دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+په افغانستان د پخواني کمونېستي رژیم د جنایتونو یوه بله بېلګه

په افغانستان د پخواني کمونېستي رژیم د جنایتونو یوه بله بېلګه

 استاد پوهنیار رباني وحدت

په خوست ولایت کې د نوي کشف شوي ډله ییز قبر کې په بې رحمانه ډول د دفن شویو مسلمانانو هډوکو، د تړل کېدو رسۍ، د جیب شیانو او لاسي ساعتونو ته بار بار ګورم او د افغاني کمونېستانو پر وحشت، بربریت او جاهلت لعنت وایم.

ویل کیږي چې دغه کسان د ثور بدمرغه او خونړۍ کودتا وروسته په ۶/ ثور۱۳۵۸مه نېټه شهیدان شویدي او یوازېنۍ ګناه (!) يې دا وه چې د خلق او پرچم ډلو ظالمانه او لاسپوڅی حکومت نه يې مانه او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل او اشغال سره يې مخالفت کاوه.

هو! دوی له خپلو ځوانیو، کورنیو او ژوند څخه تېر شول، مګر د خپل سپيڅلي دین له اوامرو، خپل فکري مسیر او افغاني غیرت څخه تېر نه شول.

دوي په ژوندوني د یو اسلامي او ملي خوځښت تهداب کېښود، مګر خاوره شویو وجودونو او هډوکو يې د وخت واکمنو او عامو افغانانو ته ور وښوده چې زموږ قربانۍ او ارمانونه له یاده مه باسئ.

د دوي راتګ ته به په کلونو کلونو خپلو میندو، پلرونو، خویندو، وروڼو او بچیان انتظار باسلی وي او شاید اوس يې هم ځیني خپلوان د راتلو تمه لري. کیدای شي ډېرو میندو د خپل کور او کوټې د دروازې د ټک ټک په اورېدو سره په دې هیله چې خپل زوی په غېږ کې ونېسي، په تلوار د کور دروازه خلاصه کړي وي، مګر ظالم او خیوان صفته دښمن د دوی هیلې د تل لپاره وژلي دي.

د دوی مظلومانه قبر په کشف کې ټولو افغانانو په ځانګړي ډول ځوان نس ته ډېر ستر عبرت، پند، درس او حکمت پورته دی؛ ځوان نسل ته ور ښيي چې د ډاکټر نجیب په څو دروغجنو احساساتي ویناوو مه غولیږئ! په ټولنیزه ميډیا کې د نوموړي دا ویناوې د هغه وخت ویناوې نه دي، چې نوموړی د خاد( استخباراتو) عمومي رئیس و یا  هغه وخت چې د ببرک کارمل واکمنۍ پرمهال يې د ظالمانه سیاستونو په ټاکلو او پلي کولو کې کلیدي رول لوباوه، بلکې دغه ویناوې يې هغه وخت کړي چې بادار( پخواني شوروي اتحاد) يې له افغانستانه په ذلت سره اخراج شوی و، دده تر مشرۍ لاندې کمونېستي رژیم حاکمیت ټغر ورځ تر بلې د ټولېدو په حال کې و او د کرایه شوي رژیم ساه يې تر ستوني رسېدلي وه.

د کمونېستانو د حکومت تګلاره او لیدلوری همداسي و، چې د ژوندي پاتي کېدو لپاره یوازېنۍ لاره د کمونېزم او سوسیالیزم ايډيالوژی قبلول یا لږ تر لږه د هغوی سره ملګرتیا کول و. د پخواني شوروي اتحاد مشر ستالین د خپلې واکمنۍ پرمهال تقریباً د کمونېستي نظام استحکام او دوام په موخه تقریباً(۲۰) میلیونه وګړي اعدام، بندیان او یا تبعید کړل او په چین کې د کمونېست ګوند او رژیم اېښودونکي مائو تقریباً د (۴۰) تر (۸۰) میلیونو پوري انسان د کمونېزم ايديالوژی سره د مخالفت له امله ووژل.

افغاني کمونېستانو د لینین، ستالین او مائو خونړیو تجاربو څخه په الهام اخېستو، په لکونو اسلامپاله او هېواد پاله افغانان په شهادت ورسول، چې سالم انسان د پلچرخي او نورو پولیګونونو داستانونو د اورېدو توان نه لري او په خوست ولایت کې د نوي ډله ییز قبر کشف کېدل، د کمونېستانو د ظلمونو او جنایتونو یوه کوچني بېلګه ده، ځکه کیدای شي چې په خوست او د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې دا ډول ګڼ شمېر ډله ییز قبرونه موجود وي، چې لا هم د ځینو کمونېستانو پرته نور خلک ترې نه دي خبر.

