Homeخبرونه‏اڅکزی: پاکستان له هند سره واګه بندر پرانیستی، خو له افغانستان سره...

‏اڅکزی: پاکستان له هند سره واګه بندر پرانیستی، خو له افغانستان سره یې ټولې لارې تړلي

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۷مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان اساسي قانون خوندیتوب غورځنګ مشر  د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د ټولو لارو پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې.

محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان حکومت له هند سره واګه بندر پرانیستی خو له افغانستان سره یې ټولې لارې تړلې.

د اڅکزي او نورو پښتنو ملتپالو په باور د پاکستان او هند ترمنځ تېر دوبي کې د څو ورځې خپلمنځي توغندیزو بریدونو پرمهال هم واګه بندر پرانیستی و.

دوی وايي د واګه بندر ګټه د پاکستان پنجاب صوبې ته رسېږي چې، د دغه هېواد واک یې هم په لاس کې دی، خو له افغانستان سره د لارو او سوداګرۍ ګټه پښتنو ته رسېږي ځکه بندې دي.

د افغانستان پر مختلفو ولایتونو د پاکستان له هوايي بریدونو او د طالبانو له ځوابي حملې وروسته اسلام اباد پر ډیورنډ کرښه لارې وتړلې.

د دوی د دې ګام په غبرګون کې طالبانو هم دا لارې وتړلې او وايي چې پاکستان باوري ضمانتونه ور نه کړي، دا لارې به همداسې تړلې وي.

طالبانو د منځنۍ اسیا هېوادونو او د ایران له لارې له نورې نړۍ په تېره هند سره د سوداګرۍ هڅې هم ګړندۍ کړې دي.

د نړیوال بانک رپوټ وايي چې، له پاکستان سره د لارو بندېدو سره بیا هم تېر اکتوبر د افغانستان صادراتو وده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...