د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند
مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې کورنۍ په ملتيا او هڅونې د کليو او بانډو د خوښيو په محفلونو کې يې سندرې بللې او هر چا چې به د دې ښکلی غږ واورېده، پر زړه يې ښه لګېده او په همدې دليل هم، د راډيو افغانستان د موسيقۍ اصلي ډګر ته په ډير وياړ او خاصې لېوالتيا وربلل شوه او د دې د هنر تهداب هم هغه وخت کېښودل شو.
د ميرمن قمرګلې د سندرو سبک ولسي و.
د لومړينو سندرو شعرونه يې ولسي لنډۍ دي، صرف آستايي يې دوه بيته جوړ شوی تصنيف دی.
(تصنيف يعنې د موسيقۍ يوه چوکاټ، طرز يا کمپوز
ته شعر جوړول دي يا په بله اصطلاح: فرمايشي شعر چې الهامي نه وي. تصنيف کله مکملې سندرې ته جوړيږي او کله بيا د لنډۍ، کاکړۍ غاړې، دوه بيتې او نورو ولسي شعري فورمونو سره د سروکې په بڼه سندرې ته جوړيږي.)
لکه د قمرګلې په دې سندرو کې:
په ما ميئنه، سترګې دې سرې دي
نن خو دې ډېر ژړلي دينه، په ما ميئنه
عاشقی واې جدايي نه واې، په ما ميئنه
په ما ميئنه وۍ، خدايه! په در کې به دې څه کم
شوي ونه، په ما ميئنه
د لومړۍ سندرې آستايي دوه بيته سندرې ته جوړ شوی تصنيف دی او انتره يې بيا لنډۍ ده او په سَر او پای کې يې (په ما ميئنه) تکراريږي.
بله بېلګه:
سپنې سپوږمۍ وايه آشنا به چېرته وينه
ګونګۍ شوې ولې نه حالونه
سپوږمۍ اوچته شه راخېږه
زما جانان د تورو غرو مزل کوينه
ګونګۍ شوې ولې نه حالونه
همدارنګه په دې سندره کې هم آستايي، جوړ شوی تصنيف دی او انتره يې لنډۍ ده او په پای کې (ګونګۍ شوې ولې نه واې حالونه) تکراريږي.
د قمرګلې د موسيقۍ څانګېړنې
لکه څنګه چې مې په پيل کې وويل: “ميرمن قمرګلې د کليو او بانډو د خوښيو په محفلونو کې سندرې بللې چې د وخت راډيو او ټلويزيون ته يې وربلله.”
دا لوستې نه وه او همدا شان په موسيقۍ کې هم اماتوره وه، په دې دليل هم، دا اړه وه چې د شعر انتخاب يې د بل چا په غاړه وای.
دې به چې کله يوه سندره جوړوله، لومړی به يې شعر له ياده زده کوه/حفظوه. دا ډير ستونزمن کار دی چې يوه سندرغاړې/ يو سندرغاړی په يوه وخت کې شعر او کمپوز زده کوي/حفظوي او تر څنګ يې په سندره کې بې سُره نه شي او تال هم ونيولی شي.
يعنې ميرمن قمرګلې د يوې لوستې سندرغاړې په نسبت، د هغې دوه برابره کار پر يوې سندرې کاوه.
دې د سندرو د شعرونو د حفظولو او بللو تر څنګ، په عين وخت کې د موسيقۍ اساسات هم زده کول او بالاخره د موسيقي پر دوو آلو (هارمونيې او طبلې)
غږولو هم برلاسې شوه.
په دې کې هېڅ شک نه شته چې د دې خوږ غږ يوه الهي ډالۍ وه چې خدای پاک دې ته ورپه برخه کړې وه خو په موسيقۍ کې د دې د ودې او پرمختګ وجه، يوازې د دې د رياضت او هڅو پايله وه.
د ميرمن قمرګلې سندرې په دو سبکونو کې
۱. د غزل سبک
قمرګله د موسيقي په هنر کې کرار – کرار او پړاو په پړاو د پرمختګ لوړو پوړونو ته ختله چې همدا د دې د هنر د تلپاتې کېدو د علتونو نه، يو بل علت و.
