې د موسی عليه السلام طور ته تګ چې د خدای له لورې ورته بلنه ورکړل شوې چې له ځان اويا تنه خپل پيروان راولي، نو هغه خو هارون عليه السلام له ځان سره يو نه وړ او نه ورته خدای ويلي وو چې هغه هم له ځان سره راوله چې اويا کسان الله غوښتل، نو يو هارون عليه السلام نه شو غوښتلی؟
    نه، داسې نه ده او موسی عليه السلام هارون ته وويل چې ((زما په قوم کې پاتې شه او سمون [اصلا] به کوې او بله دا چې ته به د بېلارو خلکو پيروي نه کوې.)) او هغه هم پاتې شو او ان دا چې دا هم يې ورته ونه ويل چې ((زه ځم او ته هم چېرته له خلکو ځان پټ کړه او تر هغې چې زه بيرته راغلی نه يم، نو ورته مه راووځه)).
    دوی خو ځانونه د شريعت پابند بولي او له نن نه په زرګونه دا پېښه شوې ده. له دې دا استنباطيږي چې مشرتابه او يا د هغه مرستيال بايد په ټولنه کې او د خلکو په مينځ کې اوسي او خلک يې ګوري، نو شيخ صاحب هبت الله خو هم ملا دی او عالم دی او له هر چا به زيات په دې مساله پوهيږي، نو ولې دلته دغه قرآني حکم له د همدوی له لورې له پامه غورځول کيږي او له خلکو پټ اوسيږي چې دی دا خپل نه شتون څنګه توجيه کوي؟
    د د دوی دا قانون بايد دا واضح کړي چې دی به څه کوي؟
    همداسې تر پايه به پټ وي او که کومه بله وجه ده؟

  2. اسانه خبره ده. دی به په قانون کې ملت ته ووایی: لن ترانی ولاکن انظر الی ملا حسن و ملا کبیر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب