چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+د نامتو شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني د زوکړې ورځ

د نامتو شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني د زوکړې ورځ

تاند- له نن څخه ۷۶ کاله پخوا د ۱۹۴۸ د فبرورۍ په ۱۴ مه د افغانستان تکړه شاعر، مورخ او ژورنالیست عبدالباري جهاني په کندهار کې زېږېدلی دی.

عبدالباري حهاني، چې د افغانستان د ملي سرود شاعر هم دی، په ۱۹۴۸ کال په کندهار کې زېږېدلی او هملته یې تر بکلوریا پورې زده کړې کړې دي. د هغې ولسي شاعرۍ له چینې یې اوبه څښلې دي چې سندرغاړي اوسازیان یې یوخوا بل خوا وړي او خپل لومړني شعرونه یې هلته تراشلي دي. بیا کابل ته راغی چې په پوهنتون کې بشري علوم ووایي. نوې زېږېدونکې دیموکراسي (هغه اساسي قانون چې له افغانستانه یې مشروطه پاچاهي جوړه کړه په۱۹۶۴ کال کې نافذ شو) د هېواد په مرکز کې او په تېره بیا په پوهنتون کې له جم و جوشه ډک فکري او فرهنګي ژوند د خپراوي له پاره مساعده زمینه وه.

جهاني په کې د داسې یو شاعر په توګه ځان ښکاره کړ چې د هغه وخت د یو مینه وال په وینا «شعرونه یې نڅېدل».

هغه مهال یوازې په سلو کې لسو افغانانو لوستل او لیکل کولای شول. اخبارونو او مجلو په ګرانه تر څو سوو لوړ تیراژ درلود خو لاس په لاس ډېر ګرزېدل. جهاني په کې په زړه پورې ونډه درلوده خو د هغه شهرت هغه وخت یو نوی وسعت وموند چې ناشناس یې له شعرونو ساز جوړ کړ او دا سندرې د کابل راډیو خپرې کړې.

د ۱۹۷۹ کال په دسمبر کې شوروي یرغل مهاجرت ته اړ کړ. څه موده په پاکستان او نورو هېوادونو کې سرګردانه و او د څو کلو راهیسې د امریکا په متحدو ایالاتو کې اوسېږي او د امریکا غږ راډیو په پښتو څانګه کې د ژورنالیست په توګه کار کوي.

د پردېسۍ کلونو یې قلم لا تېره کړی خو اوس یې شعرونه نه ناڅي، د هېواد په دود ترې وینې څاڅي. مګر بیا هم د جهاني شعر (او په ټوله کې افغاني شعر) په جنګ او د هغه په وحشتونو کې نوې ښکلا پیدا کړې. وینې ترې څاڅي خو ژاړي نه. چېغې یې له درده اخوا نور څه وایي او د راتلونکي سباوون خبرې کوي.

دی په ۱۹۴۸ کال کې په کندهار کې زېږېدلی او هملته یې تر بکلوریا پورې زده کړې کړې دي. د هغې ولسي شاعرۍ له چینې یې اوبه څښلې دي چې سندرغاړي اوسازیان یې یوخوا بل خوا وړي او خپل لومړني شعرونه یې هلته تراشلي دي. بیا کابل ته راغی چې په پوهنتون کې بشري علوم ووایي. نوې زېږېدونکې دیموکراسي (هغه اساسي قانون چې له افغانستانه یې مشروطه پاچاهي جوړه کړه په۱۹۶۴ کال کې نافذ شو) د هېواد په مرکز کې او په تېره بیا په پوهنتون کې له جم و جوشه ډک فکري او فرهنګي ژوند د خپراوي له پاره مساعده زمینه وه.

جهاني په کې د داسې یو شاعر په توګه ځان ښکاره کړ چې د هغه وخت د یو مینه وال په وینا «شعرونه یې نڅېدل».

جهاني نه یوازې ليکوال، شاعر، او اديب دی، ژورناليست هم دی او ډیر کلونه یې د افغانستان په رسنیو او شاوخوا دوې لسیزې په امریکا ږغ کې دنده ترسره کړې ده.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځی څخه فارغ شوی دی.

له زده کړو وروسته یې د پښتو ټولنې د غړي، د کابل مجلې د مسؤل مدير، د پوهنې په وزارت او د رادیو تلویزیون د مرستیال په توگه دندې ترسره کړې دي.

جهاني د زیات شمیر افغانانو په شان د ١٩٨١ کال څخه د هجرت خوارۍ گاللي او بیا د امريکا ږغ راډيو په ازموينه کې له بري وروسته د امريکا متحدو ايالتونو ته د کارکولو لپاره کډه شوی او تر اوسه همدلته ژوند کوي.

د جهاني ځینې چاپ شوی اثار دا دی:

د مشکو کاروان، پايکوب – د شعرونو ټولګه، د پښتو په سُر او تال کې د غربي سندرو شرنګ. قوماندان – پښتو ناول، هرات پښتانه او ستره لوبه – څېړنيز تاريخي اثر، شپېلۍ – د شعرونو ټولګه، د خيام رباعيات – او د عمر خيام د څلوريزو پښتو ژباړه.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    زه پخپل نوبت، ښاغلي جهاني بابا!! ته د شپږاویا کلنۍ تبریکی وایم ، له شعرونو،لیکنو او تاریخی او دیني څیړنیزو مقالو څخه ېې ډېر څه زده کوو ؛ ښه صحتونه او د اوژدعُمُر ژوند ورته د لوی خدای ج. تعالی له درباره غواړم.ذهن ې همداسې تازه او قلم ې روان اوسه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب