دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+افغانستان د نړیوال استعمار په لومه کې

افغانستان د نړیوال استعمار په لومه کې

انجنیر زلمی نصرت

لومړی د ځوانۍ د وختونو د ملگري او گران دوست ښاغلي شاه ولي آرین له مینې او اخلاصه څخه مننه چې د خپلو مقالو نوې جاپ شوې ټولګه ٫٫افغانستان د نړیوال استعمار په لومه کې،، یې ماته را ډالۍ کړه.

 ښاغلی ارین د یو لیکوال، شاعر، سیاست پوه، څیړونکي، د قلم او فکر خاوند او د یو  ټولنیز، فرهنگي شخصیت په حیث، تل بللو غونډو کې  په ورین تندي گډون کوي او خپل لید لوری، فکر او نظر له گډونوالو سره شریکوي.

څرنګه چې ښاغلی آرین زموږ په نسل پورې ارتباط لري، نو ما هم د هغه دغه اثر «افغانستان د نړیوال استعمار په لومه کې» په دلچسپۍ مطالعه کړ.

د ښاغلي آرین  دغه معلوماتي، تاریخې او تحقیقي اثر په ۳۲۰ مخونو کې په خورا روانه او سلیسه ژبه نوي نسل، ځوانانو، څیړونکو او تاریخ لیکونکو ته وړاندې شوه.

په دې ټولگه کې یو شمیر مهمې پیښې او واقعیتونه، چې د افغانستان د خلک په دیموکراتیک گوند بیا د وطن گوند په داخلې توطیو او دسیسو پورې اړه لري، هم څرګند شوي دي.

 همدارنگه په دې ټولگه کې، د پردیو د شومو او مغرضو پلانونو په اړه، چې د پردیپالو سیاسي ـ تنظیمی ځواکونو په وجود کې، د افغانستان د خلکو ملي یووالی او شیرازه یې ماته، ژبني، قومې، سمتې د فدرال او د افغانستان تجزیې اور یې د شمال او د جنوب په نامه بل کړ، هم  فاکتونه او حقایق لوستلای شو.

په دغه اثر کې لیکوال د خپلو سترگو لیدلي حالات هم له پامه نه دې غورځولې او په هره برخه کې یې  پر یو واحد ملي ځواک، ملي حاکمیت، ملي یووالي، د افغانستان پر استحکام، پر مختگ، هوساینې، انساني آزادیو او نورو ملي مسایلو باندې هم  تاکیدات او تنقیدات لري.

ما په دغه اثر کې خورا ډیر نا لوستي مسایل ولوستل.

 د بیلگې په توگه:

 د ٫٫اوصولي جنبش،، جوړیدل د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې د ۶ نیټې نه وروسته د عبدالکریم میثاق، بسم الله محشور،  محمد یونس فکور او انجنیر مقیم تر مشرۍ لاندې.

هغه څه چې ماته په زړه پوری او پر تاریخې واقعیت ولاړ غوندې ښکاري او ولادیمیر سنیگیریوف، والیری سامونین هم تلویحآ خپل ویروس A (چگونه ما به بیماری وایروس A هجوم به افغانستان مبتلا میگردیم) په کتاب کې، ورسره تماس نیولی، د مسکو په اوله اداره کې د هغه لست خبره ده، چې د جدي له شپږمې وروسته کوم کسان باید اعدام شي.

 د نومونو د ذکر نه صرف نظر کوم او راځم د مطلب بیخ ته.

….. د اختصاصی انقلابې محکمې د یو کارکوونکي چې د نوم  د نه اخیستلو ژمنه مې ورسره کړې وه او د دې محکمې د رییس شادان په دفتر کې یې کار کاوه او زما نږدې ملگری و، داسې یې ویل (کله چې د امین د باند د گوندي او دولتي مشرانو، وزیرانو، والیانو او نورو دوسیې څیړل کیدې او دی هم د یو صلاحیت لرونکې گروپ غړی و،  لیدل یې چې د هر یوې دوسیې پر مخ په یوه ضمیمه پاڼه کې لیدل کیدل چې٫٫ دستگیری موصوف به اساس راپور دستگیر پنجشیري یا اسد الله سروري او یا سید محمد گلابزوی او یا د کوم بل چا نوم به و،،  خو مگر په ډیرو دوسیو کې همدا درې نومونه تر سترگو کیدل…..).

ښاغلی داکتر عبدالمحمد درمانګر د دغه اثر د ارزونې په باره کې داسې وایې:

 که څه هم ملگری آرین د خپل وطن مینې په سر اخیستی، خو له نیکه مرغه، د ولولو او احساساتو له نړۍ څخه چې په عقل او هوښیارتوب باندې دیکتاتوري او حکمراني چلوي شي په څنگ تیرشوی او د خپلو سترگو لیدلو حالاتو په هکله یې ښه تر پامه بد او بد تر پامه ښه نه دی راغلی.

د ښاغلي ارین د لابریاوو هیله کوم، تاریخ لیکونکې او ځوان نسل هڅوم، چې د دغه اثر په لوستلو دې خپل اړین معلومات د افغانستان د حوادثو په ارتباط  تر لاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب