Homeخبرونهبرښناشرکت: د ترکمنستان برښنا د ستونزې تر حل وروسته بېرته عادي شوه

برښناشرکت: د ترکمنستان برښنا د ستونزې تر حل وروسته بېرته عادي شوه

تاند / سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۰مه/ د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې، د ترکمنستان وارداتي برېښنا د تخنيکي ستونزې له حل وروسته برښنا بیاځلي ونښلول شوه.

یاد شرکت زیاتوي چې په دې سره افغانستان ته د برېښنا انرژۍ را لېږد عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرون په ياد هېواد کې د رامنځته شوې تخنيکي ستونزې له امله پرې شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې چې د افغانستان برېښنا شرکت د يادې تخنيکي ستونزې پرمهال د برېښنا انرژۍ کمښت د جبران لپاره د شبکې له شته ظرفيتونو او له ازبکستان، ايران او تاجکستان هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا له بديلو سرچينو څخه استفاده کړې ده.

دا ستونزه داسې مهال حل کېږي چې، د هېواد په تودو ولایتونو په ځانګړي ډول ننګرهار کې خلک له بې برقۍ شکایت لري.

دوی وایي، هوا سخته ګرمه خو برښنا ورځ نه بلې ته کمېږي او په وینا یې اوسنیو حالاتو کې په نشت حساب ده.

عام خلک غوښتنه کوي چې، برښنا شرکت دې ننګرهار ته زیاته اندازه ونډه ورکړي څو په دې سخته ګرمۍ کې د بې برقۍ ستونزه حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...