Homeخبرونهد مجتبي خامنه‌يي خبرداری، امریکا په اردون کې د خپلو پوځیانو وژل...

د مجتبي خامنه‌يي خبرداری، امریکا په اردون کې د خپلو پوځیانو وژل کېدا تایید کړه

سنتکام: پر ایران د پر له پسې بریدونو اتمه شپه

تاند ـیکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د یکشنبې په سهار، د چنګاښ ۲۸مه، د امریکا د ولسمشر او اعلی قوماندان په امر یې د ایران پر ضد د هوايي بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی.

سنتکام په ایکسپاڼه کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا بریدونه د دې لپاره ترسره شوي چې په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو لپاره د ایران وړتیا لا نوره کمزورې کړي او همداراز د سپاه پاسداران هغه ځواکونه ژر سزا کړي چې د جمعې په شپه یې په اردن کې پر امریکايي ځواکونو برید کړی و.

سنتکام تر دې مخکې هم ویلي و چې په اردن کې د ایران د توغندويي او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي، یو بل نادرکه دی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته، د ایران رسنیو د هرمزګان ولایت د والي دفتر په حواله راپور ورکړی چې د شپې په ۱:۳۰ بجو  سیرک ښار ته نژدې، د هرمز تنګي په سیمه کې، د امریکا له لوري برید شوی دی.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، په سیرک کې د امریکا په دغو تازه بریدونو کې هیڅ څوک ټپي شوي نه دي او استوګنو او سوداګریزو تاسیساتو د زیان راپور هم نه دی ورکړل شوی.


سنتکام: په اردن کې د ایران په بریدونو کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د جمعې په ورځ د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په اردن کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او یو بل لا هم ورک دی.

د سنتکام په خبرپاڼه کې، چې په ایکسپاڼه کې خپره شوې، ویل شوي چې د جولای په ۱۷مه د سنتکام ځواکونو او د هغوی شریکانو د ایران د بالستیک توغندیو او ډرونونو د بریدونو پر وړاندې دفاع کوله، چې په ترڅ کې یې دوه امریکايي پوځیان ووژل شول او یو بل یې لا هم نادرکه دی.

همداراز، خبرپاڼه زیاتوي چې څلور نور امریکايي پوځیان ټپیان شوي وو، خو له درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي. هغه سرتېري چې یوازې لږ ټپیان شوي وو، بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران او پوځ تر دې وړاندې ویلي وو چې د اردن پر پوځي اډو یې د بالستیک توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي.

سنتکام د وژل شویو امریکايي پوځیانو د مرګ دقیق ځای نه دی څرګند کړی او ویلي یې دي چې تر هغې به د وژل شویو د هویت په ګډون نور معلومات خپاره نه کړي څو لومړی یې کورنیو ته خبر نه وي ورکړی.


مجتبی خامنه‌يي امریکا او د ایران نیابتي ډلو د مداخلې ګواښ وکړ

د ایران رسنیو د مجتبی خامنه‌يي یو لیکلی پیغام خپور کړی چې پکې امریکا ته خبرداری ورکړل شوی، که اوسني کړکېچونه دوام وکړي، ایران او د هغه سیمه‌ییز ملاتړي به امریکا ته «نه هېریدونکي درسونه» ورکړي.

په پیغام کې امریکا د جګړې په پارونې تورنه شوې او ویل شوي چې د ایران ملت او د «مقاومت جبهه» به سخت ځواب ورکړي.

ایران د «مقاومت جبهه» اصطلاح د خپلو نیابتي ډلو لپاره کاروي چې په عراق، لبنان او یمن کې فعالیت لري.

مجتبی خامنه‌يي، چې د رهبرۍ له پیل راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی، ادعا کړې چې د ډونالډ ټرمپ حکومت له تهران سره شوی تفاهم‌لیک څو ځله نقض کړی او د امریکا د ولسمشر لاسلیک یې «بې‌اعتباره» بللی دی.

دغه تفاهم‌لیک د غبرګولي (جوزا) په ۲۵مه د ایران او امریکا د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شوی و، خو خامنه‌يي درې ورځې وروسته ویلي وو چې له دغه تړون سره موافق نه و او د منلو مسوولیت یې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا پر غاړه واچاوه.

د راپورونو له مخې، وروستۍ نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې پر څو سوداګریزو بېړیو بریدونه وکړل. ایران ادعا کوي چې دغو بېړیو د ټاکل شوې سمندري لارې سرغړونه کړې وه.

وروسته امریکا د ایران پر وړاندې پوځي عملیات بیا پیل کړل، په ځانګړي ډول یې د ایران په جنوبي ولایتونو بریدونه وکړل، او ایران هم په ځواب کې د سیمې پر څو هېوادونو د توغندیو او ډرونونو بریدونه وکړل.

خامنه‌يي همداراز پر خپلو هغو سختدریځو پلویانو نیوکو ته اشاره وکړه چې له امریکا سره د خبرو او تفاهم‌لیک د لاسلیک له امله پر ایراني چارواکو نیوکې کوي. نوموړي دا نیوکې «ارزښتناکه پانګه» وبللې، خو ټینګار یې وکړ چې دا اختلافونه باید د هېواد ملي یووالی او ټولنیز انسجام کمزوری نه کړي.


ایران: له امریکا سره د تفاهم‌لیک ټولې ژمنې مو ځنډولې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي چې د امریکا له لوري د تفاهم‌لیک د ژمنو د نقض له امله ایران هم د دغه تړون د ټولو ژمنو عملي کول درولي دي.

هغه وویل: «موږ خپلې ټولې ژمنې ځنډولي او اوس د تړون هېڅ برخه نه عملي کوو.»

دغه تفاهم‌لیک د غبرګولي په ۲۵مه لاسلیک شوی و. د تړون له مخې، ایران د هرمز تنګی د بېړیو پر مخ پرانیست او امریکا د ایران پر بندرونو سمندري محاصره پای ته ورسوله او د ایران د تېلو د صادراتو اجازه یې ورکړه.

خو وروسته له هغه چې سپاه پاسداران د چنګاښ (سرطان) په ۱۵مه پر څو تېل وړونکو بېړیو بریدونه وکړل، امریکا د ایران د تېلو د صادراتو اجازه لغوه کړه او د ایران پر جنوبي سیمو یې هوايي بریدونه بیا پیل کړل.

دا بریدونه له تېرو اوو شپو راهیسې په دوامداره توګه روان دي، او ایران هم په ځواب کې د سیمې پر څو هېوادونو توغندويي او ډرون بریدونه کړي دي.

همداراز، د امریکا پوځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر له تېرې سې‌شنبې راهیسې د ایران پر وړاندې سمندري محاصره بېرته پیل کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...