پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامیري: طالبانو افغانستان د ډاکټرانو او نرسانو کمښت سره مخ کړی

امیري: طالبانو افغانستان د ډاکټرانو او نرسانو کمښت سره مخ کړی

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۴مه) د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي چې د طالبانو د افراطي کړنو له امله افغانستان د ډاکټرانو او نرسانو کمښت سره مخ دی.

نوموړې په خپله ایکس پاڼه( پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د افغانستان په روغتیایي سیستم کې ناورین د طالبانو د افراطي سیاستونو پایله ده.

مېرمن امیري په علم کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي: ” افغان ښځې او نجونې د ډاکټرې، انجینرې، دانشمندې او نورو مسلکونو په برخه کې خپل هېواد ته د خدمت له حقه محرومې دي.

 د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد هم څه موده مخکې وویل، چې د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو له کمښت سره مخامخ دي.

هغه په دې برخه کې د هڅو خبر ورکړ، خو ویې نه ویل چې له زده کړو د نجونو او ښځو د محرومیت له دوام سره به دوی دا ستونزه څنګه حلوي؟

د ۲۰۲۲ په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې، دوی له شپږم ټولګي څخه نجونو او ښځو ته د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو دا او نورې افراطي کړنې د افغانانو او نړیوالو توندو غبرګونونو سره مخ شوي، خو دوی په خپلو کړنو کې کومه اصلاح نه ده راوستې.

1 COMMENT

  1. درینا امیری نارې سورې له دروغجن شپانه کمې نه دی دالیوه خو شل کاله هلته له ټولو غټو او وړو وسلو او مهماتو سره بوخت وه. درینا کومه بڼه افغان فرهنګ ، دین او اخلاق سره مطابقت لری دابه ومنو چې دښځو حقوق اوحتی نارینه وو حقه حقوق ،عدالت او مساوات تامین شوی نه دیخو دا بیا ددې مانا نه لری چې یوه ببر سر لیونۍ دې دغه چیغه پورته کړی .رینا دې خپل ګریوان کې ښه وګوری چې رښتیا دافغان ښځو اهلیت، کفایت او استازیتوب ظرفیت لری اوکه هسې اماتوری او رسنیزه باټ اولاف دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب