تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۷مه) د ایران ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف افغانستان سره د ایران همکاریو پراختیا په موخه د یوې جامع طرحې برابرولو لارښوونه کړې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د ګډو همکاریو کمېسیون ته دنده سپارلې چې ژر تر ژره دې دغه طرحه چمتو کړي.
محمدرضا عارف د افغانستان چارو همغږۍ جلسې کې د ایران او افغانستان ګډو تاریخي او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی.
نوموړي د ایران کورنیو چارو وزارت باندې غږ کړی، چې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول ایران کې مېشتو افغان پانګوالو د ملاتړ لپاره جامع طرحه چمتو کړي.
د یادونې ده، چې دې وروستیو کې د افغانستان او ایران اړیکې تر بل هر وخت پیاوړي شوي او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې داقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره عملي او کلتوري برخو کې هم همکارۍ پراخې کړي.
کله چې پوه شو چې هند ، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان او په ځانګړی ډول روسیه له افغانستان سره نږدی اړیکي پالي او ایران په ګاونډ د پآکستان په څیر مهاجرو ته ستونزي جوړوی نو اوس غواړی چې مشکلات ختم او اقتصادي اړیکي پیاوړی کړی