Homeخبرونهپه خوړو کې دا کوچني بدلونونه د سرطان خطر کمولی شي

په خوړو کې دا کوچني بدلونونه د سرطان خطر کمولی شي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) متخصصان وایي، د خوړو په عادتونو او د ژوند په طرز کې کوچني بدلونونه د سرطان د خطر په کمولو کې مهم رول لوبولی شي.

اټکل کېږي چې هر کال د سرطان تر ۵ سلنې ډېرې نوې پېښې د ناسمو خوړو له امله رامنځته کېږي. څېړنې ښيي، که د ژوند طرز او د خوړو عادتونه اصلاح شي، د سرطان له ۴۰ سلنې څخه د زیاتو پېښو مخنیوی کېدای شي.

د نړیوالو شمېرو له مخې، هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان په سرطان اخته کېږي او کابو ۹.۷ میلیونه کسان د دې ناروغۍ له امله له ژونده بې برخې کېږي. اټکل کېږي چې له هر پنځو کسانو څخه یو یې د ژوند په اوږدو کې په سرطان اخته کېږي.

الکول؛ د سرطان یو مهم لامل

متخصصان وایي، الکولي مشروبات د سرطان له مهمو خطرناکو عواملو څخه دي.

د نړیوالو څېړنو له مخې، د الکولو څښل د لاندې سرطانونو خطر زیاتوي:

  • د خولې سرطان
  • د ستوني سرطان
  • د حنجرې سرطان
  • د مری سرطان
  • د سینې سرطان (په ځانګړي ډول له مینوپاز یا شنډ توب وروسته)
  • د ځیګر سرطان
  • د غټې کولمې او مقعد سرطان

له همدې امله سپارښتنه کېږي چې د الکولو استعمال تر ممکنه حده محدود یا په بیخي پرېږدئ.

د سرې غوښې او پروسس شوو غوښو استعمال کم کړئ

متخصصان وایي، ډېره سره غوښه او په ځانګړي ډول پروسس شوې غوښې لکه ساسیج او سلامي (کالباس) د سرطان له خطر سره تړاو لري.

د سپارښتنو له مخې:

  • د پروسس شوو غوښو استعمال باید په اوونۍ کې له ۱۵۰ ګرامو زیات نه وي.
  • د سرې غوښې استعمال باید په اوونۍ کې له ۵۰۰ ګرامو وا نه وړي.

د بورې استعمال هم کم کړئ

که څه هم تر اوسه په مستقیم ډول نه ده ثابته شوې چې بوره سرطان رامنځته کوي، خو ډېر خواږه خواړه او مشروبات د چاغښت سبب کېږي، او چاغښت د لږ تر لږه ۱۲ ډوله سرطانونو له مهمو خطرناکو عواملو څخه دی.

سالم خواړه غوره کړئ

متخصصان سپارښتنه کوي چې د خوړو د پېرلو پر مهال د محصول پر بسته‌بندۍ لیکل شوي معلومات ولولئ او هغه خواړه انتخاب کړئ چې مالګه، بوره او ناسالم غوړ پکې لږ وي.

څېړنو ښودلې چې هغه کسان چې سالم خواړه خوري، د سرطان خطر یې کم او د سرطان له امله د مړینې احتمال یې هم ټیټ وي.

له ډېر پروسس شوو خوړو ځان وساتئ

د “لانسټ” طبي مجلې د څېړنو له مخې، ډېر پروسس شوي خواړه له لاندې ستونزو سره تړاو لري:

  • د مړینې د خطر زیاتوالی
  • د زړه او رګونو ناروغۍ
  • چاغښت
  • د دوهم ډول شکر ناروغي

که څه هم له سرطان سره یې مستقیم تړاو لا هم تر څېړنې لاندې دی، خو ځینې لویې څېړنې د اړیکې احتمال ښيي.

د خوړو د پخولو طریقه هم مهمه ده

څېړونکي وایي، یوازې د خوړو ډول مهم نه دی، بلکې د پخولو طریقه هم اغېز لري.

د سکرو پر اور د غوښې ډېر سوځول سرطان رامنځته کوونکي کیمیاوي مواد تولیدوي. له همدې امله سپارښتنه کېږي:

  • د غوښې سوځېدلې او تورې شوې برخې مه خورئ.
  • که امکان وي، عمودي (Vertical) ګرل وکاروئ.
  • غوښه مه پرېږدئ چې له مستقیمې لمبې سره په تماس کې وي.
  • تر هغې انتظار وکړئ چې سکاره ښه بل او لمبې یې ختمې شي.

اکریلامایډ؛ د ډېرې تودوخې پر مهال جوړېدونکی ماده

اکریلامایډ هغه کیمیاوي ماده ده چې د نشایسته لرونکو خوړو، لکه کچالو، د ډېرې تودوخې پر مهال رامنځته کېږي.

دا ماده د حیواناتو لپاره سرطان‌زېږوونکې ثابته شوې او د انسان لپاره هم د احتمالي سرطان‌زېږوونکو موادو په ډله کې شامله ده.

د خوړو د تودولو لپاره مناسب لوښي وکاروئ

ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې په مایکروویف کې د پلاستیکي لوښو کارول ښايي داسې کیمیاوي مواد خوشې کړي چې د هورمونونو پر فعالیت منفي اغېز وکړي او د سرطان خطر زیات کړي.

له همدې امله سپارښتنه کېږي چې:

  • خواړه په مایکروویف کې په ښیښه‌یي یا سرامیکي لوښو کې تاوده کړئ.
  • په عادي پلاستیکي لوښو یا هغو بسته‌بندیو کې چې د تودوخې لپاره نه وي جوړ شوي، خواړه مه ګرموئ.

متخصصان ټینګار کوي چې سالم خواړه، مناسب وزن، منظم فزیکي فعالیت، د الکولو او سګرټو نه کارول او د خوړو د پخولو سالمې طریقې د سرطان د مخنیوي له مهمو لارو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ځنګل سفر | زهیر سپېڅلی

"ځنګل" د استاد اسدالله غضنفر  تر "د زرو هيندارو ڪور" وروسته دويمه د ژباړل شويو حڪايتونو  ټولګه ده.  "مازيګر خپرندويي ټولني" لومړی ځل په...