تاند (دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۷مه) افغانستان کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم ایران ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد په قم ښار کې له دوو سترو قُم او جامعة المصطفی نړیوالو پوهنتونونو او قم حوزه علمیه څخه لیدنې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند لیکلي،چې ندیم د یادو پوهنتونونو له رهبري پلاوي او استادانو سره په ناستو کې د افغانستان او ایران تر منځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو پر زیاتوالي، متقابلو تجربو شریکولو او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
سرچېنې لیکلي، د یاد پوهنتونو مسؤلینو له افغانستان سره په علمي ډګر کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر پرون یکشنبه ایران ته په رسمي سفر تللی دی.
زه حیران پاتې یم چې د لوړو زدکړو وزیر یو ملا دی چې هغه نه په فزیک ، ریاضي ، کمیا ، بیالوګي او او …. پوهیږي او خوشې هر وخت خوشې ګډ وي او د مدرسې خبرې کوي ، په جنت او دوزخ عقیده لري ! زه پر دي عقیده یم چې ددې رزیل عقیدوي ملګري ډیر افغانان دي چې د جنت په تمه او عشق کې غرق دي ! خو نه جنت شته نه دوزخ ،خوشې په انسانانو ظلم کوي او ددوی مظلوم اولس افغاناني دي !
د څه دپاره؟ دوی خو کوښښ کوي چې په نارینو یې هم بند کړي وايي مباح دی.