Homeخبرونهپر پاکستاني آلراونډر محمد نواز د ډوپنګ له امله بندیز ولګېد

پر پاکستاني آلراونډر محمد نواز د ډوپنګ له امله بندیز ولګېد

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) اعلان کړی چې د پاکستان ۳۲ کلن آلراونډر محمد نواز د ډوپنګ ضد مقرراتو د سرغړونې له امله له بندیز سره مخ شوی دی.

د دې شورا د معلوماتو له مخې، د محمد نواز د ډوپنګ ازموینه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۷مه د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د هالنډ (نیدرلنډ) پر وړاندې د شل اوریز نړیوال جام له لوبې وروسته ترسره شوې وه. د ازموینې په پایله کې د هغه د وینې په نمونه کې د «کاربوکسي-ټي اېچ سي (Carboxy-THC)» په نوم منع شوې ماده وموندل شوه.

محمد نواز د مقرراتو د سرغړونې د منلو ترڅنګ ویلي، دا ماده یې د لوبې د وړتیا د لوړولو لپاره نه وه کارولې، بلکې د بل شخصي هدف لپاره یې استعمال کړې وه.

 همدې وضاحت ته په کتو، د کرکټ نړیوالې شورا پرې درې میاشتنی بندیز لګولی، چې د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه نافذ شوی؛ هغه مهال چې نوموړي په خپله خوښه لنډمهالی تعلیق منلی و.

د کرکټ نړیوالې شورا زیاته کړې، که محمد نواز د نشه‌یي موادو د درملنې ټاکل شوی پروګرام په بریالیتوب بشپړ کړي، نو د هغه بندیز به له درې میاشتو څخه یوازې یوې میاشتې ته راکم شي.

ځکه چې نوموړي تر اوسه شاوخوا دوه نیمې میاشتې بندیز تېر کړی، نو که یاد پروګرام بشپړ کړي، نور به د اضافي بندیز له تېرولو سره مخ نه شي.

همداراز، د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې د فبرورۍ له ۷مې څخه د مې تر لومړۍ نېټې پورې د محمد نواز د لوبو ټولې پایلې او ریکارډونه به باطل وبلل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...