Homeخبرونه په خیبر پښتونخوا کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات...

 په خیبر پښتونخوا کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات پیل شوي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) په خیبر پښتونخوا کې د افغان مېشت ځایونو اوسېدونکو دا اوونۍ په بیړه خپل وسایل راټول کړل، او ځینې نور په خپلو کورونو کې پټ شول، ځکه پولیسو د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د سیمې د اوسېدونکو او چارواکو په وینا، امنیتي ځواکونو د کورونو نړول، پر سړکونو د هویت اسنادو پلټنه او افغانانو ته د سیمې د پرېښودو امر د حکومت د نوې تګلارې د یوې برخې په توګه عملي کړی دی.

 پېښور ښار ته نژدې د متنۍ سیمې اوسېدونکو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې چارواکو د جولای په میاشت کې د افغانانو له شاوخوا ۲۰۰ کورونو څخه ګڼ شمېر نړولي دي.

۵۰ کلن نجیب الرحمن وویل چې لومړی یې هڅه وکړه د خپل پلار درمل او د خپلو ماشومانو د ښوونځي اسناد له کوره وباسي.

هغه وویل:

«خو پولیسو زموږ خبرو ته غوږ ونه نیوه او یوازې یې وویل چې کور باید ونړول شي.»

هغه دا خبرې په داسې حال کې کولې چې د کور ډېره برخه یې په کنډوالو بدله شوې وه.

شاوخوا ځوانانو د خپل د کور سامانونه، لکه کټونه او لمریزې برېښنايي تختې، په لاریو کې بارول چې د افغانستان پر لور ولاړ شي.

د جولای له ۱۰مې د نیولو امر

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جون په میاشت کې د ټول هېواد امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د جولای له ۱۰مې وروسته ټول هغه افغانان ونیسي چې قانوني ویزه نه لري.

وزارت د کورونو د نړولو په اړه د نظر غوښتنې پوښتنې ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

په پېښور کې یوه جګپوړي پولیس چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، فرانس پریس ته ویلي:

«د جولای له ۱۰مې راهیسې د بې‌اسناده افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل شوي او لا هم دوام لري.»

هغه زیاته کړه:

«حتی د فدرالي حکومت له رسمي امر مخکې پولیسو د ایالت په ټولو سیمو کې د افغانانو د استوګنې ځایونه ثبت او نقشه کړي وو.»

کلتوري او تاریخي اړیکې

که څه هم له ۲۰۲۳ کال راهیسې د پاکستان د بېرته ستنولو د تګلارې له امله میلیونونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي، خو تر ډېره دغه کمپاین په کراچۍ او اسلام‌اباد کې متمرکز و.

خیبر پښتونخوا، چې شاوخوا ۴۰ میلیونه وګړي لري، له افغانستان سره ژورې کلتوري، ژبنۍ او تاریخي اړیکې لري، او ګڼې کورنۍ د دواړو غاړو ترمنځ ژوند کوي.

پولیسو او چارواکو ویلي چې د جولای له ۱۰مې مخکې یې افغانانو ته د جوماتونو د لاوډسپیکرونو او د قومي مشرانو له لارې څو ځله خبر ورکړی و چې سیمه پرېږدي.

خو ځینو افغانانو ویلي چې بل انتخاب نه لري.

۷۰ کلن احمد ملا، چې کور یې په متنۍ کې نړول شوی، وویل:

«پولیس د هېچا حالت ته نه ګوري. هغوی ته مهمه نه ده چې زما په جیب کې پیسې شته که نه، یا زه ناروغ یم که نه.»

هغه زیاته کړه:

«پولیسو لږ تر لږه شل ځله اعلانونه وکړل، خو موږ خپل مشکلات او ځانګړي شرایط لرو.»

د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ چټکه شوې

دا عملیات د پاکستان د څو کلنې تګلارې دوام دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۲.۳ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي؛ ځینې یې لسګونه کاله په پاکستان کې اوسېدلي وو او ځینې نور په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي وو.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې د جولای تر ۱۱مې پورې په اوو ورځو کې نژدې ۶۲۰۰ افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې د مخکینۍ اوونۍ پرتله نژدې یو پر درېیمه برخه زیاتوالی ښيي.

اوس هم د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له یو میلیون څخه ډېر افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.

«خلک په خپلو کورونو کې پټ شوي»

د فرانس پریس خبریال په پېښور کې ولیدل چې پولیسو د ښار په بېلابېلو برخو کې لنډمهالي پوستې جوړې کړې او د خلکو د هویت اسناد یې کتل.

په یوه پوسته کې یوه پولیس افسر وویل:

«موږ ته سخت امر شوی چې ټول بې‌اسناده افغانان ونیسو.»

د پېښور د بورډ بازار، چې د «کوچني کابل» په نوم هم مشهور دی او د افغان کډوالو زرګونه دوکانونه پکې شته، سوداګرو ویلي چې مشتریان ډېر کم شوي او خلک د نیولو له وېرې بازار ته نه راځي.

یو سوداګر ذبیخ الله وویل: «خلک په خپلو کورونو کې پټ شوي او کاروبار په بشپړ ډول درېدلی دی.»

د پاکستان او طالبانو دریځونه

د افغانستان څلور لسیزې جګړې میلیونونه افغانان اړ کړل چې پاکستان ته لاړ شي. له ۲۰۲۱ کال وروسته هم سلګونه زره نور افغانان پاکستان ته ولاړل، چې ډېرو یې هیله لرله درېیمو هېوادونو ته ولېږدول شي.

پاکستان، چې وایي له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی، په ۲۰۲۳ کال کې اعلان وکړ چې بې‌اسناده بهرنیان به وباسي، او سږ کال یې په افغانستان کې هوايي بریدونه هم کړي، چې د دوی په وینا د وسله‌والو پر ضد وو.

خو د طالبانو حکومت څو ځله دا ادعا رد کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د وسله‌والو له لوري کارول کېږي، او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...