Homeخبرونهارجنټاین په ۲۰۲۶ نړیوال جام کې تر ټولو ډېر فاولونه کړي، خو...

ارجنټاین په ۲۰۲۶ نړیوال جام کې تر ټولو ډېر فاولونه کړي، خو لږ ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام د انضباطي (ډسپلین) شمېرو له مخې، ارجنټاین د سیالیو تر پایلوبې پورې د ټولو لوبډلو پرتله تر ټولو ډېر فاولونه کړي، خو د ژېړو کارتونو له پلوه لومړی ځای نه لري.

د شمېرو له مخې، ارجنټاین تر اوسه پر خپلو سیالانو ۸۸ فاولونه کړي، چې د ټولو لوبډلو په منځ کې تر ټولو لوړ شمېر دی. سره له دې، دې لوبډلې یوازې ۹ ژېړ کارتونه ترلاسه کړي دي.

د ژېړو کارتونو په شمېر کې مصر، چې ۱۲ او کاناډا، چې ۱۱ ژېړ کارتونه اخیستي، تر ارجنټاین مخکې دي، حال دا چې مصر یوازې ۵۹ او کاناډا ۷۲ فاولونه کړي، چې د ارجنټاین په پرتله ډېر لږ دي.

همداراز، سویس ۸۷ فاولونه کړي او ۸ ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې هسپانیا د ۸۰ فاولونو په بدل کې یوازې ۶ ژېړ کارتونه اخیستي دي. انګلستان هم ۷۳ فاولونه کړي او ۸ ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې هر فاول خامخا د ژېړ کارت نه سبب کېږي، ځکه ریفري د لوبې شرایط، د فاول شدت او د لوبې وضعیت په پام کې نیسي او بیا پرېکړه کوي.

په زړه پورې دا ده، سره له دې چې ارجنټاین تر ټولو ډېر فاولونه کړي، خو د ټول ټورنمنټ په اوږدو کې یې یو سور کارت هم نه دی ترلاسه کړی. برعکس، سویس، بلجیم، انګلستان او پاراګوای هر یوه یو ـ یو سور کارت لیدلی دی.

دا شمېرې ښيي چې ارجنټاین تر ډېره دفاعي او فزیکي لوبه کړې، خو په ډېرو مواردو کې ریفریانو د سختو انضباطي سزاوو اړتیا نه ده لیدلې.

خو یوازې د دغو شمېرو پر بنسټ د ریفریانو د پرېکړو یا د قضاوت د کیفیت په اړه وروستی فضاوت نه شي کېدای، ځکه د هر فاول ډول او شدت له بل سره توپیر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان له درېیم واده وروسته د خپلې کورنۍ لپاره ګډ استوګنځی جوړوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام...