Homeخبرونهله تشته د نړیوال جام تر پایلوبې؛ هغه ماشوم چې میسي ورته...

له تشته د نړیوال جام تر پایلوبې؛ هغه ماشوم چې میسي ورته غسل ورکړی و، اوس یې سیال دی

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، شاوخوا ۱۹ کاله وړاندې، عکاس خوان مونفورت هېڅ فکر نه کاوه چې هغه عکسونه، چې پکې یو ځوان لیونل میسي یوه کوچني ماشوم ته په پلاستیکي تشت کې غسل ورکوي، یوه ورځ به دومره تاریخي او مشهور شي.

کلونه وروسته څرګنده شوه چې هغه ماشوم لامین یامال و؛ هغه ستوری چې نن د نړۍ د فوټبال له غوره لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.

اوس هغه عکسونه، چې پکې د اوږدو وېښتانو خاوند میسي په صابون لړلو لاسونو یامال ته غسل ورکوي، د یکشنبې د نړیوال جام پایلوبې تر ټولو ډېر لاس په لاس کېدونکي او خپرېدونکي عکسونه ګرځېدلي دي. په دې لوبه کې به، چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلویه ده، د میسي ارجنټاین د یامال له هسپانیا سره د نړیوال جام د اتلولۍ لپاره مخامخ شي.

مونفورت د اسوشیټډ پریس (AP) خبري اژانس ته وویل:

«ما هېڅکله باور نه درلود چې هر څه له مخکې ټاکل شوي وي، خو اوس راته شک پیدا شوی. دا کیسه له هر ډول منطقي توضیح څخه پورته ده.»

مونفورت، چې د اسوشیتید پریس  لپاره د ازاد عکاس په توګه کار کوي، دا عکسونه په ۲۰۰۷ کال کې د یوې خیریه کلیزې (Calendar) لپاره اخیستي وو. دا پروژه سپورت Sport ورځپاڼې او یونیسف په ګډه جوړه کړې وه.

 د یامال مور، چې په همدې عکسونو کې هم ښکاري، د بارسلونا ښار ته نژدې د ماتارو ښار د هغو کورنیو په قرعه‌کشۍ کې ګټونکې شوه چې غوښتل یې په دې پروګرام کې ګډون وکړي.

وروسته د فوټبال برخلیک داسې برابر شو چې هماغه ماشوم، چې شاوخوا ۱۵ کاله وروسته د بارسلونا ستوری شو، له هغه ارجنټایني لوبغاړي سره یوځای عکس واخلي چې وروسته د فوټبال د تاریخ ستر افسانوي لوبغاړی شو.

میسي په ۲۰۲۱ کال کې له دې کبله چې بارسلونا ته مالي ستونزې پېښې شوې، له دې کلبه ووت، او لامین یامال دوه کاله وروسته د همدې کلب نوی ځلانده ستوری شو.

اوس دا کیسه له «تشته د نړیوال جام تر پایلوبې» رسېدلې ده؛ هلته چې ۱۹ کلن لامین یامال به د هغه ۳۹ کلن لیونل میسي پر وړاندې ولوبېږي، چې شل کاله تر ده مشر دی.

تمه کېږي چې په پایلوبه کې به همدا دوه لوبغاړي د نړۍ د فوټبال د مینه‌والو د پام اصلي مرکز وي.

اوس به ولیدل شي چې ایا هغه ماشوم، چې یو وخت میسي په غېږ کې نیولی و، له هغه څخه به د نړیوال جام جام وګټي، که تجربه‌کار اتل کپتان به وکولای شي له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...