دا چې دوه ورځې وروسته، یعنې د جدي په (۲۶)مه له هېواد څخه د پخواني شوروي اتحاد د شړل کېدو(۳۶ ) کلیزه ده، د افغانستان اسـ لامي امـــ.ـارت مشرانو په ځانګړي ډول د خوست ولایت درانې رهبرۍ څخه مې هیله دا ده چې په یاده ورځ شهیدان په ځانګړو مراسمو سره خاورو ته وسپاري او هڅه وکړي چې د خوست ولایت د هماغه وخت کمونېستي چارواکي چې اوس هم ځيني ژوندي، په خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې ژوند کوي، د یاد ډله ییز قبر او نورو دا ډول قبرونو په اړه ترې معلومات واخلي.

د شهیدانو روحونه دې ښاد وي، یاد يې تل او برکت يې پر نورو!

استاد پوهنیار رباني وحدت

د شېخ زاید پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد

4 COMMENTS

  1. سلامونه وحدت صیب محترم!
    کوم داسې لاسوندونه شته چې وښايي دا وحشت کوم لاس پوڅي نظام کړي?
    که نه دا تحلیل هم هسې د ورځي په نرخ شوی دی.

  2. متاسفانه جنایت جنایت دی او هېڅوک جنایتکارانو ته چې په هر ګوند ، ډلې او قوم پورې وي، برائت نه شي ورکولی .
    د پوهنیار صاحب لیکنه علاوه پردې چې املایی غلطي لري ، قضاوت یې هم ډېر عجولانه دی . دا جناب حتی دومره معلومات لري چې پورته ذکر شوی جنایت د 1358 کال د ثور په 6 واقع شویدی. نو ولې د جنایت اصلي عاملین نه په ګوته کوي؟
    که د استاد مقصد د 1357 کال د ثور 7 ورځې خونړۍ کودتا وي او د شورویانو د وتلو وروستۍ ورځ بیا د جدې 26 نه بلکې د دلوې 26 نېټه ده .
    په هرحال سره د دې مظلومو شهیدانو ارواوې د خوشحاله ، جنتونه یې ځای او خپلوانو ته یې د زړه صبر غواړو. خدای تعالی د جنایتکارانو او قاتلینو ته ابدي دوزخ ځای کړې .

  3. د انسانیت دښمنان کوم چي د شیطانی مفکوری سره د سیاسی حزب تر چتر لاندی تبارز وکړ او دکودتا د لاری، قدرت یی تر لاسه کړ او شعار یی کور،ډوډۍ او کالی وو ، ملت یی د تباهۍ کندی ته
    وغورزوو ،الحادی غیر انسانی مفکوره هغه ارذل الناس د ټولنی حٙملوله ؛چي اکثریت یی د مکتبونو او
    مدرسو ناکامان، بیعقله او پسمانده مستعمل موجودات وو چي کار یی ملت وژنه ، د عزت او علم خلکو ته لاس اچول ،زندانونه پری ډکول،ژوندی تر خاورو لاندی کول ، معزز او تعلیم یافته ملغلرو باندی کندی ډکول خصوصاََ د کابل پوهنتون دمومنو محصلینو او استادانو دسته جمعی قتلونه ،قتل
    عام په کلیو او اطراف کی یعنی د ظلم او ناروا انتهایی وحشت او درندګی ، د دی ارذل الناس د حزب او مفکوری، ستالینی تقلید او مرام وو .
    همداسی دی حزب خپل اخلاقی انحطاط ترویجولو، حزبیتوب معیار د کمال وو ، هر حزبی کُل اختیار
    وو ، نیول،بندی کول او وژل د هر حزبی صلاحیت وو ؛ انسانیت او اداری بغاری وهلی.
    خلاصه د کمونیسم ملیشو د حزب الشیطان هغه رذایل عملی کړل چي په معاصر تاریخ کی بی مثالَ
    ویل کیدی شی.
    متاسفانه د هغو ارذل الناس او مُنحطو حزبیانو د تحقیق طریقه د جمهوریت ځینو د امنیت رئیسانو
    هم کاروله ؛ او هغه دا چي د ټول وحشت او درندګۍ سره ځینو متهمینو ته د جبری اقرار د پاره ناموسی تهدید او حتی تجاوز ، طریقی کوم چي د کمونستانو مُنحط روش وو ، د فکری ، تربیتی او اخلاقی تجانس له مخې دوی هم ترویجوله ،او کیدی شی همدا
    بقایای خبیثه نڼ ورځ هم ، امنیتی او استخباراتی ادارو کی شتون او فعالیت ولری او تصفیه یی د مومنانو او متخصصینو مرصوص صف ته ضرورت لری ؛او دا کار په انحصار ،معاملو او انډیوالی قطعاََ امکان نلری او ځان غولول دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب