تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د پام وړ بری ترلاسه کړی دی. د هغې د سینګار د محصولاتو برانډ «کې بیوټي» (Kay Beauty) په څو کلونو کې د هند د سینګار د وسایلو په برانډونو بدل شوی، او د وروستیو مالي شمېرو له مخې یې پلور تر ۳۵۰۰ میلیون ( ۳۵۰ کروړه) هندي روپیو اوښتی دی.
کترینه کیف په ۲۰۱۹ کال کې د هند د سینګار وسایلو د پرچون شرکت نایکا (Nykaa) په همکارۍ د میکاپ برانډ بازار ته وړاندې کړ. په پیل کې ځینو شنونکو ګومان کاوه چې د دې برانډ شهرت به یوازې د کترینه کیف له نوم سره تړلی وي، خو د وخت په تېرېدو «کې بیوټي» د خپلو باکیفیته محصولاتو او د پیرودونکو د باور له امله په بازار کې ځانګړی ځای خپل کړ.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې د دې برانډ پلور نژدې ۳۵۰ کروړه هندي روپیو ته رسېدلی، چې د تېر کال پرتله شاوخوا ۴۶ سلنه زیاتوالی ښيي. دغه وده څرګندوي چې کترینه کیف خپل سینمايي شهرت په بریالۍ سوداګریزې ستراتیژۍ بدل کړی دی.
«کې بیوټي» اوس یوازې د هند په بازار پورې محدود نه دی، بلکې په بریتانیا، منځني ختیځ او نورو نړیوالو بازارونو کې هم خپل حضور پراخوي، او د مصرفوونکو له لوري یې مثبت هرکلی شوی دی.
د بازارموندنې کارپوهان وایي، د دې بریا اصلي دلیل یوازې د کترینه کیف نوم نه، بلکې د محصولاتو لوړ کیفیت، مناسبې بیې او د مصرفوونکو اړتیاوو ته په پام سره جوړه شوې سوداګریزه تګلاره ده.
دوی زیاتوي چې د دې برانډ محصولات د جنوبي اسیا د اقلیم او د پوستکي د بېلابېلو رنګونو له اړتیاوو سره سم تولید شوي دي. سربېره پر دې، د دودیزو اعلانونو ترڅنګ، په ټولنیزو رسنیو او د اغېزناکو انلاین څېرو (Influencers) له لارې هم پراخ تبلیغات شوي دي.
کارپوهان همداراز باور لري چې د پرچون له لویې شبکې نایکا سره ملګرتیا د «کې بیوټي» د بري مهم لامل و، ځکه د همدې شبکې له لارې برانډ وتوانېد خپل د سینګار محصولات په اغېزمن ډول میلیونونو مصرفوونکو ته ورسوي. همدې عواملو «کې بیوټي» د هند د سینګار د محصولاتو تر ټولو د چټک پرمختګ کوونکو برانډونو په کتار کې درولی دی.