Homeخبرونهپر ایران د امریکا د پرله‌پسې اوومې شپې بریدونه او د ایران...

پر ایران د امریکا د پرله‌پسې اوومې شپې بریدونه او د ایران ځوابونه

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې د ایران پر ځینو هدفونو د شپنیو بریدونو نوی پړاو پیل شوی دی.

سینټکام په ایکسپاڼه کې په لنډه حبرپاڼه کې ویلي، دا بریدونه د ایران پر وخت د شپې په ۱۰:۳۰ بجو پیل شوي او د اوومې پرله‌پسې شپې لپاره دوام لري. د اعلامیې له مخې، د دغو عملیاتو هدف د ایران د پوځي وړتیاوو کمزوري کول دي.

سینټکام تر دې مخکې په یوه بل پیغام کې، د سیمې د وروستیو عملیاتو ویډیوګانې او عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې امریکا د ایران پر ضد سمندري محاصره په جدي ډول عملي کوي او امریکايي ځواکونه بشپړ چمتووالی لري.

د خبرپاڼې له مخې، د سمندري محاصرې د بیا پیل په لومړیو درېیو ورځو کې امریکايي ځواکونو د څلورو سوداګریزو بېړیو مسیر بدل کړی، یوه بېړۍ یې له کاره غورځولې او د مقرراتو د پلي کېدو د ډاډ لپاره یې یوې ایراني بیرغ لرونکې تېل وړونکې بېړۍ ته ورختلي او تلاشي کړې یې ده.

په ایران کې د چاودنو راپورونه

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اهواز او یزد ښارونو په ځینو برخو کې چاودنې شوې دي.

همداراز د ایران دولتي ټلوېزیون ویلي چې د سیریک، قشم او بوشهر په ځینو سیمو کې هم چاودنې شوې دي.

د هرمزګان ولایت چارواکو هم اعلان کړی چې سبا به د دغه ولایت دولتي ادارې او بانکونه یوازې د ۵۰ سلنه ظرفیت په کچه فعالیت وکړي.

ایران په عراق کې د کوردستان پر سیمو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

د عراق د کوردستان سیمې یوې امنیتي سرچینې ویلي، ایران د سلیمانیه او اربیل پر بېلابېلو سیمو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د سرچینې په وینا، دغو بریدونو پراخ مالي زیانونه اړولي او څو تنه یې ټپیان کړي دي.

د سلیمانیې یوې امنیتي سرچینې ویلي چې ایراني بې‌پیلوټه الوتکو د پیشمرګه ځواکونو د وسلو پر یوه زېرمتون برید کړی، چې له امله یې د مهماتو چاودنه او پرله‌پسې انفجارونه شوي دي.

په همدې حال کې، پر اربیل هم د پرله‌پسې درېمیې ورځې په مخه د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

د سپاه پاسداران ادعا

د ایران رسمي خبري اژانس د سپاه پاسداران له قوله ادعا کړې چې د بحرین په خاوره کې یې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو پر یوه زېرمتون برید کړی دی.

دغه اژانس همداراز ادعا کړې چې سپاه د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د بحرین د مصنوعي ځیرکتیا (AI) اصلي مرکز هم ویجاړ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...