پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهمسوولان: کابل کې ۱۲۰۰ یو کیلي او بې اسناده موټرې نیول شوي

مسوولان: کابل کې ۱۲۰۰ یو کیلي او بې اسناده موټرې نیول شوي

‏تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۷مه) د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزرات په کابل کې د ۱۲۰۰ يو کيلي او بې‌اسنادو موټرو له ودرولو خبر ورکړی دی.

د ياد وزارت وياند عبدالمتين قانع ويلي چې، یاد شمېر موټر د دې وزارت د عامه امن پوليسو او د کابل ترافيک پوليسو رياست په همکاري نيول شوي دي.

نیول شوې موترې د پوليسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وينا، د کابل په دروازو او بېلابېلو سیمو کې د ترافیک پولیسو په همغږۍ د تلاشۍ محلونه جوړ شوي او د بې‌اسناده وسایطو د تګ او راتګ مخه نیول شوې ده.

دا په داسې مهال ده چې د طالبانو د حکومت ياد وزارت تر دې وړاندې  يوې خبرپاڼې له مخې هېوادوالو ته خبرداری ورکړی وو، څو په کابل کې د يو کيلي او بې‌ا‌سنادو موټرو له ګرځولو ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...