د وخت په تېرېدو سره د قمرګلې هنري ذوق د شعري ادبياتو په انتخاب کې هم لوړېده، د سندرو شعرونه يې په خپله خوښه ټاکل، او د نويو سندرو شعرونه يې نور هغسې نه وه لکه د لومړيو وختونو…
داسې وخت راغی چې قمرګلې د تصنيفونو او د نوم ورکو شاعرانو پر لنډيو ډېر قناعت نه کاوه او پر ځاې يې د عبدالرحمن بابا، قلندر مومند، محمد دين زاخېل، حمزه شينواري او بعضو نورو شاعرانو پاخه او ښکلي شعرونه په خپلو سندرو کې وبلل.
د دې دا نوښت چې تر هغه دمه د پښتو ښځينه سندرغاړو په مېنځ کې عام نه وو، دا يې نوښتګره شوه
او دا سندرې تر لومړنيو لا ډېرې مشهورې شوې، همداراز د عامو اورېدونکو او د دې د مينه والو د خاصې پاملرنې او خوښې وړ وګرځېدې:
چې مې مينه خدای په تا باندې پيدا کړه
ترکه ما په هغه ورځ خپله رضا کړه
زه رحمن دا ستا د حسن ثناخوان يم
ستا د رويه درست جهان زما ثنا کړه
عبدالرحمن بابا
ارزو مې زړه کې په سلګو شوه ، ته به کله راځې
د صبر ساه مې په سکیندو شوه، ته به کله راځې
ستا د راتلو د ځوانیمرګ اقرار په تمه تمه
زما ځواني لاړه، په تلو شوه ، ته به کله راځې
قلندر مومند
څنګه مينه زما او ستا وه، څنګه هېر شو د يو بل نه
زه خو ګل ستا د پيکې وم، څنګه پرېوتم اوربل نه
زمزمه زه ستا د مينې، ترانه مې وه په خوله کې
چا څپېړه په خوله راکړه، چا کړم منع د غزل نه
محمد دين زاخېل
راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کې
د ګل په خاموشۍ او د بلبلو په نوا کې
پېدا چې د خندا نورافشاني کړو په ژړا کړې
تر هغه ګورو يو بل ته چې ورک شو په يو بل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
حمزه شينواري
وګوره ته ماته، ستا نظر کې څنګه ښکارم
زه ليلا د مينې، دې نظر کې څنګه ښکارم
دا منم درياب کې سره لعلونه ځلېدی شي
زه د خپلو اوښکو سمندر کې څنګه ښکارم
شاعر(؟)
۲. فلکلوريک/ولسي سبک
«د يادونې وړ ده چې په افغاني موسيقۍ کې فلکلوريک/ولسي سندرې ډېرې سره ورته وي نو ځکه په دې سندرو کې تنوع ډېره کمه محسوسيږي.
هغه په دې دليل چې ولسي سندرغاړي په خپلو کليو او سيمو کې ژوند کوي، اکثره نالوستې، کم لوستي يا هم په موسيقي کې غېرمسلکي کسان دي، نو ځکه دوی هنري نوښت بالکل نه شي کولی ځکه مکررآ په هغه پخوانيو طرزونو/کمپوزونو کې سندرې بولي.
يا هم لږ نوښت کوي.»
قمرګلې خپلې ډېرې سندرې په ولسي سبک کې بللي دي خو د دې هره يوه سندره يې له بلې نه ډېره متفاوته ده.
د سندرو په نغمو/ميلوډي Melody کې يې له ورايه تنوع اورېدل کيږي چې دا هم د دې د سندرو يوه بله خاصه ځانګېړنه ده.
ميرمن قمرګلې د غزل د سبک تر څنګ په خپل هنري مزل کې يو ځل بيا فلکلوريک/ولسي سبک ته مخه کړه خو دا ځل يې موخه او رنګ، له لومړنيو سندرو نه، نوی او بدل و.
