یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeدا هم ولولئپر افغانستان د یرغل له کبله د مسکو المپیک بایکاټ

پر افغانستان د یرغل له کبله د مسکو المپیک بایکاټ

تاند – په ۱۹۸۰ م کال کې امریکا او لسګونو نورو هېوادونو پر افغانستان د شوروي د یرغل له امله د مسکو المپیک لوبې بایکاټ کړې.

په همدې ورځ (د ۱۹۸۰ د جولای ۱۹ مه) د متحدوایالتونو د هماغه مهال ولسمشر جیمي کارټر د ۱۹۸۰ کال د مسکو د اولمپیک لوبو د بایکاټ امر وکړ.

د مسکو اولمپیک او د لویدیځ لخوا پراخ بایکاټ د اولمپیک لوبو په تاریخ کې لومړی لوی بایکاټ دی.

امريکا، جرمني او ٦٣ لوېديځو هېوادونو د ١٩٨٠ کال د مسکو د اولمپيک لوبې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ له خوا د افغانستان د اشغال په اعتراض کې بايکاټ کړې او دغو لوبو ته يې د خپلو ورزشکارانو له لېږلو ډډه وکړه.

 البته د بريتانيا او ايټاليا په ګډون ١٦ لويديځ هيوادونه د بايکاټ کوونکو په ډله کې نه وو او په لوبو کې يې برخه واخیسته.

څلور کاله وروسته، شوروي اتحاد او د ختیځ بلاک 14 هیوادونو غچ واخیست او د 1984 کال د لاس انجلس اولمپیک لوبې یې بایکاټ کړې.

 د يادونې ده چې رومانيا د ختيځې اروپا يو له هغو هېوادونو څخه و چې خپل ورزشکاران يې امريکا ته ولېږل او د سياليو په پاى کې يې له امريکا وروسته تر ټولو ډېر امتیازونه او وګټل.

د رومانیا ترڅنګ د یوګوسلاویا د پخوانیو کمونیستي هیوادونو او د چین ولسي جمهوریت هم د لاس انجلس په اولمپیک کې برخه اخیستې وه.

ایران یو له هغو څو هیوادونو څخه و چې د 1980 او 1984 المپیک دواړه یې بایکاټ کړل او دغو دوو سیالیو ته یې هیڅ لوبغاړی ونه لیږه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب