تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۴مه) د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو پنځمه غونډه سبا د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړیږي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خبرې اترې او بحثونه وشي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو یو شمېر چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي وو، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د مخدرو موادو د قاچاق په اړه هم خبرې وکړي.
معلومه نه ده، چې په دې غونډه کې د طالبانو د رژیم استازي هم برخه لري کنه؟
مخکې طالب چارواکو د دوی له ګډون پرته د افغانستان په اړه غونډې بې پایلې ګڼلي او ټینګار یې کړی، چې دوی باید داسې ناستو ته وبلل شي.