دا ځل د کليو او بانډو د ښځو د دوديزو رواجونو انځورګره شوه چې په ساده او سوچه ژبه يې د هغوی حالت، هيلې او احساسات بيانول.
لکه په دې سندريزو بېلګو کې:
جمدانۍ لمنې غونډه به دې وړمه
راوابه دې ړومه جمدانۍ
زه د شينکي بابا زيارت ته سبا ځمه مورې
که راته راکړې، سور سالو په سرومه مورې
زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم
ګردو دنياوالو ته د سولې آوازونه کړم
زه به جارو کړم زيارتونه شينکي بابا
که مې قبول کړې دا سوالونه په تورو زلفو
د قمرګلې د هنر د تلپاتېدو علتونه
۱. قمرګله پر دريځ/ستېژ (Stage)
د ښه غږ لرل، په سُر او لی کې د بللو ترڅنګ، د سندرو يو بل خاص شرط او هنريت دا هم دی چې سندرغاړي وکولی شي پر دريځ/(Stage) په ژوندۍ بڼه/ live ښکلي او هوسا سندرې وبولي.
خو له بده مرغه موږ اکثره سندرغاړي په ستديو کې جوړې شوې/اډيټ شوې سندرې، د نوي تخنيک په مرسته په محلفونو کې پلې بک (Playback) ږدي او دوی يې صرف لبسينګ کوي/تمثيل کوي او بعضې يې که په ژوندۍ بڼه هم سندرې بولي نو بيا غږ يې د پېژندلو نه وي.
يعنې په ژوندۍ بڼه سندرې بلل، د اکثرو افغان سندرغاړو له وسه وتلی هنر دی خو ميرمن قمرګله به پر دريځ ډېره زړوره، پر ځان او ذهن مُتکي، خپلی
سندرې په ډېر روان او ښايسته انداز کې بللې.
۲. د قمرګلې هنري او ټولنيز شخصيت
قمرګلې د خپل هنري ژوند د تکامل مزل، په ښه توګه تر سره کړ ځکه يې د افغانستان د موسيقي په هنرمندانو کې يې ډېر خاص او دروند حيثيت وموند. دې دا حيثيت نه يوازې په هنر کې د رياضيت په وسيله بلکه د خپل عالي ټولنيز شخصيت په واسطه هم، ځان ته تلپاتی وګرځوه.
دې هنر ته تر دې حده درناوی کړی و چې هېڅ کله يې هنر د ځان د شهرت له پاره ونه کاروه، همدارنګه ځان او خپل حيثيت يې هم د بازارموندنې له پاره هېر نه کړ.
که څه هم چې قمرګلې د افغان سندرغاړو په کتار کې خپل خاص شهرت، نوم او ځای موندلی و او د دې سره سره يې د خلګو زړونو ته هم لاره کړې وه اما دا د خپل جوړ شوي معياري حد په چوکاټ کې د ژوند تر پايه همداسې بې آلايشه او درنه پاتې شوه.
مېرمن قمرګله هغه سياله سندربوله وه/ده چې پل پر پل او د وخت په تېريدو سره يې د موسيقۍ په هنري سفر کې د نيمې پېړۍ لار ووهله او د ټول هېواد په کچه ثابته، منلې او ستايلې هنرمنده پاتې شوه.
زه په ډير وياړ سره ويلی شم چې دې د پښتو ژبې وه
هنر ته نه يوازې خپل ښکلی غږ ډالۍ کړ بلکه په خپلو رنګارنګ نوښتونو او هڅونو يې د هېواد په کچه د سندرو او موسيقۍ هنر ته په صداقت او ايماندارۍ سره کار وکړ او ولس ته يې ښکلي او بې ساري هنري اثرونه په میراث پرېښودل.
د ميرمن قمرګلې روح دې ښاد او ياد دې يې تلپاتی وي!
آسيه محرابي
د ډسمبر ۲ کال ۲۰۲۳ کُلن جرمني
د قمرګل او نورو ښځینه سندرغاړو په اړه د لیکوالې بشپړه لیکنه: